پښتو ادب · شاعران
زبير احمد محک
د زبير احمد محک پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
ننى پښتونبشپړ شعر ولولئ
ننى پښتون
زبير احمد محک
ها د بابا د پاني پت هنگامه
ها د نيكه د آزادۍ تلوسه
ها د ملالي د غيرت خرخښه
ها د اكبر د مينتوب جذبه
هغه د كروړ د غيورتوب نښانه
ها د خوشحال د برمه ډكه څېره
ها د
حميد د رزم بزم دېره
ها د رحمان د تصوف افسانه
ها د مومن د پاكي ميني څېره
ها د فرهاد د عاشقۍ انگېزه
ها د
ادم د لېونتوب ولوله
ها د درخو د خوږې ميني كيسه
پښتونه تا كي اوس هيڅ نه ښكارېږي