پښتو ادب · شاعران
شاهین اچکزی
د شاهین اچکزی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
شاهین اچکزی
لوند می کړی په اوښکو خپل ګرېوان په نیمه شپه
چی ولوېدله تندره په افغان
په نیمه شپه
چی فتح يئ ډیلئ کړی ابدالی له قندهاره
له یاده می نه وځی میرویس خان په نیمه شپه
ریښې دی در رېبی که ستا ده نسل بقا غواړی
چی ګډ ټول په رمه سی دا لېوان په نیمه شپه
جهان ته يې سپارلی وو ښائست د ځلاند
ستورو
اوورونه وورول پر موږ آسمان په نیمه شپه
شاهین دغه دعا کوی همېش له خپله ربه
اې خدایه پر سکون کړې
هر انسان په نیمه شپه