پښتو ادب · شاعران
محم دداود
د محم دداود پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
2 خپاره شوي شعرونه
د پښتون تورهبشپړ شعر ولولئ
د پښتون توره
محم دداود
د پښتون توره
محمدداود شهید
چې ټول جهان کې تل یادیږي
د پښتون توره ده
چې هر دښمن ترې ډیر ویریږي د پښتون توره ده
دا جوړه شوي په پښتو او پښتونواله
باندي
د توریالیو چې خوښیږي د پښتون توره ده
چې د شمشاد له لوړې څوکي یې رڼا خوره ده
د ننګ شغلې ترې پورته کیږي د پښتون توره ده
نوم یې تاریخ کې لیکل شوی په زرینو کرښو
په لوی نامه چې ستایل کیږي د پښتون توره ده
چې په چنګیز او په انګریز یې میندي بوري کړلې
د هر ظالم سر پرې غوڅیږي د پښتون توره ده
د هر زورګیر په
سینه نیغه ننوتي ښکاري
چې په غیرت باندي تودیږي د پښتون توره ده
د خپل بابا نه په میراث کې راته پاتې
ده دا
تل چې د ننګ کار کې چلیږي د پښتون توره ده
شهیده ګوره څومره ښه ښکاري غازیانو سره
د پت ډګر
کې چې شرنګیږي د پښتون توره ده
د میرویس جلالزي غوراوی او کمپوز
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
محم دداود
غزل
محمد داود
چې ست دي راته یاره په ګیلو کړی درځم
تسل د سوي زړه مې
نن په تلو کړی درځم
درځم چې د مودو مودو ارمان مې د وصال وو
له کوره مې نن عزم د وتو کړی درځم
سوغات به
تړمی اوښکي په لمنه کښې دروړم
د زړه سره مې دا راز په سلګو کړی درځم
غنچې به په خپل لاس باندي دروړمه د ګلانو
اغزو باندي مې عزم د ختو کړی درځم
درځم که راته راکړي د وصال ډک ډک جامونه
امید مې ستا د سترګو د لیدو
کړی درځم
که سر رانه څوک پرې کړي خو بیا هم ځان رسومه
قسم مې ګراني ستا په شونډو سرو کړی درځم
شهید باندي که
لاره کې شپه تیره شوه جانانه
خو نیت مې د سبا په لمر ختو کړی درځم
د میرویس جلالزي غوراوی او کم
پوز