د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عایشه مومندي

د عایشه مومندي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عایشه مومندي

نن بیا سیلاب داوښکو په ګریوان راغلی دی
تصویر ستا دیادونو دګومان راغلی دی
سپوږمی که چیرته نه وی ستا حضورته خپه نشی
زما دزړګی کورته نن اسمان راغلی دی
نن ژاړی له له خوښی اننګی زما په مینه
څه ورووسته له مودونه می ارمان راغلی دی
بیمار د تورو سترګو په طبیب کله جوړیږی
زما خوږو ټپو ته نن درمان راغلی دی
نصیبه نن دمینی قافلو ته په سجدو شه
باور زما په زړه کی دایمان راغلی دی
په خدای چی تنګه شوی دغمونو له دیرو نه
داڅرنګه دمینی امتحان راغلی دی
ډاریږم چی نظر می دخیالو جونګړه نه شی
میلمه می دزړه کورته په پنهان راغلی دی