د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

شفيق الله فيضی

د شفيق الله فيضی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

سوالبشپړ شعر ولولئ

سوال

شفيق الله فيضی

خدايه باقی ژوند مو په قلاره کړی
خلاص مو د غمونو له روزګاره کړی
مونږ د ورور وژنی نه تنګ شوی يو
نور لاسونه زړونه بی آزاره کړی
څوک چی ورانوی ښکلی وطن راته
ای خدایه لاسونه يي بی کاره کړی
مینه او احسا س چی ورسره وی تل
دا رنګه ځوانان راته بی شماره کړی
خدایه دا وطن مونږ ته جنت جوړ کړی
نور يي ګلستان زمونږ لپاره کړی
خدایه د شفيق سوال زاری ومنی
خپل فضل او کرم ته يي اميدواره کړی