پښتو ادب · شاعران
خلیل الله تاج وردګ
د خلیل الله تاج وردګ پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
2 خپاره شوي شعرونه
دمینی قلمبشپړ شعر ولولئ
دمینی قلم
خلیل الله تاج وردګ
هره اوښکه می غزل کړه هر یو آه کړه پانی
پانی
لکه ستوری داسمان می ول اشعار کړه پانی پانی
ای سپرلی که راځی نو د جانان خبرمی راوړه
سره گلونه دغاټو لو په دلدار کړه پانی پانی
تا خبر د مینی راوړ زه به زړه بدل کی درکړم
دغه زړه زما په مینه
دجانان کړه پانی پانی
خوارملنگ یم ستا دمینی ستادیدن ته می زړه کیژی
کبر پریږده په خندا شه سره لبان کړه پانی پانی
خوږ آواز اوښی سندری د وصال می ترغوږ کیژی
مطرب لاس ته په ر باب کړه مهجوران کړه
پانی پانی
دهجران روژه کړه ماته په دیدار د تور چشمانو
ساقی ډک جامونه راوړه میخواران کړه پانی پانی
د
خلیل په زړه تاویژی ښکلی ښکلی غزلونه
بیا دمینی قلم واخله جوړ کتاب کړه پانی پانی
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
خلیل الله تاج وردګ
ماته دمینی پیاله راکړه چه خمار ولیــــــــــکم
دجانان زلفی کړم حلقی ترینه اشعارولیکم
بیایی راواخلم تیز بانه له اداءگــــــــــــانوسره
پخپل
زړگی باندی دحجر څه قرار ولیـــــــکم
د سپین رخسار او تورو زلفو له حسرته ځنی
سپینه سپوږمی دڅورلسم که
تور ماښام ولیکم
څه خوته چپ کړه توری زلفی له رنگین رخسارنه
چه تورتم ورک شی له دنیا نه سپین سحار ولیکم
چه کله مینه د آشنا می په زړگی راتاو شــــــــی
شمه اوتر چه یی شونډی که انگار ولیکم
ساقی! یوه داسی
پیاله راکړه چه هجران کی خوښ شم
نور راته نشته دی مجال چه یی وصال ولیکم
چه کله کله را په یاد شی هغه توری
زلفــــــــــــی
ځان جوړ منصور کړم پخپل لاس وځانته دار ولیکم
چه شی مجنون غوندی رسوا دیار په مینه
باندی
ښه غزلونه یی په وصف کی صد هزارولیکم
د هجر شپه وه ټول حواس می له آشنا سره وو
بیامی قلم په لاس راواخیست چه اشعار ولیکم
دخپل جانان تصویرمی هسی نقش شوی په زړه
چه دخلیل پر نوم لیکو شم بیا یار ولیــــــــــــــکم