د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

لينا فدا

د لينا فدا پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

10 خپاره شوي شعرونه

اخترهبشپړ شعر ولولئ

اختره

لينا فدا

سترګو کې انځور زما د خيال واخله
نن خو مې د لاس د کرښو فال واخله
دا ستا په د رې ورځو به هيڅ وه نه شي
اختره داځل مې ټول کال واخله
چې زنګوي مې ستا د خيال په بڼ کې
راشه زما د فکر ټال واخله
چې دواړه پرېوځوو له کبرو غرور
يار نه جلال ما نه جمال واخله
ته پرې د زړه کعبه ودانه کړه اوس
زما د زړه د کور دېوال واخله
چې ستا د نوم کرښې پرې نه راکاږم
واخله د ګوتو مې کمال واخله
فدا ځواب به يې پخپله مومې
لږ د لمدو سترګو سوال واخله

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

لينا فدا

که خپل يار غواړې جانانه نو خپل ياره پورې راشه
که ګلان غواړې لاليه نو ګلزاره پورې راشه
دا اوږده اوږده مزلونه يو څو ګامه کړه راخه نو
څو چې سترګې رپومه ته دلداره پورېراشه
ما به خپله را پيدا کړې که يو دوه قدمه واخلې
ته د کلي نه راووځه لږ د ښاره پورې راشه
ګودرونه هماغه دي ديدنونه په کې نه شته
ځان به ټول تا نه فدا کړي د لينا ساده مينه
ته يو ځل خو توکل کړه ننګرهاره پورې راشه

د زړه حالبشپړ شعر ولولئ

د زړه حال

لينا فدا

دغه زما د فکر ټال څه عجيب غوندې دی
چې ز نګو ي مې ستاخیال څه عجیبه غوندې دی
چې په لېموکې يې تصوېر را ځاېولی نه شم
دېار ښاېست د ېارجمال څه عجیبه غوند ې دی
د ښامارانو مېنځ کې شین چې دخندا نه پروت دی
زما د وریځو مینځ کې خال څه عجیبه غوندې دی
چې ورته ډکې مې له اوښکوشي دسترګو پيالې
اشنا ستا زېری د وصال څه عجیبه غوندې دی
دا چې تيارو کې يې رابند او تیندکونه وهې
زما د تورو زلفو جال څه عجیبه غوند ې دی
چې پټه خوله ګرځم او حال چاته ویلی نه شم
فدا ګوګل کې د زړه حال څه عجېبه غوند ې دی

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

لينا فدا

چې راڅاڅي داشناله نظرڅاڅکي
لکه ګل باندې پراته دسحرڅاڅکي
څنګه زړه ورته کچکول په مخ کې نکړم؟
تویوي مې چې اشناپه هنر څاڅکي
سپینې غاړې ته امیل ترې جوړومه
ټولومه د ګلاب نه دسر څاڅکي
دلمن داغ دې په اوښکووینځی نه شې
پرې پراته دي دا زما د ځیګر څاڅکي
زماخيال تراسمانونو لينا رسي
ماشمارلي دي دبازپه وزرڅاڅکي

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

لينا فدا

دا چی ګیله کړم بی وفاغوندی یی
زما اشنا اوس نا اشنا غوندی یی
که می هرڅوشی له نظره پنا
ځای می په زړه کی ددرزاغوندی یی
اوس می لیموکی ته ځایږی چیرته
لکه د اوښکو وار خطا غوندی یی
دعشق بازارکی زړه قیمته اخلی
بیایی له نازه بی پروا غوندی یی
سپوږمی خنداخودی دیارغوندی ده
په زړه دردمنه به زما غوندی یی
سپوږمی دلری راته ولی خاندی
لږه نږدی شه ته دچاغوندی یی
سپوږمی دچا کړی انتظاردلری
لکه چې ته هم د فدا غوندې يې

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

لينا فدا

اوښکې له اوښکو شرمیدې سترګو کې
دچا په یاد چې ګرځېدې سترګو کې
ما خو له ویرې نه سلګۍ ونه کړې
اوښکې خوډیرې تلې راتلې سترګوکې
لکه پتنګ شوم درنه زار څو وارې
لکه ډیوه چې بلیدې سترګو کې
قصور یوازې دزړګي خو نه دی
څه په اسانه ځایدې سترګو کې
دزړه په کنج کې یې میلمه غوښتلې
تا پسې اوښکې تاویدې سترګوکې
څه نا خبره درنه لاړو اشنا
فدا چې پټه ژړیدې ستر ګو کې

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

لينا فدا

نه لتا سره ژوند کړای نه بې تا
مبتلا دې کړمه داپه څه بلا
سپينه ورځ کې اوښکې پټې ګرځوم
توره شپه کې لکه شمع کړم رڼا
تخیل سره مې لوبې کړې بې درده
ته احساس ېې که بنده یې په ریښتیا
په زړګي مې شومه هله بد ګمانه
چې یې واوریده د مړ زړګي درزا
که کلونه دې تر څنګ تیره وی نه شم
ربه وا مې خلې د یار په ځنګون سا

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

لينا فدا

د ښاغلي اټک ديوې غزلې پر ځمکه

څه جادو دې په ما کړی جادوګره
راته وواېه زما دزړګي سره
نه مې خوب نه مې ارام نه مې قرارشته
شوګیرې کړم لکه شمع تر سحره
هسې ستا د ښکلي مخ تاب مې را واخلي
لکه پرخه چې شي ويلې تا ته لمره
دادې یاد دی چې په زړه مې کړی مېچنې
چی غزل شم کله درد کله سندره
دادې قدر دی اشنا ته څه پوهیږې
چې دې نه پلورم په سرو زرو خبره
دنېاګۍ به مې دزړه شي ټوله ړنګه
که خفه شوې د لينا فدا دلبره

چل مې زده کړبشپړ شعر ولولئ

چل مې زده کړ

لينا فدا

د هېرولو چل مې ستا نه زده کړ
د تنها تللو چل مې ستا نه زده کړ
يو يو مې ټول کړل ستا يادونه ياره
دسوزولو چل مې ستا نه زده کړ
زړګی مې کلک سترګې مې سپينې کړلې
ازارولو چل مې ستا نه زده کړ
لکه ماشوم په ژړا زړه سپکوم
د صبرولو چل مې ستا نه زده کړ
زما خو ټيټ ول د حيا نه باڼه
پورته کتلو چل مې ستا نه زده کړ
زما په زړه کې به تر اوسه ته وې
خو د ويستلو چل مې ستا نه زده کړ
فدا بلبل غوندې خندا پېژنده
د ژړېدلو چل مې ستا نه زده کړ

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

لينا فدا

د ژوند کوڅو کې خو هر چا وليدم
ښه شوله دا چې اخر تا وليدم
د تورې شپې تياره ګواه ده په ما
ستورو هم تا سره بيا بيا وليدم
ما ته رقيب په برندو برندو کتل
چې دروازه کې يې زه ستا وليدم
د رقيب زړه خدايږو په ما وسوځېد
چې يې ستا ياد کې په ژړا وليدم
خپلې ژړا باندې پښېمانه نه يم
که ما ونه ليد خو فدا وليدم