پښتو ادب · شاعران
رڼا مومند
د رڼا مومند پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
16 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
رڼا مومند
د زړه دردونو کی می شور نه ښکاري
نن می ټپونه پری ټکور نه ښکاري
باڼه د سترګو پری ستی غوندی شول
باڼه چی ستا ورته په لور نه ښکاري
ما ویلی غم به دی په زړه ساتمه
یاغي مرغه شو نن په کور نه ښکاري
څه لباسی غوندی وختونه راغلل
سپینو کی تور مو چیرته تور نه ښکاري
ظلم جفا سره عادت شولو نن
د شرم نوم کی څه پيغور نه ښکاري
څومره ساړه د زمانی زړونه شول
احساس د مینی کی چی اور نه ښکاري
نن د الفت اغیار په لوړه ناست دی
د انسان مړینه ورته پور نه ښکاري
په دواړه سترګو نن ړانده دی ګوره
د زړوو قاتل په قتل تور نه ښکاري
د رڼا خیاله لاس می پورته که ته
پاتی په زړه کی چیرته زور نه ښکاري
نظمبشپړ شعر ولولئ
نظم
رڼا مومند
د زړه کړکی می په تلواره وهي
باران د وخت څه په تلوار روان دی
ما څه عبرت ورنه په لاس نه کړلو
ګومان د هیلو په قرار روان دۍ
څومره جرس د هر قدم را خیژي
کاروان د اوښکو په هربار روان دی
بیا می ډولی د هیلو ډکه ښکاری
زړه ګۍ می ډک له انتظار روان دی
د زړه خبره به په خوله غواړو تل
منزل د مینی په اعتبار روان دی
د حق په لار کی قدم پورته ښه دی
خیر که زمان لا په انکار روان دی
یو لاروي د تورو شپو په منځ کی
هدف د ژوند مو په سهار روان دی
دا د جسمونو جنازی مه ژاړه
هر یو وګړی په دی لار روان دی
رڼا چی خوا دی خزان نه شی ګلۍ
ارمان د زړونو په تکرار روان دی
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
رڼا مومند
لاره دهیلو مو اوږده ښکاریږي
ډکه له اوښکو پیمانه ده ښکاریږي
عقل منطق او انسانیت تری درومي
څومره بی ننګه زمانه ښکاریږي
نښه دمینی او الفت ورکه ده
بس له مطلب سره چاره ښکاریږي
د ډالر قدر مو له ورور نه لوړ شو
څه بازاري غوندی کیسه ښکاريږي
ویالې د حرص په هری خوا بهیږي
د دنیا مینه مو میلمه ښکاريږي
هریو نیوکه پر یو بل کوو نن
څومره بدرنګه سلسله ښکاریږي
خدایه، سبا ته راته ښکلئ کړه بس
که نه بدرنګه زمونږ شپه ښکاریږي
رڼا لږ پام کوه چې خلاصی نه شي
د زړه په وینو ګذاره ښکاریږی
افغانستانبشپړ شعر ولولئ
افغانستان
رڼا مومند
چې په سترګو ژړیدلی هغه زه یم
چې هردم نن کړیدلی هغه زه یم
چې لوګی مې ارمانونه د زړګي دي
چې په زړه کې ویشتل شوی هغه زه یم
زه غلام د آزادۍ په هر قدم کې
چې په مینه کې مړه شوی هغه زه یم
هر اندام مې بیلوي له خپله تنه
چې له ځانه مې بیل شوی هغه زه یم
ځای زما د اسیا په غیږ کې پروت دی
خو له زړونو ایستل شوی هغه زه یم
خپل بچي راته غله شوي څه به کړمه
وار په وار چې رټل شوی هغه زه یم
نن په یاد د احمدشاه، او یا میرویس کې
چې په کوکو ژړیدلی هغه زه یم
واه،هردم د سوداګرو په سودا کې
وار په وار چې پلورل شوی هغه زه یم
خود به لامبم په مزار د خپلو وینو
په هردم چې ځوریدلی هغه زه یم
خود به خړ زما اسمان د ارمانو وي
چې په اور کې سوزیدلی هغه زه یم
رڼا ته خو ګیله منه له پردويې
خدای چې خپلو دردولی هغه زه یم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
رڼا مومند
زما کلی زما ښار په وینو سور دی
د افغان دمینی یار وینو سور دی
نن خاټول او لاله دواړه په سلګو دی
نن دکلی هر چنار په وینو سور دی
چې بیرغ د سوکالي می پورته غواړي
نن می هغه شهسوار په وینو سور دی
خود به ژاړي پرونی ناوي د زړه می
سپین ټټر باندی یی هار په وینو سور دی
خدایه چاته به دزړه حالاونه وایم
چې می نن دزړه قرار په وینو سور دی
دا دچا له لاسه ماته شوه راپيښه
چې می ډک د زړه بازار په وینو سور دی
نن زما دزړه ټوټو باندی سودا کړي
سرو منګولو کی هرکار په وینو سور دی
دلته مه راځه زه خاوره دافغان یم
دلته هرقدم دلار په وینو سور دی
زړه ستا په یاد ډوبیږيبشپړ شعر ولولئ
زړه ستا په یاد ډوبیږي
رڼا مومند
زړه ستا په یاد ډوبیږي
رڼا مومند
کله چې لمر زم
ونږ په کلي باندې
خپلې رنګینې او زرینې څڼې
کرار،کراره را خورې ورې کړي
کله چې شین آسمان خړ پړ غوندې شي
او بیا په زوره زوره وژړیږي
کله چې سپینه څوارلسمه سپوږمۍ
د قو بڼکۍ په شان
سپینه رنګینه لمنه
زمونږ
په کور کلي را وغوړوي
نو ته،
نو ته،
زما له څنګه لري یاره
په هغه دم کې ما په یاد ولره!
هو!
ځکه هر وخت
زه په هغه محال کې
له لرو،لرو
فاصلو نه ګله!
ستا د یادواو خاطرو په
هیله
هره شیبه او هر ساعت تیروم
ځکه،
هردم داسې
شیبوکې!!
زړه ستا په یاد ډوبیږي