پښتو ادب · شاعران
محمد نعمان دوست
د محمد نعمان دوست پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
11 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
محمد نعمان دوست
ما وروستی سلام در وکړ، زیاتي لاړم
تا تش لاس راته جګ نه کړ ځکه ژاړم
طبیبان تېرو تېغونو سره ګرځي
خپل ټپونه مې پوستکي کې رانغاړم
د نفرت د اخري حد ننداره ده
آینې ته یم ولاړ او آینه داړم
وروستۍ هیلې مې تازه سلګۍ شروع کړې
بېکسي ده، ورته غلی غلی ژاړم
د بریښنا پړک ته په تمه یم چې وشي
خپل تیاره کور ته ترې لږه رڼا غواړم
هدیره کې مې خپل قبر نور ورکیږي
خدایه جګ مې کړه چې خپل بیرغ مې راوړم
په تسخیر د فضاء ټول خلک روان دي
زه بدبخت ( نعمان) په ماتو پښو ویاړم