د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عبدالصبور صابري

د عبدالصبور صابري پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

7 خپاره شوي شعرونه

نظمبشپړ شعر ولولئ

نظم

عبدالصبور صابري

 درته له مینی هرکلي وایی نن
زیری دځان دخپلواکي وایی نن
نور په تیاروکې ژوندون نکوؤموژ
نورناپوهۍ ته رخصتي وایو نن
زرغون سپرلیه په خزان راسه
په پاکه خاوره دافغان راسه
دی دردیدلی خاوری ډیر ژړلي
نوریی زخمونو ته درمان راسه
دلته بی شمیره مظلومان اوسیږي
دلته بی وسه افغانان اوسیږي
خدایه همت راکړی له ننګه سره
دلته بچي داحمدخان اوسیږي
نوری مو زړوکې ولولی راغلي
نورموپه ژبو حماسی راغلي
خدایه رحمان یی په مونږ رحم وکړه
په مونږه ډیری ناکردی راغلي
خدایه رسوا کړی هردښمن دخاوری
چې دې هیواد ته دسیسی جوړوي
نوریی تالا کړی ددی ځمکی په سر
چی څوک زمونږکور کې لانجی جوړوي
خدایه پرتا باندی باورلرو مونږ
په مونږ کې سوله او وحدت راوله
مونږ تاته ډیر ډیر امیدونه لروؤ
زمونږه زړونو کې الفت راوله
زار شم له تانه ای رحیمه ربه
نورپه دی خاوره کې سپرلي راوله
نوره له سولی او عرفانه ډکه
نورورورولي اوسوکالي راوله
مونږه بلا ډیرانتظار کړی دی
ددی هیواد دسرلوړي امید کې
موژ توکل په پاک الله کړی دی
هوانشاالله دصابري امید کې

دهیواد سلګۍبشپړ شعر ولولئ

دهیواد سلګۍ

عبدالصبور صابري

ګران هیواد می راته وویلی سلګو کې
ټول ټټرمې شو سوری سوری ګولو کې
هربچی می رانه درومي یو په بله
لمسوي یي یواوبل خپلو حجرو کې..
ډیر بی رحمه ظالمان دي نه شرمیږي
سوځوي می هر یو چم په سرولمبوکی
خوشحالي یي يو پردوه شي چی يي ګوري
چی بچیان مې کله رغړي وینوسرو کې
دا دوستان نه دښمنان دی که پري پوه شی
درکوي زهر دشاتو په کاسو کی
سوچ او فکر ورته وکړی څه روان دي!
ټول افغان یی دی ویشلی په نقشوکی
داهیواد دافغانانو پیوند غواړي..
صابري که ته پوه شوی یی بیتوکی.

۱۳۸۷ ننګرهارپوهنتون

 

اخترهبشپړ شعر ولولئ

اختره

عبدالصبور صابري

ځان سره راوله خوښیونه کاروان اختره
چی پری خوشاله شي ناچاره یتیمان اختره
چی یی دتن جامی زړی دي له مودوراهیسی
پیوند یی نه دی لا سوری سوری ګریوان اختره
پیزاریی نشته دي پښی ابله په کوڅوکی ګرځي
اوښکی یی پاکی کړه ژړيږي مسکینان اختره
څوک مروروینم یوبل پسی چغی وهي
روغبړیی وکړه چی خفه دي افغانان اختره
مونږلاتراوسه دجنګونوځنی ستړي نه یو
راته ډالۍ که سوکالی سره عرفان اختره
چادمظلوم په ظلم ځانته هره ورځ اخترکړو
پری کربلا شه ژړوي می ظالمان اختره
هره ګړی دی یادوي په امیدونو کی تل
په صابري باندی نن ووره باران اختره.

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالصبور صابري

مړی سترګی می خوښی دي خمارلري
ده کونجي د مینی زړه ته لار لري
ماته چی شی مړی سترګی رسا په مخ
خدایګو چی له توری سخت ګذار لري
بیابه څوک پیوند کړي دازخمي زړګۍ
روغ به نشی داسی سخت پرهار لري
بیا به په طبیب او ملا څه اوشي
سترګی خو له سترګو نه بیمار لري
بل علاج یی نشته که سل وګوری
بس یوه مسکا او یو دیدار لري
پریږده صابري د سترګو مه وایه!
سترګی نن په سترګو کی ریبارلري.

پښتونهبشپړ شعر ولولئ

پښتونه

عبدالصبور صابري

څنګه دی هیره کړه پښتوپښتونه
تاته میراث دی دنیکو پښتونه
دخپل نیکه اباتاریخ دی یادکړه
ځان کړه خبر دافسانوپښتونه
چی ستادتوری شړنګ به وختلو
شوبه جهان په لړزیدوپښتونه
ډیرپرنګیان دی په توبوتوبه کړل
ای دافغان دهسکوغروپښتونه
راشه قلم کتاب په لاس کی واخله
پریږده خوبونه دحجروپښتونه
دصابري چی پری قلم روان شو
بیایی خبرکړی په شعروپښتونه.

نصیببشپړ شعر ولولئ

نصیب

عبدالصبور صابري

زړګیه ولی دی نصیب ویده دی
تا خو په ما څه امتحان راوسته
تاخو په ډیروفیصلی کړی دي
زماپه هیلودی طوفان راوسته
داخومنم چی ښکلی ټول خوښوي
خونن هغه ښکلي دنیا کی نشته
زړګۍ می ځکه تری خفه خفه دی
رښتینی مینه نن په چاکی نشته
خوکله کیږی هغه دغه ځینی
زړګی خوغواړي یو جهان دمینی
هسی نصیب یی کله کله ویښ شي
چی پری ورپیښ شي کوم جانان دمینی
راشه چی نن پری قضاوت وکوو
دلته عادل غوندی قاضی ورک شوی
چاراته وویلی په غوږکی داسی
په صبرصبر صابري ورک شوی.

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالصبور صابري

چی په زړه باندی دی بله پاچاهي شي
که شاه هم یی درته پیښه غلامي شي
داانصاف دمعشوقودی نورڅه نه دي
په عاشق اورونه بل کړي ټول ستي شي
سوچ اوفکرورسره وي ټول دمینی
ورځ په ورځ یی زیات غمونه دزړګي شي
لیونی شي سربډاله غوندی ګرځي
تری نه پاتی ددنیاواړه هستي شي
هریوکس ته به دزړه حالونه وایی
ځکه کوراوکلي چم کی تهمتي شي
دزړګي واګي یی لاس کی دبل ورشي
که په صبرصبر یارورته راضي ش
بس په تمه دجانان رضاکی پروت وي
چی دمړی سترګی به کله ریباري شي
ډیرویریږي دزړګیوپاچاهي نه
هسی نه چی کله ګیرپری صابري شي