پښتو ادب · شاعران
زیتون بانو
د زیتون بانو پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
ستا له غمهبشپړ شعر ولولئ
ستا له غمه
زیتون بانو
ستا له غمه
زیتون بانو
که راځي نو رود د اوښکو به روان
کړم
د الفت ګودر به بیا درته ودان کړم
ژوند مې لاړو یو آرمان شو دې آرمان کې
چې پوره د آرماني
ژوند یو آرمان کړم
د سپرلي او زیړو ګلو ذکر مه کړه
زه کیسه د سوي زړه څیرې ګریوان کړم
دا خو اوښکي ځارول
دي ستا له غمه
سر به هم دا ستا له سر ځیني قربان کړم
په زړګې مې تورې لړې را خورې دي
ځکه طمع د
ککو نه د باران کړم
دخیالونو ګوډاګی یې ځوانیمرګه
اوس به څه باندې قرار زړګی نادان کړم
زما رنځ خو
دغه رنځ دی بس طبیبه
چې ته راشي زه خپل رنځ درته بیان کړم
که مې څړیکه د (بانو) د مینې درکړه
نو قسم دی چې دا مینه به آسمان کړم