پښتو ادب · شاعران
ذبيح الله زيارمل
د ذبيح الله زيارمل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
4 خپاره شوي شعرونه
شعربشپړ شعر ولولئ
شعر
ذبيح الله زيارمل
چاپه دعاچاپه ښېرا موندلې
تاپه خنداماپه ژړا موندلې
كه وي يوڅلې
چاخندلي راته
هغه مې هم ده په وفاموندلې
كه ته جفاكړې زه وفاكړم اشنا
دامې دزړه ده ښه دوا موندلې
چې په پرهرراته پرهرجوړوي
زه يم مجنون دامې ليلاموندلې
حيله چې اوس چې مې زړګى وپيژانده
دا لېونتوب يې ښه
سودا موندلې
له زاهد وركه ده په سپينه رڼا
ماپه تياره كې ده رڼاموندلې
وردګ
مینبشپړ شعر ولولئ
مین
ذبيح الله زيارمل
مين خونه چې په هرچا مين يم
زه كه مين ياره په تامين يم
زه دخنداپه تم
يزښه پوهيږم
خوبس مين زه په ژړامين يم
كه وي مجازخوحقيقت يې غواړم
جانانه ستا ستاپه ښكلامين يم
چې شم
فنابقاله تانه غواړم
نه په فنا زه په بقا مين يم
هسې خونه چې له تياروبه ډاركړم
په رڼاورځ په سپين سبا مين
يم
دلېونتوب په اثرنه پوهيږم
دومره پوهيږم په رښتيامين يم
چې سترګې ستاپه سترګوسترګوګورم
په سترګونه
زه په ادا مين يم
زه لېونى يم چاته حال نه وايم
ملګرو زه هم په ليلامين يم
لښكرګاه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ذبيح الله زيارمل
وركه مې دنيا ده والله سترګوكې
چيرې به يې ګورم دچاسترګوكې
سترګې مې په سترګودچاسترګوكړې
نه وينم ښكلااوس بلاسترګوكې
سترګې دحسينوسترګوري دي
زړه وړي په شېبه كې له چاسترګوكې
ستاسترګوته ګرانې سترګې سترګې شم
كله چې راياده كړم تاسترګوكې
سترګې ددنيامې واړه چڼ كړلې
نه مې كړه
پيداستا ادا سترګوكې
ډېوېبشپړ شعر ولولئ
ډېوې
ذبيح الله زيارمل
دژوندون ډېوې يې مړې دي
دمرګي انتظارباسي
ژوندون ټول يې لېونتوب دي
له دې واړوځان اوباسي
دنړۍ په هسك ولاړ دي
يوروڼ ستورى دي ځليږي
له مداره دى وتلى
په
يوچاپسې ګرځيږي
نه هوښارنه ليونى دى
نه هرچاغوندې سړى دى
دانړۍ چې واړه ګورې
له دې واړونه پردى دى
يوغټول دى په بيدياكې
غوړيدلى په صحراكې
دزړه وينې يې خوراك دي
ژوندون ټول يې په ژړاكې
دامين دى
ستادسترګو
له ښكلادې توري باسي
داشاعردي ستادحسن
له ادا دې توري باسي
هلم
ند