د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عبدالرحیم صالح

د عبدالرحیم صالح پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

3 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالرحیم صالح

زماپه زړه کې ننداره ستا د ښکلا پرته ده
داسی ګڼم چه په سینه کی می
دنیاپرته ده

تازه کوی راته دمړاو پرهرونو زخم
دیار په هر نظر کتوکی څه بلا پرته ده

ددی وطن کوڅی لا پاکی له مرګی نه نه دی
دلته دهر درشل په مخ کی اژدها پرته ده

چی په خوشبویی دی سپیره دښته کی ژوندتیروم
دا دقدم خاوره په لاره کی دچا پرته ده

صالحه ولی می پریدی په
دی تنها لاره کی
لاخوقیصه زما دژوندنیمه آشنا پرته ده

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالرحیم صالح

راشی زماپه تخیل زخمی زخمی خیالونه
ډک له ستمه دی
آشناستالیونی خیالونه
چی یی لوګی کړمه داستاهری اداته آشنا
الله دی راکړی م
اته داسی سپیلنی خیالونه
یوڅوغوټی می دامیدپه زړه کی وغوړیدی
نن چی بیاراغلل ستادلوری سپرلنی خیالونه
ډک له شرابوجام ساقی په لاس کی مه راکوه
بس چی یادونه د آشنا می ځنګوی خیالونه
د
چاد سترګو برکت خو در سره مل شوی
چی دی غزل کی دی صالحه الهامی خیالونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالرحیم صالح

زخمی زخمی دی هروجوددلته قرار نشته
دوهم شپی دی راخوری دلته سهار نشته
دخړخزان سپیره فضا،په هریو بڼ خوره ده
ګلونه نشته په دی چم کی اوبهار نشته
دمظلوم وینی نوشوی
هریو یز ید دلته کی
ستم روان دی دالله نه دلته ډار نشته
جوړی دغم توری تیاری په هری لاری
ښکاری
ددی تیارونه دوتلو چیرته لار نشته