د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

پلوشه باکرزۍ

د پلوشه باکرزۍ پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

پلوشه باکرزۍ

زما پر زړه دارمانونه لوی توپان راولي
داشنا غم مي پرزړګی باندي خزان راولي
چي په خندا مي واشنا ته دزړه حال ووايه
هغه اشنا مي اوس خندا باندي خپګان راولي
يو ماشومتوب و عاشقي نه وه مينه نه وم
اوس مي احساس دماشومتوب نوی دوران راولي
چي يې را ياد کړم دهلمنددسيندتېره موجونه
بېلتون مي ساه واخلي نفس ته مي سوزان راولي
که دنړۍ پر هيوادونو پلونه ټک وهمه
بياهم افغانه يم احساس مي هرزمان راولي
چي مازديګر سي دغمونو سېلاب وپړسيږي
دبارکزۍ پرزړه دهجر لوی توپان راولي

کابل: درابيا بلخي ښوونځی
نېټه: ۱۳۹۱/۳/۳