د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

د جلالزي را ټولونه

د د جلالزي را ټولونه پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

2 خپاره شوي شعرونه

سترګي په ټپو کېبشپړ شعر ولولئ

سترګي په ټپو کې

د جلالزي را ټولونه

سترګې په ټپو کې

که حقیقت را باندې وایې
په ټول بدن کې مې دا سترګي غوښي دینه
ماته د سترګو تاوان راکړه
چې ته به نه وي ما به لاري ته کاتنه
ماته په سترګو کې حال وایه
لاري کوڅي له غمازانو ډکي دینه
سترګې په خیال اړوه خدایه
سوداګر ګرځي غټي سترګي خوښوینه
مخ دي ګلاب شونډي دي ګل دي
دا اننګي دي مرور په خلا کوینه
سترګي دي ډیري ښایسته دي
په شوګیرو کې به یې خرابې کړې مینه
سترګي له سترګو نه شرمیږي
د پناه شویو سترګو څوک خاطرکوینه

بورا په څو ټپو کېبشپړ شعر ولولئ

بورا په څو ټپو کې

د جلالزي را ټولونه

بورا په ټپو کې

نوم ورکی
را ټولونکی: میرویس جلالزی

بورا بلبل ته په ژړا شو
چمن خزان شو اوس به دواړه سره ځونه

بورا به ولي ژړا نه کا
خزانه تا چې
په ګل وکړل چپاونه

بورا په ګل کې رنځور پروت وو
پاڼه پکې ورته وهي چې جوړ به شینه

بورا د ګل په ډنډر ناست وو
زړه یې سوری وو ګل یې سور په وینو کنه

بورا د ګل سره جوړیږي
چیرته ګونګټ چیرې د ګلو صورتونه

بورا د ګلو په بوی راغی
ګل یې بوی نه کړ خار یې وخوت تر څنګونه