پښتو ادب · شاعران
فریده هوډ سیفي
د فریده هوډ سیفي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
2 خپاره شوي شعرونه
ستا سترګېبشپړ شعر ولولئ
ستا سترګې
فریده هوډ سیفي
ستا سترګې
ډاكټره فريده هوډ سيفي
نه پوهيږم څه دي ستا
په سترګو كې
وايمه چې ښه دي ستا په سترګو كې
وخت راته غوټۍ شي بيا ګلونه شي
څومره ډير خواږه دي
ستا په سترګو كې
ځلند مشالونه شي چې راشې ته
څه ستوري پراته دي ستا په سترګو كې
زړه مې وايي زه هم
درته وايمه
پاتې مې كاته دي ستا په سترګو كې
ته رڼه آينه زما د مينې يې
پوه يم نور څه نه دي ستا په
سترګو كې
سيند مې وړي لاهو به شم راګوره خو
ډير څگه مې په زړه دي ستا په سترګو كې
زه ګرځم په هواکېبشپړ شعر ولولئ
زه ګرځم په هواکې
فریده هوډ سیفي
زه ګرځم په هواکې
خو يم د ورانو کوڅو خوا کې
دلته خلک شراب لکه اوبه څښي
د ميني په نوم څو غړپه ترخه څښي
زما په کلې کې خو مينه داسي نه وه
د اسي مينه
بله هيله داسي نه وه