پښتو ادب · شاعران
عبد ا
د عبد ا پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
3 خپاره شوي شعرونه
داكلى دجانان دىبشپړ شعر ولولئ
داكلى دجانان دى
عبد ا
څلوريزه
ژوند مې دجنون له اوره مـــه با ســــه
ذهن مې
دخيال له شوره مـــه باســـــه
ما په وران وطـــــن كې محبت كړى
ما دخپل الفت له كوره مــــه با ســــه
داكلى دجانان دى
دا كلى دجانان دى هر قدم به په ادب اخلې
ګلابه ! دزړه ويني دشبنم به په ادب
اخلې
داښاردښكلو ښاردى ښكلي زړونه په كې مېشت دي
غليمه ! هر ګوزاردخپل ستم به په ادب اخلې
دا شرنګ يې دپايزيب زما وجود رڼا رڼا كړ
مطربه ! دنغمو هر زير وبم به په ادب اخلې
دلته هر
ګام كې دنفرت وحشي ښاماردى ولاړ
زړګيه ! ددې لارې پيچ وخم به په ادب اخلې
دعشق په پاكبازۍ كې بد
مستي بې ادبي ده
پيغامه !ګل ګل شونډې دصنم به په ادب اخلې
۸ - ۸ - ۱۳۸۶
د ميني جهادبشپړ شعر ولولئ
د ميني جهاد
عبد ا
زړه مجاهد شولو دا هوډ يې وکړو
په ما د مينې جهاد هم فرض
دی
نه پاتکيږم ځم د عشق ميدان ته
يابه شهيديابه غازي شم زه
لاخو د عشق ميدان ته ونه رسيد
په نيم لاره کې
پرې ډزې وشوې
د چا قاتلو ظا لمانو ستر ګو
په غشو وويشته ټپې،ټپې کړه
دنورو لاس وهنهبشپړ شعر ولولئ
دنورو لاس وهنه
عبد ا
دنورو لاس وهنه سم کارونه ورانوي
غلطي مشورې
ګوره ښارونه ورانوي
د جنګ نه تفاهم ضروري کار راته ښکاریږي
جنګونه دي, چي لوی ,لوی هیوادونه ورانوي
وطن ته اړم شوي وران کاره جنجالونه
نو ځکه زموږ لاري مکتبونه ورانه وي
که کارد عاطفې چیري پیل نشي په وطن
کي
موجوده بې رحمي روغ, روغ فکرونه و رانوي
په دې ګرم تنور کي د هرچا
غوښي ورتیږي
زموږ دا ګلالی کور غرصنوته ورانوي
چی عقل تېښته وکړي له انسان
نه ،منت باره،
نو بیا خپل کورګی په خپله ورونه ورانه وي