پښتو ادب · شاعران
محمد يوسف رؤف
د محمد يوسف رؤف پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
2 خپاره شوي شعرونه
ګيلېبشپړ شعر ولولئ
ګيلې
محمد يوسف رؤف
هلته مې اردو وژني، دلته مې فارسي وژني
هم مې خپل بچی
وژني، هم مې بي ننګي وژني
بله د ډيوې په شان، سوځم په لمبو خپلو
برق شمه بريښنا شمه،بيا مې خپل پردي وژني
جوړه محفلونو کي،خما ر شمه، نيشه شمه
زړه د اباسين شمه ، بيا مې تربګني وژني
ژبه د خوشحال يمه ، توره د بابا يمه
جوړ چې تاريخونه کړم،بيا مې کام کامي وژني
وياړ يم په سرو وينو کې ، ناره د غيرتونو يم
توره چې بالا شمه، بيا مې خپل سړي وژني
زه
د ملالۍ ژبه، توره د ميوند يمه
جوړ چې مې وياړونه کړم،بيا مې په زي زي وژني
ويښ شه اې د
وياړ کامه ، ژبه ستا د مور يمه
سياله مې د نورو کړه ، فخر ستا دکور يمه
٢٧-٠٢-٢٠٠٧
سويس
ترې تيريږهبشپړ شعر ولولئ
ترې تيريږه
محمد يوسف رؤف
ترې تيريږه
چې مينه ظاهرې کا،که اولاد
وي ترې تيريږه
چې ديوال پرې نه تم کيږي ،که پولاد وي ترې تيريږه
که د ګل له پيمانې نه ،بوی دزهر و شي راپورته
دا قاتل دی دبلبلو، دا دې ياد وي ترې تيريږه
چې شاګرد
په بله بوزي ، او د حق مشعل کې مړ کا
دا ملګری دشيطان دی ،که
استاد وي ترې تيريږه
چې مړښت يې د مظلوم په نارو نه وي لا
يې غواړي
په انګړ د دې ظالم کې،که فرياد وي ترې تيريږه
په تحريک د غليمانو ، ورور وژنه که رايج شي
که هر څومره يې ملزوم کا ،که جهاد وي ترې تيريږه
چې يې سر وي په
کڅوړه ، د غليم کې سترګې پټې
که رهبر وي که اخوند وی ، که جواد وي
ترې تيريږه
چې د پلار د احترام او ، حقوق سره
کا لوبې
دا اولاد اولاد نه دی،که شمشاد وي ترې تيريږه
د )يوسف( اشعار لوستونکيه ،لږ په دمه دمه لوله
که يقين د پرې رانغی ، ترې تيريږه ، ترې تيريږه
١٤-٠٨-٢٠٠٧ سويس