پښتو ادب · شاعران
رفيق مهران
د رفيق مهران پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
رفيق مهران
/ پکتيا
درد کوي او سوی زما په زړه کې دی
څوک لکه اغزی زما په زړه کې دی
هغه د جاوېد په نوم ياديږي چې
هغه يو ځاځی زما په زړه کې دی*
ما چې ګوري مخ په بل خوا واړوي
يه خالقه دی زما په زړه کې دی
زړه زما ګلدان دی پکې تور جانان
واه لکه بابری زما په زړه کې دی
ځارشم د مهران له شاعرۍ څخه
دا ملنګ سړی زما په زړه کې دی
په پورتني بيت کې خوږ ژبي سندرغاړي جاوېد امرخېل ته اشاره ده*