پښتو ادب · شاعران
عبدالولی سرتور
د عبدالولی سرتور پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
8 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عبدالولی سرتور
شوه په غمونو کی غمګینه مینه
زما دا ښکلی نازنینه مینه
ستا د بڼو غشی چی زړه وخوړل
شوله په وینو کی رنګینه مینه
وینی یی ورکړلی په لپولپو
نور به څه غواړی له زړګینه مینه
څومره ترخه شوله د وخت په زهرو
دا تر شکرو لا شیرینه مینه
د غم ټپه می هسی خولی ته راغله
چی په ډولۍ کی رانه وړینه مینه
د زړه کتاب باندی باور نه لری
دا بی مذهبه دا بی دینه مینه
د ښاپیرو مینه پیکه ښکاره شوه
د پښتنی مینه نمکینه مینه
سرتوره څه شولی خماری سترګی
چی در کتل به یی په مینه مینه
د نوی کال زیریبشپړ شعر ولولئ
د نوی کال زیری
عبدالولی سرتور
د بی پروا مالیار د لاسه؛
زما د بڼ د ړنګ شوی دیوال تر لاندی؛
یوه غوټۍ!
په داسی حال کی،
چی د ښاخ ملا یی ماته شوی وه،
او یو څو درنی خښتی یی هم په پاڼو پرتې وې،
چی په دی کی یی یو اشنا ږغ تر غوږه شو،
غوټۍ په بیره بیره ،
خپل سر د خښتو د منځه،
په پټه پټه را پورته کړ،
را لویدلی دیوال یی په سترګو کی یو څو اغزی هم ټومبلی وو،
د پاڼو په ماتو ګوتو یی له سترګو نه اغزی لری کړل،
د شبنم په یو څو قطرو یی سترګی پریمینځلی،
چی دید یی لږ غوندی صاف شو،
نو ویی کتل،
چی د یوی نیمه سوځیدلی ونی په مات ښاخ،
یو بورا ناست دی،
او په ډیر ژړغونی اواز،
د غم بدلی وایی؛
غوټۍ چی د بورا دا حالت ولید،
نور هم غمژن شو،
او د نسیم په لاسو یی بورا ته،
د بلنی پیغام ولیګه،
بورا په منډه منډه د غوټۍ خواته رالنډ شو،
او په کراره یی په ټیټ اواز ،
د غوټۍ په غوږ کی وویل:
نوی کال دی مبارک شه!
غوټۍ د بورا نه وپوښتل؟
تا خو به تل د نوی کال زیری په ډیر شور او زور سره راکاوه!
دا نن درباندی څه وشول؟
ولی بیریږی؟
بورا ورته وویل :
ولی ته خبر نه یی ؟
غوټۍ د نه ځواب ورکړ!
بورا وویل :
دلته د نوی کال په مبارکی بندیز لګیدلی دی؛
لمانځل کیږی نه ،
ګناه ګڼل کیږی،
غوټۍ ورته وویل:
خو ماته به دی هم مبارکی نه راکوله؛
هسی هم ،
هغه د چا خبره:
((په یو ګل نه پسرلی کیږی))
او زه خو لا ګل شوی هم نه یم!
لا غوټۍ یم!
بورا ورته وویل:
داسی مه وایه!
ته خو لږ ددی بڼ تاریخ ولوله!
په دی بڼ کی ،
تل یو ګل پسرلی راوړی دی؛
ته ګل شه !
که ما د پسرلی پیغامونه خپاره نکړه،
نو زما نوم به هم بورا نه وی.....
خو هیر دی نه شی !!!
ته ګل شه!!!!!
-روسیه
عزمبشپړ شعر ولولئ
عزم
عبدالولی سرتور
زه چې انقلاب کوم زما خوښه
ته چې هر څه کاندې هغه ستا خوښه
ما خو تورو شپو ته تیلی ورته که
را به شي که نه دا د سبا خوښه
ما خو ورته وینې د خپل زړه ورکړې
دا چې چمن نه شو د صحرا خوښه
مه کوه فرعونه پرې د زور سجدې
تاته چې یې نه کړي د موسی خوښه
ما خو د سپرلي لمن خوره کړله
لرې چې ترې ګرځي د بورا خوښه
ما خو د باد غوږ کې اوسیلی وکه
دا چې طوفاني شوه د هوا خوښه
ډېره مې قیدي کړه د احساس ډمه
بیا هم چې را درومي د نڅا خوښه
ما خو ځان درمل ټپي وطن ته کړو
نوره نو سرتوره د شفا خوښه…
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عبدالولی سرتور
جانانه بیا دی زړه ته څه راغلی
چی اوښکی بیا تر ګریوانه راغلی
زړه دی کباب کړه چی یی قدر وشی
د یار غمونه میلمانه راغلی
سترګو نه نه اوځی غیرت یی کړی
اوښکی په خوی د پښتانه راغلی
د زړه د دښتی لمن وغوړوه
یو څو قطری د بارانه راغلی
د یار جرګی که په خوله هر څه وای
زړه کی په نیت د بیلتانه راغلی
بیا دی سرتوره غم رمی رمی شو
بیا په نغمو د زړه شپانه راغلی
جانانه بیا دی زړه ته څه راغلی
چی اوښکی بیا تر ګریوانه راغلی
زړه دی کباب کړه چی یی قدر وشی
د یار غمونه میلمانه راغلی
سترګو نه نه اوځی غیرت یی کړی
اوښکی په خوی د پښتانه راغلی
د زړه د دښتی لمن وغوړوه
یو څو قطری د بارانه راغلی
د یار جرګی که په خوله هر څه وای
زړه کی په نیت د بیلتانه راغلی
بیا دی سرتوره غم رمی رمی شو
بیا په نغمو د زړه شپانه راغلی
سوغاتبشپړ شعر ولولئ
سوغات
عبدالولی سرتور
غمژنی افسانی می د خپل ښار راوړی دی
منصور پشان سرونه می له دار راوړی دی
لستوڼو کی اوسیږی خپل فطرت یی لا ساتلی
د زهرو ډک غاسونه می د مار راوړی دی
سیزلی یی چا بڼ دی شول ایری یی ارمانونه
آهونه می د باغه د مالیار راوړی دی
د سرو شونډو سرخی یی ظالمانو د وخت غلا کړه
څو مات بنګړی د لیچو می د یار راوړی دی
چی سور ګلاب یی ایښی وی په منځ د تورو زلفو
خوبونه می له سترګو د دلدار راوړی دی
د علم ډیوی تتی وی په لاس کی ټوپکونه
یو څومات قلمونه می په شمار راوړی دی
د زهرو ډک جامونه ویشل کیږی میخانه کی
کیسی می د ساقی د غټ دربار راوړی دی
کوڅه می شوله ډکه د رقیب او د اغیار نه
د یار دا پیغامونه می ریبار راوړی دی
افسوس چی د تاریخ پاڼو ته ټولو ده شاکړی
که وګوری ډیر خلک می په لار راوړی دی
سرتور به پکی ګرځی د وطن ښکلی جنت کی
نیمګړی ارمانونه می امبار راوړی دی
میخانهبشپړ شعر ولولئ
میخانه
عبدالولی سرتور
خپل زړګی می پریشان سری شام ولید
چی ساقی دا ستا په لاس کی می جام ولید
ستا د سرو شونډو یادونه پری وریږی
څڅیدلی می د خپل زړګی بام ولید
ستا د حسن د کتاب چی په لوستو شوم
څه به ووایم خپل عقل می خام ولید
را په یاد شوی د نازونو ډکی سترګی
ښکلی قاب کی می چی کله بادام ولید
ستا د حسن خزانی ته چی په ځیر شوم
سم دواره می د مینی انجام ولید
ځانته نه وم دی محفل کی زه یواځی
هر وګړی می غمژن د خپل قام ولید
هسی لاړمه سرتوره میخانی ته
پښیمانه می خپل هر یو یو ګام ولید
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عبدالولی سرتور
مینه کی هر داغ راباندی ښه لګی
ستا دا بد دماغ راباندی ښه لګی
ته چی په خندا زما په لور ګوری
زړه می شی باغ باغ راباندی ښه لګی
ښه درباندی پوه یم چی رښتیا نکړی
ستا درواغ درواغ راباندی ښه لګی
زه دی یم پتنګ چی په تا زار شمه
ته می یی څراغ راباندی ښه لګی
ګوندی که پیغام ستا د راتلو راوړی
دا بدرنګ تور زاغ راباندی ښه لګی
زما پتهبشپړ شعر ولولئ
زما پته
عبدالولی سرتور
داچی د اټکه د امو ترسینده خپور دی
دا د پښتون کور دی
تل یی په میړانه په غلیم بل کړی اور دی
دا د پښتون کور دی
خلک یی له غیرته ډک
کور یی له عزته ډک
زړه د محبته ډک
سر له بغاوته ډک
تل می ازمایلی هر دښمن سره خپل زور دی
دا د پښتون کور دی
جګ او لوړ می غرونه دی
ښکلی یی سیندونه دی
هره خوا کانونه دی
ډیر پکی لعلونه دی
ځکه د هر وخت جابر غورځنګ زما په لور دی
دا د پښتون کور دی
دلته تاجکان اوسی
ترکوازبکان اوسی
ډیرهزاره ګان اوسی
خوښ دی پشیان اوسی
ټول ترینه کشران دی دا د ټولو مشر ورور دی
دا د پښتون کور دی
هر سړی لوټلی دی
تل یی سوځولی دی
هر لړم چیچلی دی
زړه یی را څیرلی دی
دا د کونړ سین چی د زلمونونه په شور دی
دا د پښتون کور دی
دا د احمد خان وطن
دا د میرویس خان وطن
دا د خوشال خان وطن
دا د باچا خان وطن
دا د دوی د وینو قربانی په مونږه پور دی
دا د پښتون کور دی
بس کړی دښمنی نوره
جوړه کړی دوستی نوره
ساتی شتمنی نوره
وی به مو خانی نوره
دا هیواد به جوړ شی خوب لیدلی یی سرتور دی
دا د پښتون کور دی