پښتو ادب · شاعران
رحیم ګل څاروان
د رحیم ګل څاروان پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
6 خپاره شوي شعرونه
پټ رازبشپړ شعر ولولئ
پټ راز
رحیم ګل څاروان
چې هر څو دی هیره ومه را یادیږې
ګلې دی کې دی را نغښتې کوم پټ راز دی
ټول غږونه
در نه ځار او صدقه شه
له غوږو سره اشنا مې ستا اواز دی
پټکې او اداګانې دی مزه کا
په هر څه کې قبول کړی مې ستا
ناز دی
دچا خوښ دي درباب او دسیتار غږونه
خو په ما ګران دشینکي رود شینکی ساز دی
سره رانجه یې دي په سترګو
پورې کړي
ښایسته شوی دغره زرک له دنګه باز دی
۲۰۰۸،۰۲،۱۰ وزیر اکبر خان - اشنا تلویزیون
دکلي ماذدیګربشپړ شعر ولولئ
دکلي ماذدیګر
رحیم ګل څاروان
لمر وې زرېنې کړې خپلې تتې وړانګې
دتیارو غیږ ته یې سپارلې وی
اجل نېولې وړانګې
دغره په سر وه داسمان سره لمن
غوړېدلې، خوب نېولې
پاس دتوتو په لښتو چیغه هار
دتوتکیو
زړه ته نېغې ور وستلې دخدای ښکلې نغمې
دلنډې غونډۍ په سر په هاغه پنډه تیګه
دڅیوڅیوکو خال اذان غږ
ېده
پاڼې ټولې وې را ټولې په اتڼ وې په ګډا
نري باد وې اخته کړې په چکچکو په نڅا
د چېنې خوا ته وې را غونډې
دبر
او کوز کلي ټولې پیغلې
په نازکو او پستو لپو یې
ډکول په غمیو پوښلي منګي
وه دمستۍ او دځوانۍ شېبه
په کړس
خنداوو وه را ګېره
دماذدیګر هغه رنګینه فضا
دګودر غاړه وه له شور ماشوره ډکه
ترنګ دجامونو له منګو
واته
دسپینو لېچو له بنګړو به چې شرنګ شو پورته
څه وه دخدای په نعمتونو اورېدلې سیمه
خدایه تل لرې
ژوندی
ها دکلي
هغه زرین او میئن ماذدیګر
۲۰۰۸،۰۱،۲۱ وزیر اکبر خان - اشنا تلویزیون
د زړه څړیکهبشپړ شعر ولولئ
د زړه څړیکه
رحیم ګل څاروان
اه د زړه له تله مې راوځي یوه څړیکه چې دی ووینمه
سترګې مې تور وخوري، رڼا شي تاریکه چې دی ووینمه
خوب او خیال، خندا هر څه مې تا پورې تړلي ګلې
ګوره چې ونه شلوې دا پاکه اړیکه چې دې ووینمه
خالقه خدایه کاشکې ما دانټرنیټ دنیا نه پیژندی
داټوله مینه شوه پیدا له بریښنالیکه چې دی ووینمه
ولې داسې کیږي؟بشپړ شعر ولولئ
ولې داسې کیږي؟
رحیم ګل څاروان
چې یې خوږ نوم څوک په خوله واخلي
یا یې څوک هم یادونه
وکړي
یا یې کله هم تلویزیون په پرده
ددې دنیايي حورې تصویر ووینم
له خوږې او جادوګرې ژبې
ددې ویاندې نغمه
ایز څو خبرونه واورم
یا یې په ګوډه او ماته انګلیسي ژبه
یو څو تورې بریښنالیک ولولم
نو بس په زړه باندې مې
څړیکه راشي
یو خوږ درد مې له زړه تیر را تیر شي
یوه شیبه خو بې سدي مې غیږ کې کلک ونیسي
په ځان نور نه پوهیږم
له زړه نه تل پوښتم چې داسې ولې کیږي؟
زړګیه ولې یې لیدو ته
دومره ستړی کیږی
دومره لیوال یې څله
اخر په
تا څه شوي دي
زړه مې ځواب راکړي، ساده غوندې یې
زه اوس له تا نه یوه شیبه
دهغې کره میلمه یمه
او دهغې کره م
یلمه یمه
۲۰۰۷،۰۹،۰۷ کارته نو- کابل
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
رحیم ګل څاروان
يارانو لږ دحسن او ښکلا خبرې وکړئ
مجنون ته هم دمېنې او لیلا خبرې وکړئ
له ډېرو ژړاگانو مو گریوان په اوښکو لوند دی
دغم خبرې مه کړئ دخندا خبرې وکړئ
کږلېچو ډېرو لارو حوصله نده راپرېښې
زمونږ دچم مشرانو نور رسا خبرې وکړئ
غیرت په خوله یادېږي خو غیرت په چا کې نشته
دروغجنو بېغیرتو نور رښتیا خبرې وکړئ
زما دزړه په کور خو یې نن حسن یرغل کړی
جهاد دی ملایانو دفتوا خبرې وکړئ
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
رحیم ګل څاروان
په سوچونو، خوب او خيال کې مې جانان دى
په سندرو، ساز اوتال کې مې جانان دى
په تعويذ دملايانو به يې ياد کړم
دفالبينو په هر فال کې مې جانان دى
نيمه شپه له خوبه پاڅم خداى ته ژاړم
دعاګانو خداى ته سوال کې مې جانان دى
ما خو ډېرې استخارې ورپسې کړي
خوب کې وينم چې وصال کې مې جانان دى
ښاپېرۍ به ورته سر پر زنګون کېږ دي
کوربه شوى په هلال کې مې جانان دى