د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

فیاض سعیدی

د فیاض سعیدی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

4 خپاره شوي شعرونه

منصوری داربشپړ شعر ولولئ

منصوری دار

فیاض سعیدی

که می په مینه کښی شکمنه وی نو
ورته په وینو می غزل ولیکه
که په اغیارو می ژوندن خرڅوی
ورته یو زیرئ داجل ولیکه
دژوندون بیعی ته سر ورکوم
ورشه تاریخ کښی می اتل ولیکه
که می په مینی مسخر کوی نو
منصوری دار ته می پل مل ولیکه
تدبیر کومه دتقدیر کرښوته
هر څه می ټول په توکل ولیکه
په سپین کفن دپاکی مینی ( شهید )
( فیاض ) په وینو دګوګل ولیکه

مسعود احمد له لوګره

داجل زیرۍبشپړ شعر ولولئ

داجل زیرۍ

فیاض سعیدی

که دیقین مینه شکمنه بریښی
ورته په وینومی غزل ولیکه

که په اغیارومی ژوندون خرڅوي
ورته یوزیرۍ داجل ولیکه

دژوندون بیې ته یی سرورکوم
ورشه
تاریخ کی می اتل ولیکه

که می په مینه مسخرې کوی نو
منصوری دارته می پل،مل ولیکه

تدبیرکومه دتقدیرکرښوته
هرڅه می ټول په توکل ولیکه

په سپين کفن د«سعیدی»دمینی

(فیاض)په وینودګوګل ولیکه

شرنګبشپړ شعر ولولئ

شرنګ

فیاض سعیدی

متقی اوپرهیزګارشه
پاک الله ته تابعدارشه
ددنیاستړیاوی پریږده
دعقباژوندته سیارشه
دنفرت کرکی تخمونه
هرځای مه کره ایسارشه
دخپل موراوپلارپه ژوندکی
شپه اوورځ یی خدمت
ګارشه
دبنګلوښکلابه څه کړی
مقبرې ته روڼ سهارشه
زړه سپیڅلی یوه آینه کړه
هم لیدونکۍ ددلدارشه
دقارون له خیالاتو
پناه غواړه توبه ګارشه
له درواغوژبه ساته
صداقت کی روڼ سهارشه
په سپیروخاوروتل څمله
دعمرپه څیرخاکسارشه
دمظلوم فقیرپرساکړه
عثمانی خوی ته بیدارشه
بزدلې هیڅ پکارندۍ
ښکلۍ شرنګ دذوالفقارشه
ای(فیاض،مسعوداحمده!)
په خصلت دچهاریارشه

لوګر

قرآن ته په لیموبشپړ شعر ولولئ

قرآن ته په لیمو

فیاض سعیدی

راځئ پروردگارته مولا اوس هم په سلگوشو
ساقی مئ خانه پریږده چی محراب کی په سجدوشو

دسرو وینو وبال زاهده نن پرغاړه واخله
پیاله دسفاح راوړه چی
دوینوپه نیشو شو

هیلئ ؤوبوکی پریږدئ چی دژوندهیلی پوره کړی
ښکارچی ټوپک راتاو کړه چی رقیب ته
په خزوشو

نوربس ده ذکر پریږده ای زاهده که تقوا کړی
یوشرنگ تسبو ته ورکړه چی نور خلاص له جیل
خانوشو

ددین اوعصری ستورو څرک بریښناموسره یوکړئ
خادم چی پاک قرآن اوگران هیوادته په لیموشو

دیووچمن گلان دی رنگارنگ فضاعطرینه
دبل په اشارو(فیاض)ستې په سرولمبوشو