پښتو ادب · شاعران
کامه وال
د کامه وال پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
کامه وال
غزل
غلام محمد کامه وال
ښایست هغه یو ساز دی نغمې یې نورې ښکاري
بهار هغه بهار دی وږمې یې نوري ښکاري
نطر ته یې چې ځیر شوم ارادې یې نوري ښکاري
پښتنون هغه پښتون دی خو
شملې یې نوري ښکاري
توکل مو شه په خدای یارانو ځي پسې دریږﺉ
امام هغه امام دی خو سجدې یې نوري
ښکاري
لږ وړاندي وروسته ګوری سره ورک نه شو ملګرو
حالاتو ته چې ګورم علامې یې نوري ښکاري
نازونه نوي نوي
خو فتنې یې دي بدلي
همغه زړه ډمه ده جامې یې نوري ښکاري
قسم دی((کامه واله) له تقریره معلومیږي
ملا هغه م
لا دی مسلې یې نوري ښکاري