د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

ډاکتر حسن- لندن

د ډاکتر حسن- لندن پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

54 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ډاکتر حسن- لندن

ډیوې دارزوګانو بلوم که ته راځې
جرګې دارمانونودرلیږم که ته راځې

چې کرښې دخفګان دې چیرته رانشي په ټنډه
زخمونه په تڼاکوکې ټومبم که ته راځې

دوصل په خوشبودې لمبیدل غواړي جانانه
جذبې دلیونتوب راویښوم که ته راځې

تیارې دبیلتون څیري په خوځښت کړه دبڼو
زه غیږ درته دسترګو غوړوم که ته راځې

هرڅودې که دحسن دغرورڅوکه ده هسکه
کیږدۍپرې دالفت درته وهم که ته راځې

باڼه به دې درانه شي په ګردونو زمونږ دکلي
سرې اوښکې دې په لاره کې شیندم که ته راځې

له ډیري مودې پروت دی ددردونو په کوڅه کې
ټوټې زړه د (حسن) راټولوم که ته راځې

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ډاکتر حسن- لندن

څه اور دخپل احساس مې څه پردوخوړلی یم
پردیس یمه جانانه اندیښنوخوړلی یم

اشناغوندې پیغام يې په ککوکې په خنداو
نن داسې نا اشنا سترګو چړوخوړلی یم

هر درد مې نغمې پیايي دزخمونو په ورشو کې
دعشق داسې نازبینو حادثو خوړلی یم

بس برخې دازل دي ما له زړه منلي دي
ته خانده لکه ګل که ازغو خوړلی یم

نه غم سره اشنا شوم نه ارام راځي بی غمه
څه داسې بونږونکو وسوسوخوړلی یم

زلمي چې مې په زړه کې لا دعشق دي ارمانونه
دا ټول دلیونتوب پیغلو جذبوخوړلی یم

بس څه مې کړې پوښتنه دلمرمخیو په مالت کې
شبنم غوندې (حسنه) پلوشو خوړلی یم

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ډاکتر حسن- لندن

یوازې دانه چې رڼا پسې نظر ګرزو
مونږ پتنګان يې په لمبو پسې وزر ګرزو

بس پښتانه یودازمونږه مجبوري وګڼئ
غټان تر پښو لاندي کو واړه په سرګرزو

نور يې له ځانه نه شړي دا دجنت ریباره
مونږ به ترڅو دجنګ ګولۍ پسې ټټر ګرزو

له مونږه مه غواړئ اوږدې دواعظانو کیسې
مونږ شاعران یو په کوزه کې سمندر ګرزو

یو به تش لاسې دامنم خو ستمګر مونږه
هغه سرزوري یو چې سر په زورور ګرزو

تري ډکوي منګي (حسنه) دچا پیغلې هیلې
مونږ چې داوښکوتل په سترګوکې ګودر ګرزو

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ډاکتر حسن- لندن

نن افغان دنوي وخت بهیر ور ک کړی
اسیاځکه دغور زنګ امیر ور ک کړی

زورور دزمانې يې لیکوالان دي
چې تاریخ دتوراوسپین توپیر ورک کړی

دجمال اود جلال پولې يې نشته
تصور مې چې دیار تصویر ورک کړی

زوراوزر يې په اسانه ځکه وموند
ددې خلکو اکثریت ضمیر ورک کړی

هر یو کس يې ټیل وهي دجنګ دریاب ته
لویه خدایه پښتنو دستګیر ور ک کړی

شیطانان دزمانې يې چې اوس لیکي
ملائیکو دپښتون تقدیرور ک کړی

یا به ځان یا به ظالم په کاڼو وولي
نن (حسن) لیوني بیا ځنځیرور ک کړی

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ډاکتر حسن- لندن

یو ځل خو دسپین مخ کړه راڅرګندلکه ایینه
ښکلا ته دې یم یاره ارزومند لکه ایینه

انځور دهر انداز دې زنګوي په تناونو
الفت مې تصور کړو هنرمندلکه ایینه

له سره منګي يې تاودي پلوشې لکه تر لمر
پړکیږي پرې له ورایه يې مړوندلکه ایینه

باور يې په جوهر دخپل شخصیت چې شي پیدا
شفاف او بې ریا يې شي ټول ژوند لکه ایینه

ځلا دتخیل مې که دشعر خوره وره ده
نغښتلی مې هم ډیر دی پکې پند لکه ایینه

ټوټې ټوټې زړګوټی به کوشیر نه کړې ټول عمر
هرڅو يې که (حسنه) کړې پیوند لکه ایینه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ډاکتر حسن- لندن

په پښو کې دجمود به يې دام پروت وي
چې په لاس کې دنا اهلو اسلام پروت
وي
هستوګن دګل خانې به ځنګه خوب کا
چې په څنګ کې يې قفس د بګرام پروت وي
دخپل ذوق تسکین پرې کړم ګنې
پوهیږم
زما به هم تش په کتاب کې کلام پروت وي
لکه پیغله پښتنه زینت يې زیات شي
چې په شعر مې
نری شال دابهام پروت وي
ستوري ټول پکې دانه وانه خواره شي
چې تر سرمې يې دزلفو ماښام پروت وي
دشعور په
نور دتګ لارې ته ګوري
چې په پیل کې دکار يې انجام پروت وي
دسبا بیلتون يې ژاړم لکه پرخه
کری شپه مې چې
په څنګ کې ګلفام پروت وي
مسکۍ شونډې راته ګوري لاس مې ریږدي
لکه تږي شرابي ته چې جام پروت وي
دکعبې په
طواف بوخت هره ګړۍ وي
په سینه يې چې دمینې احرام پروت وي
داځل صیاده هله يې سا واخله
چې (حسن) دیار په غیږ کې
ارام پروت وي

دسترګو په کونج کېبشپړ شعر ولولئ

دسترګو په کونج کې

ډاکتر حسن- لندن

یادونو مې فکرونه تخنول درته کنه
په ټال دبې خودۍ يې
زنګول درته کنه
چې کړی مواروا ګانو پټ پټونی پکې یاره
خمار هغه وختونه خندیدل درته کنه
دردونه کوربانه مې خبرول ستا له راتګ نه
زخمونه مې دزړه چې پلټل درته کنه
هرڅوکه راپسې وې دمحفل سترګې جانانه
په
کونج کې مې دسترګوخو کتل درته کنه
په پاڼو به دشونډود (حسن ) راویښیدلې
ا وس څنګه وې ویده چې ده ژړل درته
کنه

دمحبت یرغلبشپړ شعر ولولئ

دمحبت یرغل

ډاکتر حسن- لندن

څو شیبې به مینه ناکې درته راوړم
غم دژوند نه به يې
پاکې درته راوړم

له نادانو اداګانو سره پام کړه
ارادې به مې بیباکې درته راوړم

نن به ستا له خوا یرغل د محبت وي
زه به سترګې شرمناکې درته راوړم

برمته يې
په الفت کې رانه کیږده
میئن زړه به مې تڼاکې درته راوړم

لاس نیولې به دې بوزي زما زړه
ته
تلوسې به سینه چاکې درته راوړم

د( حسن) غوندې به اور په اوښکو بل کړې
چې غزلې يې دردناکې درته راوړم

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ډاکتر حسن- لندن

په ګودر به مازدیګرغوندې درپریوزم
په لمبو به دې مجمرغوندې درپریوزم

زه به ضد ته به زارۍ کړې خو اخیر به
په زنګون به مرورغوندې درپریوزم

پرخې
اوښکې به دې وڅټم په ژبه
ګله غیږکې به دلمر غوندې درپریوزم

بس دی اور ته مې نور مه پوکه ظالمه
په
لمن به دشرر غوندې درپریوزم

ډیر مې مه رټه اخیربه دې جانانه
په لیمو کې دنظرغوندې درپریوزم

لږکړه هسکه صراحي غاړه راټیټه
چې په شونډو دساغرغوندې درپریوزم

له نظر دنظر
بازو مه ویریږ ه
په سپین مخ به دڅادرغوندې درپریوزم

د(حسن)دمینې دردبه هله حس کړې

چې په زړه دې دپرهرغوندې درپریوزم

ښکلې ګنابشپړ شعر ولولئ

ښکلې ګنا

ډاکتر حسن- لندن

له ثواب نه راټوکیږي په ارواکې
مینه څه ښکلې ګنا ده په دنیا
کې

یا زما دزړه موسم لیونی شوی
یا مستي ده ستا دحسن په فضا کې

دبیلتون دغم
پالنه مې شوه هیره
دنظر او تماشو په مشغولا کې

اور په سر دژوند تیاروته یم یوازې
لمبوم
يې لکه شمع په رڼا کې

راشه نن دزړنوهغه کیسې وکړو
چې لفظونه رانه ورک شي په معنا کې

دزمري غوندې په سترګو کې راګوري
بیا په رم لکه هوسۍ شي په حیاکې

زما دوریت زړه حادثې پکې
انڅور دي
سوز ګداز دشمعې واوره په ژړا کې

بیا به هاغه لونګینې شیبې راشي
نازونیاز به
کړو دزړونو په درزا کې

پام روژه چې د (حسن) ور ماته نه کړې
بس نا څاپه خولګۍ ورکړه په خطا
کې