پښتو ادب · شاعران
عبد العزیز وطنوال
د عبد العزیز وطنوال پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عبد العزیز وطنوال
لکه څړیکه دپرهر په اینه کی
چی ښکاره می شی دلبر په اینه کی
یا د دی درد غوندی همیش په زړه کی ساتم
انتظار دی دنظر په اینه کی
ته چی یاده شی هرڅه زما نه هیرشی
رانه ورک شی خپل بشر په اینه کی
په شغلو د مخ دی سترګی زما بریښی
ته رڼا کړی لکه لمر په اینه کی
دعزیز وطنوال درد غزل کی ستایی
څه نخری کوی دلبر په اینه کی