د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

شفیع الله ((خاکسار))

د شفیع الله ((خاکسار)) پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

دځوانی مرګ ځوی په مرګبشپړ شعر ولولئ

دځوانی مرګ ځوی په مرګ

شفیع الله ((خاکسار))

دښایست ثانی دې،نشته ی په چم
ځکه می درپسې،دسترګونـــــــــــم

لوی واړه دې کړی،صفت دښواخلاقو
ستا وجود دی په اخلاقــو مســـــلم

بیلتانه رانه جداکړی،ته بی وخـــــته
په دیدن دې،لاموړشوي نه وم ســـم

تش یادونه دې،اوس دی زمامــــلګری
په ځیګرکښی می،پراته دی محکـــــــم

هسی تشو،تسلو باندی قـــــــــــــراریم
لـکه غـــلی شي،خفه ماشوم په مـــــم

چی رایاد شی،په ژړاشمه لـــــه غمه
په ژړلو هم،غمونه نه شي کــــــــــم

چی داستا،دمخ په شمعه وه روښــانه
آ….. دنیا دغــــمزده شوله تورتـــم