پښتو ادب · شاعران
فضل محمد عظمت کټوازی
د فضل محمد عظمت کټوازی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
3 خپاره شوي شعرونه
جنګبشپړ شعر ولولئ
جنګ
فضل محمد عظمت کټوازی
زه غازي شوم دی شهیدشوه په ننګ جنګ
ستاسینه باندي له ماسره دلونګ جنګ
یابنګړي په کي ماتیږي یالونګ له تخته لويږي
څوک چي کړي په توره شپه کي په فالنګ جنګ
هم مسجید په کي شهید شوهم قبرونه دولیانو
داځل دلته دی پیښ شوی یوبدرنګ جنګ
چي لوپرانقلابونه پري ختلود ايي پایله
چي اوس بیا په پښتون خواشوراته لنګ جنګ
ای عظمته له خدا رحم ورته غواړه
له نیمروزه ترکنړه هرځای جنګ جنګ
مینهبشپړ شعر ولولئ
مینه
فضل محمد عظمت کټوازی
مینه ماشومه ده کچه ده خلک مه خبره وه
دیدن موپټ دی ، نیمه شپه ده خلک مه خبره وه
دګودرپیغلي چي رازواخلي ترجانانه يي وړي
د کلــي هــرسـړی فـتنه ده خــ-لک مه خبره وه
بیــابه تـه نـه يــي ترمـنګي لاندې کــږه روانه
ماسره دغه وسوسه ده خــ-لک مه خبره و ه
سورخي دي ټوله په باړخوده ستادځواني ویني
زماهــم خوښه پتاسه ده خــ-لک مه خبره وه
په سپین سترګی چي ورنه خوله غواړي بي شرمه شولي
عظمته ورانه دي کیسه ده خــ-لک مه خبره وه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
فضل محمد عظمت کټوازی
لـکه ســـیوری چـی دځـان دی بـدرګه
داسی ژوندسره ارمان دی بـدرګه
هیچاپه عشق سودموندلی نه دی
لــه ازلــه یی نقصــان دی بــدرګه
چی په چین یی دجبین زړونه را نیسی
خال ظالـم یی قـومنـدان دی بــدرګه
پیزوان به دی په غلا اننګی ښکل کړی
مـاسـره مــی داګـمان دی بـدرګه
داچی سرښندی په تورونه ویریږی
دی زلمـــو سـره ایـمان دی بـدرګه
دپښتـــو سنـدری ځکه خوږی لګی
دټــپویــی یـاقـــربــان دی بــدرګه
بــیامــه ورته ږده ژبه په سروشونډو
پام عظمت سره شیطان دی بردګه