پښتو ادب · شاعران
حاجی ګل عزیز کامه وال
د حاجی ګل عزیز کامه وال پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
21 خپاره شوي شعرونه
خمار ساقيبشپړ شعر ولولئ
خمار ساقي
حاجی ګل عزیز کامه وال
نیمګړو امیدونو دوفازارۍ کولی – په سوو سوو چیغو می آشنا زارۍ کولی
کښتۍ دماتو هیلو می توپان غیږی ته لاړه – څپو دسمندر کی یی هم بیا زارۍ کولی
له سوزه له فریاده یی بس دومره پوهیدمه – دزړه بلبل دمینی دنوازارۍ کولی
تیارو دبیلتانه په تو دښتو سرګردان کړم – سلګو دځنګدن می دسبا زارۍ کولی
داوښکو په باران می دزړه کښت خړوبه نه شو – خزان وهلي باغ تالا والازارۍ کولی
عجیبه ننداره می دمینو زړونو وکړه – خمار خمار ساقي ته چه مینا زارۍ کولی
ما ولید ګل عزیزه کامه واله مبارک شه – دوصل دشیبو درته لیلا زارۍ کولی
۱۵/ ۱۲/۱۳۹۲ هش
کابل کارته نو
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
حاجی ګل عزیز کامه وال
چــه دی زمــا لــه لاسه جـــام واخـــــست
ساقـــی له ما دی ننــگ اونــام واخــــست
ستــرگــو دی وڪـــړئ پرما څنگه کــانــی
چـــه بیا مــی ستا په لــوري گـام واخست
ژوند می سودا خوراک مــی غــــم وگــڼه
دعـــشق لــه کــار مـــی دا الهام واخــست
دوصــال ټـــولــی لاری بــنـدی شــولـــــی
دادی لــــه مـــا کـــوم انــتــقــام واخـــست
څـنگـــه مــوســکادجــادو گـــر اشنــــاوه
چـــه یــی لـه مــا خــــوب او ارام واخـست
شیخه خـپل کـار کوه مـا څــــهکـــوئ تـــه
مـــا عـاشـقۍ کــی یـــو بــد نـام واخـــست
ریـبـار ته مــخـی تــه ور پورتـه شـومـــه
ما تـری دیار خـــوږ خـــوږ پیغام واخـست
زه گــــــل عــزیـــزچــه اوس غـزلی لیکم
دا مـــــــی له عــشق څخه انعام واخــست
( ننگرهار –بهسود –بانډه ) 17/5/1380 ھ. ش
دبریښنا پړکبشپړ شعر ولولئ
دبریښنا پړک
حاجی ګل عزیز کامه وال
ګودر ته دیدنونه یی په غلا راوړی وو
زیړي مازیګري کی می لیلی راوړي وو
ښایست یی لا دګلو نه هم څو چنده سوا شو
اوربل کی سره ګلونه یی نن بیا راوړي وو
خاطر می ستړی شوی دخزان په وچه دښته
ریبار راته لوزونه دجفا راوړي وو
دعشق له دستوره می جنون ته مخه وکړه
اساس دپاکی مینی یی پخوا راوړی وو
زما ژوندون او روح ستا دوفا کلی ته لاړل
پتنګ غوندی لمبوته دی سزا راوړي وو
غمونه یی اوس تل خوره ګل عزیزه کامه واله
یو پړک یی دیدنونه دبریښنا راوړي وو
ننګرهار – ثمرخیل ۲/۱۲/۱۳۹۲ هش
افغنستان جوړووبشپړ شعر ولولئ
افغنستان جوړوو
حاجی ګل عزیز کامه وال
راشۍ ملګرو دی هیواد څخه بوستان جوړوو - افغنستان جوړوو
ټول سره یوشۍ دورورۍ اود خدمت لپاره – دسعادت لپاره
زخمي زخمي زړونه په وینو شهیدان دوطن – لري ارمان دوطن
لاسونه ورکړۍ دشهید غازی ارمان جوړوو- افغنستان جوړوو
دلته دسولی امن کار ته ضرورت دی ورونو – دی کی عزت دی ورونو
خلک بارودواو ټوپک څخه نفرت خوښوي – انسانیت خوښوي
جنګونه بس کړۍ نور دسولی یو جهان جوړوو- افغنستان جوړوو
داریانا دا پاکه خاوره داسیا په زړه کی- ددی دنیا په زړه کی
دعلم او فن په کار لګیاشۍ آبادي راولۍ – نور خوشحالي راولۍ
مسلملنان یو خپل هیواد په ټینګ ایمان جوړوو- افغنستان جوړوو
داتفاق په سمه لاره قدمونه واخلۍ – پاخه ګامونه واخلۍ
ټول میلیتونه او قومونه یوه لار غوره کړۍ – یو ښه معیار غوره کړۍ
ای ګل عزیزه له دی ملک جنت نشان جوړوو- افغنستان جوړوو
– ۲۸/۱۱/۱۳۹۲هش
آخره سلګۍبشپړ شعر ولولئ
آخره سلګۍ
حاجی ګل عزیز کامه وال
دیار دهر نظر نه جوړ دګلو شوامیل
دزلفو ددلبر نه جوړ دګلو شوامیل
موسکایی خوره کړی وه دلبو په جامونو
محفل کی شرنګاشرنګ وو دګنګرو دپایزیبونو
زړګي ټالۍ خوړلی دپیزوان دمحلونو
داوښکو دکوثر نه جوړ دګلو شوامیل
قطار یی برابر وو دهیلیو او دزاڼو
منګی یی ورته کیښوده او پریوتی په کاڼو
ګودر کی ورنه مخ پټ کړو ګلاب په خپلو پاڼو
دنجونو دګودر نه جوړ دګلو شوامیل
په سرو وینو کی ډو ب دعاشق زړه وهل ټوپونه
شفق ځکه اخستی وو دسره سالو رنګونه
زیړی مازیګری وي دیارانو محفلونه
دوصل مازیګر نه جوړ دګلو شوامیل
تر څو په تمه تمه دآشنا د خوږ دیدن
بیلتونه ناکردو دی راته وچ کړو ټول بدن
اخره سلګۍ وکړه ګل عزیز دځنکدن
دڅاڅکو دزیګر نه جوړ دګلو شوامیل
۸/ ۱۱/ ۱۳۹۲ -
کابل – پروان
دعشق آذانبشپړ شعر ولولئ
دعشق آذان
حاجی ګل عزیز کامه وال
باغ دګلو کړو تالا خزان دعشق
زه ملنګ ومه یووخت سلطان دعشق
دمنزل کښتۍ می ډوبه ډوبه کیږی
لاهو کړی یمه زه توپان دعشق
دبریښنا په څیر یو پړک وو زر پناه شو
څنګه تیر شولو پر ما دوران دعشق
مدرسه دعشق می نه کړله تمامه
ناتمامه می شو ټول داستان دعشق
دخلوص دحکمتونو په راز پوه وي
څوک چه ټینګ لري باور ایمان دعشق
چه غزل یی وي یقین او تسکین دواړه
ملا څله ورته کړی آذان دعشق
ګل عزیز دعشق له درده مستغني دی
داغزیو خواکی وي ګلان دعشق
۸/۱۱/۱۳۹۲
کابل -کارته نو
منصوربشپړ شعر ولولئ
منصور
حاجی ګل عزیز کامه وال
له خماره می بهر کړه ساقي ډکی پیمانی را
توپاني می سمندر کړه ساقي ډکی پیمانی را
له دی زهده می توبه شه له دی ذکره می توبه
چا ریا ته مخه ورکړه ساقي ډکی پیمانی را
دیارانو په محفل کی سترګی تاته اړومه
ګرانه لږپرما نظرکړه ساقي ډکی پیمانی را
په قطار کی درندانوسری می سترګی له خماره
ماله دی حاله بهرکړه ساقي ډکی پیمانی را
ملا بیا کتاب ته لاس کړهر مینوش ته کافر وایی
ما منصورحلقه په سرکړه ساقي ډکی پیمانی را
دمستۍ دنیا رنګینه دخزان په سیلۍ درومي
ګل عزیزژوندون کوثر کړه ساقي ډکی پیمانی را
کابل –کارته نو ۱۸/۱۰/۱۳۹۲
نیمګړی امیدونهبشپړ شعر ولولئ
نیمګړی امیدونه
حاجی ګل عزیز کامه وال
دی مستو اداګانو نن لیلی وه جوړه کړی
په سرداننګو میني نڅا وه جوړه کړی
رندانو په سر واړول جامونه له خومانو
دعشق میکده کی یی غوغا وه جوړه کړی
ملا دزړه له جوشه پری ناره دتکفیر وکړه
له خپلی خلاصی یی دا فتوا وه جوړه کړی
دعشق ولولی می توپانی په سمندرشوی
دلبر می دوصلت راته دنیا وه جوړه کړی
کاواکه ګرځیدم په تیندکونو باندی سر وم
تصل می دزړه سترګو ته رڼا وه جوړه کړی
کلونه می دژوند و دخزان په باغ ورغلي
نیمګړوامیدونو می بلا وه جوړه کړی
زهیردګل عزیز کامه وال زړه به درزیدلو
دمیني په روزګارچه یار جفاوه جوړه کړی
تلوسیبشپړ شعر ولولئ
تلوسی
حاجی ګل عزیز کامه وال
په سرو ګلابي شونډوکی پیداشوی تلوسی
زما دجل وهلي زړه دواشوی تلوسی
چاپیره اننګو نه تاویدی راتاویدی
شیبو ته دوصلت سر په ګډاشوی تلوسی
په شنو اوسرو منګویی غیږی ډکی وی روانی
زیړي مازیګري کی په ځلاشوی تلوسی
هر څومی صبرولی تر قابو لاندی می نه کړی
کتار لکه دزاڼوپه هواشوی تلوسی
خزان خزان دعمر کاروانونه په تلوار وو
تیارو دماښامونو ته پیداشوی تلوسی
دیار میګونی شونډی او حمار به څنګه هیرشي
دعشق میکدو کی می رسواشوی تلوسی
په ډیرو مرکو اوپه جرګو ستنیدی نشي
بس نوری ګل عزیزسره پخلاشوی تلوسی
۱۱/۱۰/۱۳۹۲
دافغانانو لښکربشپړ شعر ولولئ
دافغانانو لښکر
حاجی ګل عزیز کامه وال
په درست جهان کښی دی اوچت وینم نښان لښکره –
دهزاره ازبک تاج دهرافغان لښکره
تادتاریخ پاڼی کړی ډکی په زرینو کرښو
تاځغلولی ترلندنه پیرنګیان لښکره
ټوله دنیا کښی دغیرت توره معلومه ده ستا
لا په مسکو کښی په سلګو دی سره روسان لښکره
توره چه پورته په میدان شی ستا دعزم کله
دغلیمانوپه وجود جوړ شی لړزان لښکره
ولی به نوم زمونږ اوچت له هره ځایه نه وی
چه مودپت او دعزت یی نګهبان لښکره
ستاله هیبته لړزیدلی ټول جهان وینمه
ټوله نړې کښی وارخطا دی دښمنان لښکره
چه دوطن په نامه تیردی له خپل تنه ځنی
روزلی تا غیږه کی لوی لوی اتلان لښکره
سرورکوی په خپل وطن ای کامه وال عزیزه
ستا په صفونو کی ولاړ دی ښه ځوانان لښکره