د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

خالدهادي حیدري

د خالدهادي حیدري پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

36 خپاره شوي شعرونه

دخالد مرګبشپړ شعر ولولئ

دخالد مرګ

خالدهادي حیدري

زما دمرګ د ویر سندره چي خپره کړئ
دوطن دپیغلو منځ کي به ناره کړئ
هغه څوک وه چي خالد باندي مین و
هغه راولی ، وروستی دیدن په وه کړئ
ما وعده ورسره کړې ده ملګرو
ها راپریږدی ،  دا ارمان مي راپوره کړئ
هغه پریږدی چي لږ وژاړي په زوره
دخالدپردیس جسد ورته ښکاره کړئ
دهغې د نازولو سترګو نم دی
زما څهره لکه زم زم باندي لنده کړئ
دهغې دغم ټناکو شونډو یاد دی
زما دسپین کفن مختاړه باندي سره کړئ
هغه پریږدی چي دا وګوري په خپله
دلحد خاوري په سترګو را شوه کړئ
دوطن راتلونکي ګل چي تږی نسي
دپردیس خالد په وینو ئې اوبه کړئ
دوطن دمور په غیږه کي پیدا وم 
دوطن دمور په غیږ کي مي بیده کړئ

دوطن دجنګه ستړي خالد مړ سو
زما پر شناخته بس همدغه نوشته کړئ

 

پښتانه !بشپړ شعر ولولئ

پښتانه !

خالدهادي حیدري

داچي څونه مخته ځي نه ګوري شاته
چي له موږه ! ځیني ښه او که بد پاته
په ړندو ئې دتیارو په سر مزل وي
ړناسوز وي له ناکامه یو فتوا ته
دبابا په توره غټ غټ ځان ته وائې
ځان ئې هیرسي چي سرټیټي دي هرچاته
ترسنګره سرپه لاس درومي په مینه
په دوتر کي شرمینده کښیني دنیا ته
چي ترڅو دپښتانه مرض درک نه کا
ترهغو ئې اثر نه راځي دوا ته
چي لسټوني دپښتو خدمت ته نغاړي
تنهائې اوبیوسي ئې کړي ملا ماته
دوجود دپنجرې سوري ته ناست وي
لکه شمعه روح سیتۍ سي و سبا ته
چي ئې سترګي د تعلم په نور بینا سي
نابینا ټبرئې ټیل وهي بلاته

چي تر څو دپښتانه په نوم ټول نسي
دخزان په لاربه پلونه ږدي فنا ته

مذهببشپړ شعر ولولئ

مذهب

خالدهادي حیدري

یو داسي لیونی چي بلا ئې لیونتوب وي
چي شپې ورڅه بېریږي
تیارې ورځني تښتي
چي ستوري په لاسو کي
او
خمار وړي په لیمو کي
چي سحر غوندي
چي لمر غوندي جانان ته
سره اورونه
پرهرونه
سر پرسر په زړه کي ساتي
چي تندی وهي له کاڼو
چي بلا ئې نامي توب وي
چي ورک وي له خپل ځانه
تقدرونو ته پښتون وي
چي ئې سر له باغي توبه
ټیټېدل نشي منلی
چي دارونو
زنځیرونو ، زولنو ته
عقیدې ئې منصوري وي
چي بلا ئې یاغي توب وي

وایه داسي لیونی به !
ها مذهب څنګه قبول کړي
چي توبې وي
چي سجدې وي
چي خلوت وي ، سترګي سرې وي
چي ملا وي
مریدان وي
جنتونه وي ، وعدې وي
چي هرڅه پکښي رواه وي

خو

لیونتوب پکښي ګناه وي
یاغي توب پکښي ګناه وي

پښتونه !بشپړ شعر ولولئ

پښتونه !

خالدهادي حیدري

ما په لر وژني پښتونه

تا په بر وژني پښتونه

زما وستا نسل کشي ده

دا ټبر وژني پښتونه

هله ژر سه را ولاړ سه

دنفاق اورونه مړه که

کنه یو یو به همداسي

په هنر وژني پښتونه

نن میوند په اور کي سوځي

نن خیبر په اور کي سوځي

ستاپر کور اورنه بل دي

ستا بشر وژني پښتونه

دغلیم واري ته ځیر شه

ستاپه وړاندي تباهي ده

ستا مکتب په اور کي سوځي

ستا ثمر وژني پښتونه

تا له علمه لیري
ساتي

ستا همدغه کمزوري ده

چي تا علم ته رابولي

هغه سر وژني
پښتونه

نن دي وار دویښېدو دئ

ځان اګاه که ځان اګاه که

دا دتورو شپو
زامن دي

زرین لمر وژني پښتونه

ستا یوالي کي بقا ده

ستا نفاق
ستا تباهي ده

ستا وڅنګ ته غلیم ناست دی

ستا باور وژني پښتونه

دا دنن
ګورګین ته ویښ سه

دبابا تدبیر درواخله

چي یوازي او په تش لاس

ټول لښکر وژني پښتونه !

وطنهبشپړ شعر ولولئ

وطنه

خالدهادي حیدري

زمــــــــوږ او ستا ميـــــــنه وطنه
د مجــــــــــــــنون او دلــــــــيلا ده
هر معـــــــــــدن دي خــــــــزانه ده
هر لويشـــــــــــــــــــته
دي طلا ده

هر سنګر دي کلک تر غرو دی
ساتل شـــــــــــــــوی په زمرو دی
هر ګل بوټــــــــــی دي ګوهر دی
هر تــــــــــيږه دي کيمـــــــــــــيا ده

هر درياب دي رودٍنــــــــيل
دی
د فرعـــــــــون د سر قتـــيل دی
هر څانــــــــــــــــــــــګه د بهار دي
په سرو وينو خوشنـــــــــــــما ده

هر مرچـــــــــل دي فولادي دی
هر بچــــــــــــی دي غــزنوي دی
هر
غاوٍر دي ابــــــــــــدالي دی
هره لـــــــــــور دي زلــــــــيخا ده

هر آواز دي زلــــــــــــــــــــــزله ده
هر پاڅــــــــــــــــون دي تـجله ده
هره ښــــــــکلې کارنـــــــامه
دي
حيــــــــدري ته رهنــــــــــــــما ده

پاکستان ته !بشپړ شعر ولولئ

پاکستان ته !

خالدهادي حیدري

ته مي تاریخ ته مي فرهنګ ته مي ایمان غوڅوې
ته مي په شوم هوډ لراو بر افغانستان غوڅوې

بلايې واخلم ته وا څه د ژوندو لؤ خو نه دئ
چي لور په لور زموږ د کلي
انسانان غوڅوې

پرون دي زما پلونه ، بندونه ،فابریکې ویشتلې
نن په بمو مي د ښونځیو ماشومان غوڅوې

چي دي د اصله د غیرت اوبه څښلي نه دي
وایه په کومه توره دا دجنګ میدان غوڅوې

زما
مي پنځه زره کلن تاریخ د کاڼي کرښه
ته ددو ورځو ماشوم ولي په ما ځان غوڅوې

لږ خو را وړاندي شه غلمیه ! په ښکاره میدان ته
بیابه پخپله خپلي پښې په دې ارمان غوڅوې

مامي پښتون عزم ته کړې د پلرو
کېسه ده
ګورم چي څنګه ته لما پښتونستان غوڅوې

ځوانمرګه یارهبشپړ شعر ولولئ

ځوانمرګه یاره

خالدهادي حیدري

ځوانمرګه یاره
د حس افواج مي ستا په یاد پسي جهان لټوي

ځکه نل ډوله مي هر أه مست بلبلان لټوي
سپېره شمال دي په مړه خوله د مرګي زېری راوړ
چي تصور مي په هجوم
ستا هر داستان لټوي
کوټلو وینو مي ماشوم زړه کړ په جبر خفه
ځکه احساس مي کړاونه او زندان لټوي
یا سور شفق
مي درخسار ستا د ناورین په سبب
په خپل کوګل کي انعکاس ستا دوجدان لټوي
د روح ښيښه به مي په لیچو د تقدیر سي ماته
چي ستا تصویر کي هر ګړی څیري ګرېوان لټوي
ستا پر بالین مي ګوهرناکه اوښکي محوه شولې
ځکه چشم
ان مي د سینې دخون باران لټوي
چي حیدري پت زنګوي ستا د فاني هیلو ټال
خود به ځیګر په لطیف عقل د اسمان لټوي

پسرلیه !بشپړ شعر ولولئ

پسرلیه !

خالدهادي حیدري

ای سپرلیه ! په خیر راغلې د ګلشن پر عاشقانو
له فردوسه دي راوړي نمونې د سرو ګلانو
د هر دښت پر سینه ښکاري سرې خیمې بیا د غاټولو
ستا وږمو ته له هوسه اټن پیل کړ بوراګانو
دفضا په وسیع غیږ کي پیغلي وریځې درته ناڅي
دالماسو دانې پاشې د نرکیسو پر شونډانو
دغوټۍ په سره لړمون کي لټوې پټ پټ رازونه
دګلاب سینه کړې څیري په فریاد د شنو طوطیانو
دا پردیسه ترانه حیدري درته ډآلۍ کړه
تل تحفې درته راوړي بیا تخیل د شاعرانو

((کتل))بشپړ شعر ولولئ

((کتل))

خالدهادي حیدري

ای
ته چي وګورې وماته
خوار وجود مي شي بې سېکه
دا بې واره
بې
اختياره
ستا و پښو ته چي در توې شم
ستا قدم ته چي سجده شم
ته پوهيږې چي دا ولي ؟

ځکه !
ټول ذره ذره
شم

----------------------------

برجپورټ ، کینډيکټ

کابله پام کوه پاڅون ونه کړېبشپړ شعر ولولئ

کابله پام کوه پاڅون ونه کړې

خالدهادي حیدري

د کابل د ۲۸ د مئ خونړیو پېښو
ته

کابله پام کوه پاڅون ونه کړې
ستا د دې ورانو کوڅو روئ در وړمه
ته لا په خپلو پښو
دریدلاې نه سې
ستا د یتیمو بچو روئ در وړمه
ستا په رګو کي وینه وچه ښکاري
پام پرونۍ جګړې دي هیري نه کړې
ستا په غوږو کي ازانګې ژوندۍ دي
ها د ناهیدي کریږي هیري نه کړې
ستا لا زاړه زخمونه نه
دي ټکور
نوي زخمو ته سینه مه ورکوه
غلیم پوهیږي چي زخمي زخمي ئې
دا ستر ارمان دي بې څه مه ورکوه
ستا پر اوږو لا ستر ښامار بیده دی
کابله ځان دي په خوله مه ورکوه
پریږده چي ستړي سي پردي
ګامونه
دا ستا کنډو کنډو کوڅې وګوري
دا بشر دوسته ټېکه داره نړۍ
ستا ډله یزی جنازې وګوري

څه د کومک څه د مطلب په پلمه
ستا بدي ورځي ترخې شپې وګوري
خو
تر هغو کښینه چي خوځښت ونه
کړې
بې وخته وار دي تباهي زېږوي
پښتنه پیغله ذوکلیدلې ډیره
خپل انتقام ته ابدالي زېږوي

چي هر ښکیلاک ته سبقونه ورکړي
داسي اکبر او مسجدي زېږوي

کابله تم سه چي تلوار ونه کړې

ستا صدقه سمه چي وار ونه کړې

خالدهادي حیدري
الباني = نیویارک د مئ ۲۹ مه د ۲۰۰۶