د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

بادشاه الدین مشکور

د بادشاه الدین مشکور پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

3 خپاره شوي شعرونه

ارمـــــــــانبشپړ شعر ولولئ

ارمـــــــــان

بادشاه الدین مشکور

يه خدايه ارمان مې د بل چا غــــــــــــيږې ته درومي
ودې مرم جانان مې د بل چا غــــــــــــــيږې ته درومي

دا زغملى نه شم روح مې واخله ســــــــاه مې اوباسه
خدايه چې ايمان مې د بل چا غـــــــــــــيږې ته درومي

کور د غمازانو وران ويجاړ په تــــــــــــــــــــندرونو شه
دوي دلاسه گران مې د بل چا غــــــــــــــيږې ته درومي

يه خدايه راپري باسه دا لوى اسمان قيامت جوړ که
نن د زړه سلطان مې د بل چا غــــــــــــــيږې ته درومي

چا چې زه '' مشکور'' په محبت باندې اګاه کړمه
هغه مهربان مې دبل چا غېږې ته درومي

د نوي کال رنګونهبشپړ شعر ولولئ

د نوي کال رنګونه

بادشاه الدین مشکور

د نوبهار ګلونه ، دنوي کال رنګونه
د ګل رخسار خالونه ، د اننګو اورونه
نن خوراوشينده جانانه
نن خوراوشينده جانانه
***********
نوروزته راشه ګلې ، چې ښايستونه راشي
ستا د راتلوسره به ، چم ته خوندونه راشي
زما دردمند زړګي ته ، به ټکورونه راشي
د پسرلي موسم دې ، دپسرلي عطرونه

نن خو راوشينده جانانه
نن خوراوشينده جانانه
************
نن سينګارونه وکه ، چې ديدنونه وکړم
جانانه ستا درخسار ، به صفتونه وکړم
ستا د ګلرنګو سترګو ، به تعريفونه وکړم
د سرکو شونډو خوږې ، دا پتاسې قندونه

نن خو راوشينده جانانه
نن خو راوشينده جانانه
**************

د بهارونو ورځې ، د بهارونو شپې دي
هرخواچې ځې خوندونه ، هرخوا مزې مزې دي
يو د مشکور سوالونه ، بل خواته ستا نخرې دي
دا غرونه غرونه زلفې ، دا عنبرين تارونه

نن خو راوشينده جانانه
نن خو راوشينده جانانه
*************
خوست

سـولهبشپړ شعر ولولئ

سـوله

بادشاه الدین مشکور

په سوله کې ژوندون په جـــنتونو کې ژوندون دى
چې سوله نه وي بيا په دوزخونو کـې ژوندون دى

راځۍ چې سوله وکړو محبت ورورولـــــــي وکړو
موږ تاسو خو مدام کړى جنگونوکې ژوندون دى

فضاء د مينې جوړه کړى د مينې دنيا جــــــــــوړه
ماحول چي وي دمينې بهارونو کـې ژوندون دى

موږ قدر هيڅ دسولې او د امن کــــــړى نه دى
دا ځکه خو زموږ ستاسو اورونوکې ژونــدون دى

کوم قوم کې چې دسولې پلويان نه وي ،،مشکوره
دهغو خــــــــــــــــلکو تل په عذابونوکې ژوندون دى