پښتو ادب · شاعران
زمريالى اباسين
د زمريالى اباسين پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
3 خپاره شوي شعرونه
کاڼي دي!بشپړ شعر ولولئ
کاڼي دي!
زمريالى اباسين
دلته مينه نشته خاماخا په لاس کې کاڼي دي
دلته د
رندانو او ملا په لاس کې کاڼي دي
يو زما او ستا په زړو کې مينه لاس کې سره ګلان
نور خو پدې چم کې د
هر چا په لاس کې کاڼي دي
ما او تا به هم لکه د نورو غوندې ووژني
دا آخر دنيا ده د دنيا په لاس کې
کاڼي دي
دا د نفرتونو ښار دى دلته مينه جرم دى
ګوره د کرکجنو د پاچا په لاس کې کاڼي
دي
فنا شومهبشپړ شعر ولولئ
فنا شومه
زمريالى اباسين
سوى اسويلى شومه فنا شومه
لاړم ليونى شومه فنا شومه
سره شوه له غصې نه بيا موسکۍ شوله
ځکه سپيلنى شومه فنا شومه
نور به مې پدې ښار کې ونه
وينې
زه د غرو کوچى شومه فنا شومه
تا د محبت درياب کې ونيوم
ښوى لکه ماهى شومه فنا شومه
راشۍ د جانان په بخت مې وژاړۍ!
زه يې چې زړګى شومه فنا شومه
کابل
افغانستان
درنه ځم!!بشپړ شعر ولولئ
درنه ځم!!
زمريالى اباسين
رنګونه دې له خياله تښتومه درنه ځم!
له سترګو دې
خوبونه تښتومه درنه ځم!
زما د مينې ساز به دې په رګ رګ کې نڅيږي
په زړه دې پرهرونه جوړومه درنه ځم!
يواځې اسويلي به دې سينه کې په څپو وي
يادونه دې په ذهن کې کرمه درنه ځم!
د کبر مينارونه دې تمام نسکوروم
د خاورو په ډيري دې کينومه درنه ځم!
تصوير به مې په اوښکو لمبوې ورته به ګورې
آخر په دې څه داسې ژړومه درنه ځم!
کابل افغانستان