د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

محمد طاهر دروېش

د محمد طاهر دروېش پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محمد طاهر دروېش

تسل تسل قرار قرار د زړه سلګو ته راکه
لږ غزونې مې دې ستړو اسوېلو ته راکه

سحر سحر شبنم شبنم شه د هر ګل په ليمه
څه رنګينۍ د سوي مخ مې اننګو ته راکه

حيا حيا خندا خندا شه د ښکلا ميرمنې
لږه خوښي د غم څپو کې خندېدو ته راکه

سپرلى سپرلى وږمه وږمه شه د سحر نسيمه
د عشق غزل په نرمو شونډو اورېدو ته راکه

کتل کتل زخمي زخمي زړه ته ټکور دى اشنا
مړاوي کاته راته د اوښکو وچېدو ته راکه

طاهر دروېش په ډوبې ډوبې خندا مه اېښوه
شرنګ د بنګړو د سپينو لېچو ويښېدو ته راکه