د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عزيزالله کريمي

د عزيزالله کريمي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

ښار والۍبشپړ شعر ولولئ

ښار والۍ

عزيزالله کريمي

ښاروالۍ والا چې کله رابهر شي
کراچۍ ولا به بيا څوک را حصار کړي
په بازار کې څوک دا هم ويلی نشي
چې په کور کې ماشومان راته ژړېږي
کراچۍ والا ې چې کله کورته لاړ شي
خپل بچيان يې ترې نه ګرد چاپېره تاوشي
وې! پلار جانه نن دې موږ ته څه راوړي
څه خبر دي چې په پلار غريب ګزار شي
چې اختر ته خو يو څو ورځې شي پاتې
ښاروالۍ والا به بيا څوک راحصار کړي
وی! بچي مو مږ نه غواړي ښې جامې
ښه بوټان او ښې څپلۍ او جرابې
د دولت په پېسو کله دا کېدای شي
شابه راکړه ګنې ځان دې ځغلوې
که هوښيار ېي خو پېسې راکړه غريبه
ګنې ټوله ورځ دې ځان وزګاروې
کراچۍ والا مجبور شي پېسې ورکړي
بيا به واېي دلته ما به در وې
ای عزيز کريمي بس کړه قلم کېده
ګنې ځان دې د قلمه خلاصوې