د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

ژوندی فراهی

د ژوندی فراهی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

7 خپاره شوي شعرونه

پښتانهبشپړ شعر ولولئ

پښتانه

ژوندی فراهی

پښتانه

له ازله تردی دمــــــــــه چی درانه دی
هغه هرچاته ښکاره دی پښتـــــــانه دی

لـراوبرپه یوه ژبه یواولــــــــــــــس دی
ټوله خپل دی چاویل چی بیـــــګانـه دی

دښمن نه غواړی چی یوپښتونستان وی
ځـــکه وایی چی داټــول القـــــاعده دی

که کابل که پښـــــــــاوریوئی وجـوددی
دډیـــورند دکرښــــی شـاوخواپراته دی

لــــــکه نورقومونه غواړی ازادی خپل
دسروپه بیـــــــه اخلـــــی خـپلواکی خپل
۱

دښمـــــــــنانو اوس ویشلی په ګروپونـو
اخته کړی ئی هرځای دی په جنــګونـو

که په صوات اوباجوړکی اورلګــیـږی
کــــندهارئی هم شریـک دی په دردونو

کــــنډکپــــرمی نن سبا وزیرسـتـان دی
پښـــتانه می ټول هـلاک سوه په بمونو

خدایه ختمـــه دالړی کی زموږله سره
کوراوکلـــــی اوس نـیولی دی ویرونو

نړی ټوله راتـه یولاس په مدعــــــا ده
که پرون وه شوروی نن امریکـــــا ده

۲
نړیـــــوال کوی خوښــی دلته فریاد دی
هره ورځ په نوی رنګ جوړاستبداددی

کفاربوخت په انټــــــرنټ اوکمپیوترکی
زما قــــام خولاتراوســـــه بی سـواددی

دوی کوی اخـــــــــتراګانی اوکشـــفونه
بس پرموږباندی فرض شوی داجهاددی

جوړوی راته په نــــــــــوی سربمـــونه
انتحــــارراته جوړسوی اوس جلاد دی

په هرښارکی راڅخه اخلی نفـــــــسونه
وایی ځۍ چي خدای درکـــړی جنــــتونه
۳

راڅخه اخــــلی که عالم وی که داکترزما
راته نه پریږدی معــــلم اواینجیـــنیر زما

چی هرڅومره وی ناپوه ددوی پکــاردی
پردنیا کــله زغملای سی ماســټــــر زما

په همدی کی ددوی ګټی خوندی کـیــږی
چی حاکمــــــه ګډوډی وی پر ټـــبر زما

په پیسو باندی ئی چاغ ډیرګوډاګیان کړه
خدایه ورک یی کړی پدی ډول رهبرزما

په بدل کی دډالـــرو ســوم لیـــــــــلام زه
یوه ورځ به ســــــم په دارلکه صـدام زه
۴

چی ودان می کلینک اویا روغتون وی
ورانولوته یی کړی ســــــــم تړون وی

بس دڅوپیـــسو لپــــــاره ئی سیځـــــینه
هره سیمه کی مکـتب چی دپــښتون وی

په مســـجــــدکی می امام په ارام نه دی
ورته ایښی دامونه دبیلـــــــــــــتون وی

په مطلب که یی څه مرسته رارسیــږی
لیونی نه دی چی خوشی به مجنون وی

پښــــــتنوته ئی جوړکړی لوی پلان دی
ځکه دلته یوځای سوی درست جهان دی

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ژوندی فراهی

روح اوزړه می یولــــه بله دی پاشـــــــلی
ستادعـــــــشق په تارکی ژوندغواړی پیلی

راسـه تاورانه مړوندکه چــی ورکـــــــیږم
ستــــــــــااداء یمه ستا څنــــــګ ته رابللی

ولی نـــــــــــــلری پرواء زما دبلـــــــغاکو
بل به نه وی لکه ماتاتــــــــــــه سپـــــیڅلی

هســــــی هم ســـــــــبارهی یم له دی ښاره
میلمه واســــــــتوه خپل کلــــي ته پاللـــــی

ستــــــاپرشونډومی خنداډیره خوښیــــــږی
څوبه ګرځم بی نصـــــیبه غلــــی غـــــــلی

ته زمائـــــــی ته هغه ئی خوافـــــــسوزچی
بیـــــــــله تا یمــــــه وهرچـــــــاته منلـــــی

ځان به څرنــــګه شـــــــیداکړمه ستا مخ ته
ستاپه سترګــــــوکی می زړه زنګون وهلی

لامی نه منی مین په حقــــــیقــــــــــــت کی
کري ورځ دی یم ومــــــخ ته جـــــل وهلی

که دی لاس په لاس کی راکړ ژوندی کیږم
ګنـــــی مړیم ستا دغـــــیږی څخه تلــــــلی

اختطافبشپړ شعر ولولئ

اختطاف

ژوندی فراهی

زموږ هــــــــــیوادته نوی دود راغلی
سړی راپاڅــــــــــــی اوسړی تښتوی

دڅوپیـــــــــــــــــسو لپاره هرڅه کوی
ځینی خپـــــــلوان ځینی پردی تښتوی

ښائی همــــــــــــــــدا دافغانیـــته سره؟
مـــــــشران لا پریږده کوچنی تښتوی

ځانـــــته په خپله روایـــــــت جوړوی
کله ملا کله امی تښـــــــــــــــــــــتوی

خلک په خپل ولکه کی غروکی سـاتی
هرځای شخصی بند یخــانی لری دوی

وس دهیچا وربانــــــــــدی نه رسیږی
ځکه ځنځــــــیراوزولـــــنی لری دوی

لکه چی ټل وی دغټــــــــــــــــانو سره
ګرځی ښکاره ډیری پیســـی لری دوی

ځینی چارواکی چی عــــــــمل نه کوی
څه لڅی پټــــــــــــی معاملی لری دوی

دا ا تلان اوبا جرئــته څـــــــــوک دی
چی زموږ کلی زموږښـــــــارځوروی

دا دلالان غوړمالان وګـــــــــــــــوری
زموږ عزت زموږوقار ځـــــــــوروی

خپلی سوداوی ټلیـــــــــــفون کی کوی
زموږصراف زموږ مالدار ځــــوروی

په فخروائی فلانکی زیـــــــــــــــمه زه
چی جیب تش سوبیا خپل پلارځوروی

مابی ګــــــــــــــــــناه اوګنا داره خلک
داډیر کـــــــــــــــــــلونه زندانیان ولیدل

داختــــــــــــــــــــــــطافه ناخبر ومه زه
ګرومی اخرډیرماــــــــــــشومان ولیدل

دډیروسترګـــــــــــــــوته تاوان واوښتی
دیوچا غوږ کی می چینــــــــجان ولیدل

لاهم بندی وه دپیــــــــــــــــسو په خاطر
دڅاه په منځ کی می کســـــــــان ولید ل

دخدای لپاره څوکــــــــــــسان دی دهغه
اولس ئی وایــــــــــــــستی دژونده څخه

ولی دیــــــــــــــــــــو اوبل دفاع نکوی
ځانونه خلاص کاندی دبـــــــــــنده څخه

که نن پربل ده سبا ته ګـــــــــــــــیرږی
لویږی یوځال دخپـــــــــــله خونده څخه

پاڅه اوچت سه مـــــــــــسلمان ئی آخر
لیری بهـــــــــــتان کړه دخپل انده څخه

لکه چی ښائی دانســــــــــــــــــانه سره
چی پرانسان باندی ظـــــــــلمونه وسی

لکه چی ښائی دافغــــــــــــــــــانه سره
چی پرافغان باندی ظـــــــــلمونه وسی

لکه چی ښــــــــــــــــائی مسلمانه سره
چی مســـــــــلمان باندی ظلمونه وسی

لکه چی ښـــــــــــــــائی دوجدانه سره
چی پر خپل ځان باندی ظـلمونه وسی

په خدای قـــــــــــسم کوم جواب نلری
هغه کســــــان چی شراوشورجوړوی

په آخــــــــــــــــــرت باندی باورنلری
ځکه پخله ځانـــــــــــــته اورجوړوی

چیری تربوراوچیری ورو ځـــوروی
ځانته پخله لوی پیغـــــــــور جوړوی

دخدای ومخی ته به څنــــــګه ورشـی
اوس دی غمــــونه په هرلورجوړوی

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ژوندی فراهی

زه درڅخـــــــــه دمینی یوانځــــور غواړم
ته راته په ســـــترګو کی چــــــــاړه راکړ

ته لکه ناټو او ایســـــــــاف اشــــــــــــــنا
نوم را ته طالب ،الـــقـــــــــــاعده راکړې

زړه به می اشـــــــــــنا آخر ځانمرګی سي
سم به دی شهید که سپینه خوله راکړې

کـــــــــــــله به دزړونو ویـــــــــــو والی ته
ما پښـــــــتون عاشق ته لو جرګه راکړې

زه لکه ژوندی یمه امام دعـــــــــشق
کله به ســــــــــــــجدی لره قبله راکړې

پښتونبشپړ شعر ولولئ

پښتون

ژوندی فراهی

زړه می مات قـــلم قـــلم دی
دهرغم پــــــــسی بل غم دی

ورځ می توره شپه می توره
څه ناورین دی څــه ماتم دی

وهل کیـــــږم وژل کیـــــږم
ویرزما پر مېنـــــــــه تم دی

زما ګناه ده چی پــــښتون یم
په ارامــــه ټول عـــــالم دی

نړیــــــوال راته یو لاس دي
لورولـــــــی یی ســـــتم دی

په هر رنګ می رنګویــــنه
کله یو کـــــله بل ســـــم دی

زما غږ واوره خالــــــــــقه
پښتون څه ترنورو کم دی

نوریی غواړم شـــــرمولی
چاچی ماتــــه کړی چم دی

ترهغی چـی زه ژوندی یم
دهر ځواک سرماته خم دی

خالقه!بشپړ شعر ولولئ

خالقه!

ژوندی فراهی

زموږ دا توري شپی به کله سی ســـــــــــــحر خالقه
هر یو افغان ښکاری لار ورکی درپه در خـــــــــالقه

ټوله له یو او بل نه بدوړی اوخــــــــــــــفه دی ټوله
کله به بیـــــــــــــــــــــا وکړی پریواو بل باور خالقه

لکه چی نسته زمونږبه منځ کی یوخواخوږی انسان
هیڅوک مو نه بولی په توګه دبـــــــــــــــــشر خالقه

موږبی سالاره قافـــــــــــــــــــــــله یویوپه یوه رهی
ته مو یو ځای کړی اورا وبخښی رهــــــــــبر خالقه

دلته خو ټول دیو اوبل سره ډغری وهــــــــــــــــــی
دلته بدی ده اوجنــــــــــــــــــګیږی سر په سرخالقه

داسی چارواکـــــی دی درواخله خدایه نه یی غواړو
دوی دقلم پر ځای راوړی توره اوســـــــــــپر خالقه

زموږدنوم اودنـــــــــــــــــــــــښان دورکیدوپه خاطر
وینمه ډیر کړی هـــــــــــــلی ځــــــــلی لراوبرخالقه

ځینی مو پلوری پرشرقــــیانوځینی غـــرب خوښوی
ځکه دهر یوه په جــــــیب کی دی ډالـــــــــــر خالقه

زموږدوینوپــــــــروژه غواړی جــــــــــاری وساتی
په دغه ګټه کی شــــــریک بولم بهــــــــــــــر خالقه

زمادقــــــــوم اودولس دآبــــــــــــــــــــــــادی لپاره
کلــــــــــه زغــــــــــــملایسی داکتر اوانجینیرخالقه

زماپه سیمه کی مکــــــــتب اوپوهـــه بــده بریښی
څوک چی مایـــــنونه ښخوی هغه دی نـــــر خالقه

ترڅوبه پاتـــــــــه یم ترنـــــــورو دپښتون په نامه
ژونـــــــــــــــدی ناری وهم ترورځی دمحشرخالقه

موریبشپړ شعر ولولئ

موری

ژوندی فراهی

کله چی تا ودی نړی ته راوړم
له هرڅه وړاندی می ستا غږواوریدی
تابه بچو بچوویله
خوزه؟
نه غږیدم
ماهم په زړه کی فیصله وکړه
ځکه می ته له هرڅه وړاندی څخه
آن دڅښتن ترنامه
لومړی می ،موری
تاته مورووایه
موری چی تا ودی نړی ته راوړم
زه دژوندون په نړی نه پوهیدم
خوستا پسته غیږه زما جهان و
زما ارمان و
اوتا وروزلم
موری بی تا به ژوندون څنګه کوم
ګوره له غیږی چی می خوشی نکړی
دی کږلیچونوکی زه تللی نسم
او تا هیڅکله
پریښودلی نسم
موری تراوسه لا زه ورور نلرم
بلکل یوازی یمه خورنلرم
زما دنیا زما هوس ته یی
زما سلګیوته خووګوره لږ
زما په ژبه هیڅوک نه پوهیږی
که ته می پریږدی
او ته ولاړه شي
ماته به څوک بچی بچی ووایی
اوزه به چاته
غږ د مور وکړم

26/3/1388