پښتو ادب · شاعران
ِډاکټر فيض الله (ثاقب)
د ِډاکټر فيض الله (ثاقب) پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
د کډوال غږبشپړ شعر ولولئ
د کډوال غږ
ِډاکټر فيض الله (ثاقب)
لکه بت په سترګو ړوند ګونګ په زبان يم
که په عقل افلاطون يم خو نادان
يم
په کردار او نيت کې پاکه پرښته يم
خو څه نلرم مجرم د ټول جهان يم
پلار مې نشته چې مې لاس په سر راکش که
د پردو په در کې پروت تل په ګريان يم
د اغيارو د فرېب جال کې ګېر شوی
د جفا اور کې ماهي غوندې بريان يم
له خپل کوره د نفاق طوفان راوړی
د فنا درياب کې زړه نازړه روان يم
ياره دومره تکبر او غرور مه کړه
خير که څومره يم بې وسه خو انسان يم
څو مې روح پدې خاورين کالبد کې ګرځي
انکار نه کړم دا به
وايم چې افغان يم
د ف – ث قلمه هر وخت رښتيا ليکه
خير ده نن که پردېسي په پاکستان يم