د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عادل اچکزی

د عادل اچکزی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

مناجاتيبشپړ شعر ولولئ

مناجاتي

عادل اچکزی

مناجاتي
ته مي خالق، موږ دي تخليق يو مصوېرۀ ذاته ؛
موږ خو يو
هيڅ، ته يې هرڅه،متکبېرۀ ذاته؛

ته يې خبر چي سمندر کي دي څو څاڅکي اوبه؛
ستا پوهونه تر حد تېره
ده شمېرګرۀ ذاته ؛

ستا په توفيق باندي خوځيږو، ستا په حکم پايو
ستا در قدرت لاندي ساه اخلو زورورۀ ذاته ؛

ته يې اول،ته يې اخر،ته يې باقي لا ثاني
د هري چاري تر شا ته يې دلاورۀ ذاته ؛

ستا د ثنا معجزه زړۀ ته د نور وړانګي بخښي
\"عادل\" ايمان باندي لرمه منورۀ ذاته ؛