د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

علامه ابوالفضل

د علامه ابوالفضل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

24 خپاره شوي شعرونه

ترماغريب اخترهبشپړ شعر ولولئ

ترماغريب اختره

علامه ابوالفضل

ترماغريب اخـــــــــــــــتره چاته راغـــــــــــــــلې
ونابلــــده کـــــه اشـــــــــــناتــــه راغــــــــــلـــــې

(۱) اشناخونه راځي په سترګوکــي څــوک
له مجبورۍ تــــــوري بـــــــــلاته راغــــــــــلې

(۲) ښه دۍ يوځل به ســره وکړوخـــــــواله
که يووارزماغريب وخواتـــــــه راغـــــــــلې

(۳) کله چي ځــې نوډک له غمه به ځــــــــې
ځکه غمجني کـــــــــربـــــلاته راغــــــــــــــلې

(۴) لکه چي زه داسي ته هم سوې تحريف
دســــازنده ؤ وسورناته راغــــــــــلــــــــــــــې

(۵) نه ابوالفضــــــــــــــل نه څوک تاپيژني
ونااشـــــــــنــــــــــــا فضا هوا ته راغـــــــــلې

علامه ابوالفضل کان الله تعالی له ودامت برکاته،

ګوره غله دیبشپړ شعر ولولئ

ګوره غله دی

علامه ابوالفضل

ګــــــــــــــــوره غله دي لوټَوي دي ځان بيدارکړه
تراغيارله خـــــــــــــــــــــــــپله ياره ځان اغيارکړه

(۱)ومـــــــــــــــــــــــــــــــــــــادراووپدرته ددې دهر
کــــــــــــه پوهېږي په سلګونه ځان هوشیارکړه

(۲) ټـــــــــــــولوځان دۍ وُزګار کړۍ دې دنیاته
تـــــــــــــــــــــــه عقباته که دانا يې ځان وزګارکړه

(۳) هــــــــــغه مال چي خريدار یې بیخي نسته
پــــــــــــــــــــــــــه تلوار دهغه مال ځان خريدار که

(۴) دخدايي دعوې وخداۍ پاک ته ورپريږده
تـــــــــــــــه بنده يې بنــــــــــــــدګي ته ځان تيارکړه

(۵) که عــــــــــــــــــزت اوآبداري غواړي حبنابه
ددې وخت له آبدارۍ نه ځان کـــــــــــــــــــــنارکه

(۶)ددې دور هوښيارمه کېږه مــــــــــــجنون سه
له دې عقله اوهنره ځان فـــــــــــــرار کـــــــــــــــــړه

(۷)دواړي نسې نوشَولاۍ ابـــــــــــــــــــوالفضله
يــــــــــــــــــوه درواخــله له دوهمي ځان بېزارکه

څله ځغلې؟بشپړ شعر ولولئ

څله ځغلې؟

علامه ابوالفضل

له دې پاک مقدس دینه مسلمانه څله ځغلې؟
ای کم بخته ای ظالمه له قرآنه څله ځغلې؟

(۱)زه دی وینم چی شرمېږې په لباس دمسلمان کی»
،داسلام له دې سپېځلی پاک عنوانه څله ځغلې؟

(۲)درقیب لباس دی خوښ دۍ که هرڅونه بدنماوی»
،په داهسی تېز رفتارله پاک سبحانه څله ځغلې؟

(۳)له ځانګویې په نازنازپه جارقربان باندی رالوی کړې»
،له داهسی مهربانه بابا جانه څله ځغلې؟

(۴)له اغيارسره په منډه جهنم لره وردرومې»
،دخوږوخوږويارانوله بوستانه څله ځغلې؟

(۵)چاجادودلیونتوب درباندي وکړدربدرسې»
،له خپل کلي خپله کوره خپل دالانه څله ځغلې؟

(۶)له اغیاره سره یاریې له هریارڅخه اغیارسوې »،
دزمریانواتلانوله میدانه څله ځغلې؟

(۷)هرفضول له بې ننګۍ دابوالفضل په شان بولې»
له خپل فضله خپل هنره بې وجدانه څله ځغلې؟

چي ښورېږې ګنده کيږيبشپړ شعر ولولئ

چي ښورېږې ګنده کيږي

علامه ابوالفضل

سخت حيران يم دې هنر ته چي جهان يې بې هنر کړ
خدايه داڅه پرمختګ دۍ هر انسان يې در پدرکړ

(۱)ياړانده دي ياکاڼه دي ياګونګيان دي چي يې وينم
نوي عصرهريوځوان ځُموږبې حس اوبې بصر کړ

(۲)سلفي سي يافاجر سي ياکافرو کورته راسی
دې فاسدوتعليماتومسلمان زېراوزبر کړ

(۳) که طالب دۍ که مطلوب دۍ پیربابا که مولانا دۍ
تر خپل وسه پوری هر يوه بدنام خپل ځان اوټبر کړ

(۴) ازادي نن دې ته وايی چي غلام سه آزادمسه
دغه بداوتاريک فکر هرافغان خاوري پَسَرْ کړ

(۵)چي ښورېږي ګنده کيږي لانور هم پسي ډوبیږي
بيادنوح پرګمراه قوم خداۍ طوفان رابرابرکړ

(۶)ترقي یې وکړه ډېره کارپوهانوددې دور
چي په وينودبشريې لوړ اسمان لاهم احمر کړ

(۷)مخ په وړاندي بالا مه ځه ابوالفضله قلم بند که
په بيان اوپه عرفان دي په لرزان هر بې ثمر کړ

سرچپه حالاتبشپړ شعر ولولئ

سرچپه حالات

علامه ابوالفضل

علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکات

ورور يــــې نه بولم پوهېږم چـــــــــي قاتل دي زمادسر
که هرڅومي ســــــــکـــــــــــــــــــَنَيْ وي ددې عصر برادر

(۱)هريو نفس نفســــــــي وايې يولـــــــه بله دي بيزار
ورښکاره کړ ودنياته مـــــــولا عکــــــــــس دمحشر

(۲)نن زموږ دکلي خلګ خرڅوي ديـــــــن او ايمان
خـــــــــــــــــــوتردې نادره داده چي يې نسته سوداګر

(۳)سرچپه حالات روان دي داګــــــــــړَي اودازمان
چي هرڅونه هنــــــــــــــــرمندسي، سي هغونه بې هنر

(۴)دښادۍ تعليم دي وکړي پرمختللي ددې وخت
چــــــــــــــــي هرڅووي باسواده وي هغونه سپېره خر

(۵) زړه ور زړه ور ځـــــــــــــمه په څېړنه کښي پرمخ
واقـــــــــــــــــــــــــــــــــعــــات بيانومه ځکه يمه زړه ور

(۶)چــــــــي ګنا ه ته ګنا ه وايې ترتا نسته ګنهګار
ته دښمن دپرمختـــــــــګ يې چي ګنا ه بولې ضرر

(۷) که په ســــــــمه نظروکړې زماولوري ته يوځل
بيابه کړې ته بې اختياره ابوالـــــــــفضل دزړه سر

وهغې دنياته ګورمبشپړ شعر ولولئ

وهغې دنياته ګورم

علامه ابوالفضل

نه دمچ په بڼا باک کړم نه دسپو غفاته ګورم
هنرمنديم همتناک يم دهمت وخواته ګورم

(۱) له هوا څخه دزمکي په شکم کښي اوبه وينم
زه هدهد دسليمان يم دجانان قضا ته ګورم

(۲)له اغياروګيله نکړم که هرڅه راسره وکړي
نااشنا خونااشنا دۍ داشنا جفاته ګورم

(۳) دامتل دۍ نابلده به ليوُو دمرکې وي÷
چي ما پېژني دهغه وثنا وفاته ګورم

(۴) مذمت دنااهلانو لوۍ دليل زما دکمال دۍ ÷
دابه ډېر زُما نقصان وي چي په نام هرچاته ګورم

(۵)شغال هم چي پر خپل کوروي زمرَي خان دزمانې وي÷
زه دغاردلافونه يم جهاني صحراته ګورم

(۶) دحاسدبه څه ازل وي زماعکس يې اجل دۍ
چي چاره يې وي مشکله وهغې بلاته ګورم

(۷)بداصلي اوبداصلان دي سره مله وي ابوالفضله
دې دنياته ورخلاص نه يم وهغې دنياته ګورم

علامه ابوالفضل - نعت شریفبشپړ شعر ولولئ

علامه ابوالفضل - نعت شریف

علامه ابوالفضل

څومره ښکلَیْ نازه وَلَیْ پیغمبردۍ
چی معراج یې له آثارویواثردۍ
(۱)اولین اوآخرین یې ثناخواندی
یونښان یې دهمت شَقُّ القمردۍ
(۲)چی جهان یې هنرمندسوله هنره
دادده له هنرونویوهنردۍ
(۳)محمددۍ هم محموددۍ هم احمددۍ
له عظمته یی تنهاالله خبردۍ
(۴) تورټغریې دنړۍ له مخه ټول کړ
په کونینوکی ترټولومعتبردۍ
(۵)ثقلینوتې شیدې دتوحیدورکړې
مخاطَب چی په اعطیناک الکوثردۍ
(۶)خدای په خپله مُحَمِّدْ دمحمَّددۍ
دیاسین اودطاهاتاج یې پرسردۍ
(۷)کړه قبول په امتی ماابوالفضل
ستاولوری ته ماهم کَړیْ سفردۍ

مفصولبشپړ شعر ولولئ

مفصول

علامه ابوالفضل

دفلک په دې ګردښ کښي هرمقبول سونا مـــــــــقبول
ابوالفضل هم مفضول سو هرمعقول سونامــــــــعقول

(۱) دزاغانوپسرلَي دۍ بلــــــــــــبلان يې کړل خاموش
هرناروغ سو بې علته بـې علتــــــــه سو معــــــــــــــــــلول

(۲) اهـليت واړه منسوخ سونااهلي ســـوه باندي زور
هريوکار دلـــــــــــــــــــويوخلګو وماشوم ته سو مَوْکُول

(۳)په بشــــــــــ ـــرسوه بلاګډه دحيوان نسل په ګډ سو
خالی نوم دانســــــــــــــــــان پاته بې معني اوبې مدلول

(۴)داهم پرمخــــــــــــــتګ بولي نن ددې علاقې خلګ
په هرکلي چي ورګــــــــــــــــــډسې ياقاتل وي يامقتول

(۵)زه لا ستاله لاسه پورته نســــــــــــــــم هيچاته کتاۍ
نــــــــــنګ اونــــــام او کلَيْ کور دي داغياروکړمفعول

(۶)هريوخــــــــــداۍ وځان ته وایې فرعونيان دزمانې
دآزمـــــــون په لوۍ غلبيل کښي عالم واړه سومنخول

(۷)ابوالفضل ورته ناست دۍ ګوری دغه شین غوبل
هغه وخــــــت هم راروان دۍ چي هرڅه به سي مفصول

چي يې وشنمبشپړ شعر ولولئ

چي يې وشنم

علامه ابوالفضل

تاهم نه بولم اشــــــــــــــــنايه دخــــپل يـــــــــــار مل
څوک د شپې وي څوک په ورځ کښي داغيارمل

(۱) چي يې وشنم که غوث دزمانـې وي
په پرده کښي وي بدبخته دناتــــار مـل

(۲) بې له شکه چي دعقل وږَيْ نـسـتـه
مجبور ی کړ افلاطـون هم دحمار مــل

(۳) چي ښامار په قتلوم يايې په نيسم
اخير بيرته د امارګير سي دښامار مل

(۴) عجب ګرم دۍ بازار ددين فروشو
له کافره سره سوهرایماندارمـــــــــــل

(۵ چي سړَي په سړَيْ کيږي هغه نسته
سړيتوب سودنامردودقطارمل

(۶) بېخي ډېر چي بې شرف سي مُشَرّف سي
ااهليت سودنااهلودبازار مل

(۷)نن صباکه هنرغواړې بې هنرسه
سرپه داردهنرمندودګفتارمل

(۸)ياله فضله لاس پرسرکړه ابوالفضله
ياکچرې غوندي سه ته هم دانبارمل

ته څوک يېبشپړ شعر ولولئ

ته څوک يې

علامه ابوالفضل

داخبره نه پټيږي چي ته څوک يې اوزه څوک يم
وهرچاته معلوميږي چي ته څوک يې اوزه څوک يم

(۱)کله مړَيْ هم ژوندَي سی نه سړَي په سړِي شمار سي
خو اخير په ډاګه کيږي چي ته څوک يې اوزه څوک يم

(۲)سپيره خرچي افلاطون سي افلاطون په جهل بدنام سي
بيابه څنګه څرګنديږي چي ته څوک يې اوزه څوک يم

(۳)مرحله چي دوفا سي وفا سراسر جفا سي
بيابه لمر غوندي ځليږي چي ته څوک يې اوزه څوک يم

(۴)چي نوبت دمړيو تېرسي بيادوران دژوندوراسي
حق به هلته ويل کيږي چي ته څوک يې اوزه څوک يم

(۵)حسن پټ دۍ په پردو کښي دبدرنګوپسرلَي دۍ
اوس په ګرانه داسپينېږي چي ته څوک يې اوزه څوک يم

(۶) که هرڅوک يې اوس دي وخت دۍ په لالا به درته وايم
دا نوبت هم رارسيږي چي ته څوک يې اوزه څوک يم

(۷)ابوالفضل ، بُوالْفُضُول سوځکه ته سوې ابوالفضل
عاقبت بې جواب کيږي چي ته څوک يې اوزه څوک يم