پښتو ادب · شاعران
حبیب الله قلم مل
د حبیب الله قلم مل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
3 خپاره شوي شعرونه
ښځهبشپړ شعر ولولئ
ښځه
حبیب الله قلم مل
اچولی چې پر سر دحیاشال دی
ښځه حور حوریت ییستر کمال دی
چی مستوره وی نوحوره دی تر جار سي
چی جمال وی څومره پټهغه جمال دی
بد رنګي له ښایستزیږی چی ښکاره سي
دښکلا ظاهریده بسلوی زوال دی
پوښ حیا، حیا ایماند هر وګړي
په پرده کي پروت غرتاوپروت جلال دی
په حجاب کي داسلامبه وجود نغاړې
په قران کي دا ارشادد ذالجلال دی
قلم مله دغه دوه تردوو لوګی سه
تر ناموس او دینقربان می سراومال دی
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
حبیب الله قلم مل
نفس مو پخپله دغلېم غوندي شيطان غوندي دى
په دې وړوکي تن کي پروت دى دجهان غوندي دى
بېله شيطان له ماليارۍ يه کوي کښت دګناه
په دغه کارکي روزل سوي ددهقان غوندي دى
دوجودغړوښوته بد بدو ته ښه مه واياست
خير دي که زړه مو دهيواد دپارلمان غوندي دى
ښکلۍ که څومره وي سپين مخى افسوس زړه يي تور دي
په مخ صفا په زړه صفا کله جانان غو ندي دى
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
حبیب الله قلم مل
\\ کندهار
نفس مو پخپله دغليم غوندي شيطان غوندي دى
په دې وړوکي تن کي پروت دى دجهان غوندي دى
بېله شيطان له ماليارۍ په کوي کښت دګناه
په دغه کارکي روزل سوي ددهقان غوندي دى
دوجودغړوښوته بد بدو ته ښه مه واياست
خير دی که زړه مو دهيواد دپارلمان غوندي دى
ښکلی که څو وي سپين مخى افسوس زړه يي تور دي
په مخ صفا په زړه صفا کله جانان غو ندي دى