د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

سلطان جان کليوال

د سلطان جان کليوال پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

اجمل خټک ته !بشپړ شعر ولولئ

اجمل خټک ته !

سلطان جان کليوال

د خدای (ج) بخښلي اجمل خټک په ياد

هغه اجمل،هغه شاعر، هغه اديب اجمل
هغه غني، هغه پاچا، په خوی غريب اجمل
هغه پشتون، هغه ميړه ،آ د ايمان خاوند
هغه خپل قام هغه خپل رب ته ورقريب اجمل
نن پاس په عرش کي د الله د مرحمت ميلمه شو
د پيغمبر (ص) او د يارانو د عزت ميلمه شو
د ده قلم، د ده ايمان دده تقوا ته سلام
دده په څير د پښتنو هر يو بابا ته سلام
۱۹ مارچ، ۲۰۱۰
انټريو، کاناډا