پښتو ادب · شاعران
محمدابراهیم مسیح- کلات
د محمدابراهیم مسیح- کلات پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
محمدابراهیم مسیح- کلات
پرسینه ډیر زخمونه واخلي تر ټکوره راسي
د جنګ کیسې راوړي سیده تر خپله
کوره راسي
جنګ ته چي ځي د مور دعا یوسي د تورو خلک
لکه خلیل ځکه کامیابه له سره اوره راسي
ما مي د زړه پر وره لیکلي چې راتګ منعه دی
دا ښکلي هم لکه زور واکي بس په زوره راسي
عجیبه دا تاسو چې هر څه کوي ښه یې بولي
زما د هر کار نتیجه ولي تر شوره راسي
چې رالیږي
زموږ زخمونو ته د څړیکو درمل
یو وخت به دا دردونه ستاسي تر لاهوره راسي
ته چې په کاڼي زړه کې هم
وغواړي ځای درکوي
خو زما د بخت مرغۍ چې سپینه ووزي توره راسي
مسیحه ته چې په کوم نیت له کلي و
ایستلي
د هغو خلکو ککرۍ به هم تر ګوره راسي