پښتو ادب · شاعران
سید انتظار خادم
د سید انتظار خادم پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
2 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سید انتظار خادم
غزل
سید انتظار خادم
غزل : سید انتظار خادم
د مرګ په سترګو کی ژوندون لکه انځور ښکاری
د عشق تیاره تیاره هنداره کی چی نور ښکاری
وخته لږ صبر وکړه، ساه واخله
هر څه به وشی
دلته د غر غوندی یو ځوان شته خو مجبور ښکاری
پخوا به هر چا ها د عشق کتابونه لوستل
خو اوس
د ټولو په لاسونو کی زبور ښکاری
دا له اسمانه زمونږ کلی ته راغلی حوره
دا ښاپیرۍ، دا فرښته هم د چا لور
ښکاری
لږه را ښکته شه، زولۍ زولۍ راوغوړیږه
د جنت سیوری دی ښاخونو کی ضرور ښکاری
دا د یار کلی دی
همدلته به تندی لګوم
خادم نه! د ا خو له رنگه کوه طور ښکاری
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سید انتظار خادم
که څوک ځان لکه پتنگ په یار فدا کا
نو ضرور به په زلفانو مشغولا کا
نرم خوی د بهر تل کی در دانه ده
څوک نیکمرغه لامبوزن به یی سودا کا
که څوک تاج د سکندر
په خپو کی غواړی
نو اغاز به له مقامه د گدا کا
دید؛ ادراک به یی تر عرشه پوری رسی
که دا فهم رب
هر چا لره عطا کا
که قسمت د زمانی اژدهار بولی
نو میين څله ددی درده غوغا کا
خوب
دی تل هغه په سپینو سینو کاندی
چی حاصل دلبر د تورو په خرپا کا
تمامی عمر یی تیر په انتظار شی
چی همدم وعدی د نن او د صبا کا