پښتو ادب · شاعران
زرلښته حفيظ
د زرلښته حفيظ پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
49 خپاره شوي شعرونه
دسولې پيغامبشپړ شعر ولولئ
دسولې پيغام
زرلښته حفيظ
سوله ده چې ژوند ته مو ښکلا راوړي
سوله ده چې جهل ته رڼا راوړي
سوله ده زموږ داميدو ډيوه
سوله ده زموږ د ميلتو هيله
سوله دنړۍ ټول انسانان غواړي
سوله دزانګو ټول ماشومان غواړي
سوله د زړۍ بوډۍ ورغوي کې
سوله په دوعا کې مسلمان غواړي
سوله ښه قانون ده د بشر حقوق
سوله د نړۍزحمتکشان غواړي
سوله د يتيم د مخ خندا زيرۍ
سوله طبعيت ته دښکلا زيرۍ
سوله دقومونو اتحاد معنی
سوله دملت د اعتماد معنی
سوله دژوندودن د تقاضازيرۍ
سوله مودځوان دژوند بقا زيرۍ
سوله په نړۍ کې هرانسان غواړي
سوله مووطن ته هرافغان غواړي
سوله د انسان د ژوندقانون غواړي
سوله د نژاد تعبض بدلون غواړي
سوله د نړۍ پر مخ سمون غواړي
سوله دجنګونو اختتام معنی
سوله په نړۍ کې د ارام معنی
سوله د حفيظ د ډير سلګو ارمان
زمادځوانيمرګ(١) د ژوندشيبوارمان
دسولۍ جرګهبشپړ شعر ولولئ
دسولۍ جرګه
زرلښته حفيظ
سترګېمې روښانې چې وطن کې سوله بياراځي
خوښ شئ هيوادوالوخوږخبرپه پښتنخوا راځي
واچوئ لاسونه اټن چي زلميانوجارموشم
بيادوطن پيغلې ګودرو ته په خندا راځي
بياداشمله ورپښتانه ټولی شوئ جرګۍ کوي
ټول په انتفاق به دخوږ امن فيصلی کوي
بياپښتنۍ ميندۍ مودسولې دوعا ګاني کړي
بيادخداې دربارته لاس نيولي زاريګاني کړي
بياخپل مساپراودرپه دربچو ته کورغواړي
بيادميليتونوانتفاق نن لورپه لورغواړي
بيابه سره اوشين شالونه خورپه زيارتونوکړم
بيابه د( حفيظ )دسولې هيلو ته نذرونه کړم
دسولې جرګه ٣بشپړ شعر ولولئ
دسولې جرګه ٣
زرلښته حفيظ
شمله وروشين سباپه وطن راوړئ
دملي وحدت فضاپه وطن راوړئ
دوطن پښتنۍ مورلپه کې دوعاده
جرګه ماروسوله بياپه وطن راوړئ
وينې وينو باندې چامينځلې نه دی
مرورسره پخلاپه وطن راوړئ
دپرديوکرغيړن لاسونه لنډ کړئ
په جرګو سره رڼا په وطن راوړئ
دوطن ديتيمانواوښکې پاک کړئ
غم ځپليو ته خندا په وطن راوړئ
سره يوشئ سره يوشئ هيوادوالو
جنګ ته سوله ده ښکلاپه وطن راوړئ
مورته ليکبشپړ شعر ولولئ
مورته ليک
زرلښته حفيظ
مورې مورې زمامورې ته به زما تصويرته ګورې
چې خيالوکې دې حضورکړم بيا خو وايم جنت هور يي
ته به داسې فکروکړی زه ماڼيو اوپه بنګلو کې
لکه زرکه به تاويږم دژوندون په هرې لورې
خو ژوندون مې داسې نه دی لکه څنګه چې ته اورې
ستاخوږې مينې يادونه له هرې خوانه په ما اوري
داترخې دغم شېبې دي چې په ماباندې تيريږي
هره يوه دغم ګړۍ ده دا په ما چې حسابيږي
چې اواز دې کله واورم د ګلاب په څيرغوړ يږم
په خوله تاسرخنداکړم خوپه سروسترګوژړيږم
مورې مورې زما مورې ته به زما تصويرته ګورې
ډيرسوالونه د ديدن کړې زما راتګ لارته به ګورې
راته و کړه دوعاګانې راته راکړه خندا ګانې
چې زه هيره کړم غمونه دبيلتون دا ژړا ګانې
ستاتش نوم نه زه لوګې شم ستا يادوته سپيلنۍ شم
چې بيلتون دې راپه ياد شي زه بې خوده ليونۍ شم
ددنيا په خو ماڼو کی زړه مې ستا دمينې داغ وړي
څه بی ساري ده ستامينه ستا دمينې نه څراغ وړي
ددنيا ښادي دې ستا وی خويوستا ديدن زما وی
اې زما خوږې مورجاني ژوندبه ماسره پخلا وي
دابه څه خوږ شيبه وي ديدنونه دلاسا شي
مسافردډيرعمرونوخوږ وطن غيږۍله راشي
څوک به ژاړې څوک به خاندې خوزه ستامخ ته به ګورم
مورنۍ مينې ته تږې ز ه بلبل ګلرخ ته ګورم
مورې مورې زما مورې ته به زما تصويرته ګورې
ستا بچي خواره واردي د(حفيظ )دزړه ټکوريې
دسولې پيغلهبشپړ شعر ولولئ
دسولې پيغله
زرلښته حفيظ
ماشومې هيلې مې دجنګ سره لمبوکې سوزي
دانتظارشيبې اوږدې شوې انديښنوکې سوزي
خاونده دا دډيرمودو جنګونو ستړې کړمه
لمبه لمبه دپرديسی ژوند ماښاموکې سوزي
مورجانې پو يمه دژوند شيبۍ په شمارتيږي
دبيلتون عمردژوندون په کګليچوکې سوزي
دزمانې دازمښتنو کيسه خطمه نه شوه
ژوندون خطميږي دارمان ډيوه تياروکې سوزي
دوطن پيغله ځوانيمرګ مينې ته سرسپينوي
دوطن ځوان مې دغربت په جزيروکې سوزي
دسولې پيغله موسرتورپه جګړه مارو ګرځې
دوطن مورمودبچو په ډيرغمو کې سوزي
سولې ته جنډۍ تړئبشپړ شعر ولولئ
سولې ته جنډۍ تړئ
زرلښته حفيظ
ای د وطن پيغلې غبرګ لاسونه په زيارت کيږدئ
سولې ته جنډۍ تړې نذرونه په زيارت کيږدئ
****
جوړی کتارونه په هوا کې دسپين غر په لور
پاس په اسمانو کې لړۍ لړۍځي تورغر په لور
والوزئ شاهين شئ قطارونه د خيبر په لور
بيا د سولې غږ شئ د پښتون د لوې ټبر په لور
****
زرکې په شان لاړ شئ ارمانونه د غيرت کيږدئ
سولې ته جنډۍ تړئ لاسونه په زيارت کيږدئ
****
بيا چې بورۍ نه شي دوطن داغيرتي ميندې
بيا چې کونډۍ نه شي دوطن دا ګلالې ناوې
بياچې ديتيم ژړا وانه ورمه د تنکي بچي
بيا چې بدل نه شي په ويرونو دازمونږ ښادي
****
جوړتری بيرغونه سره شالوونه په زيارت کيږدئ
سولې ته جنډۍ تړې لاسونه په زيارت کيږدئ
****
خداې خو لوې بادشاه دی که قبوله مو سوالونه شي
ختم شي د وير شيبې خوشحال مو خفه زړونه شي
بيا (حفيظ) شي ښاده د ارمان غوټۍ ګلونه شي
هر خواته مستي وي د ډولونو اوازونه شي
****
خداې ته هيله وکړې ارمانو نه په زيارت کيږدئ
سولې ته جنډۍ تړې لاسونه په زيارت کيږدئ
ای دوخت غلامهبشپړ شعر ولولئ
ای دوخت غلامه
زرلښته حفيظ
لاس دبندکې مات شه چې مسلم دپاک قران ولی
ای دوخت غلامه څنګه زما پښتون ارمان ولی
وخت به پسرلی شي دا سری وينې ګلابونه شي
زماپښتون ارمان به خپل تاريخ ته ارمانونه شي
مرګ١دژوند اغازده غيرتونه مړکيداې نه شي
دا دوياړشملۍ دوخت غلام ته ټټيداې نه شي
باخبرپښتون دی يوماشوم به يي زانګو کې وي
بيابه شپه سهارشي دابه ځوان شي ولسوکې وي
دادزوروختوته هيڅ پښتون تسليميدای نه شي
زمادوطن ميندې ستا ظلمونه نورمنې نه شي
ما ټول زيارتونوته د سولې سپين جنډۍ کړي
سوله به موخپله شي ماخپل خداې ته اثرې کړي
بيابه داغازي غازي وختنو ته حساب ورکړی
بيابه دحفيظ دا ټول سوالونو ته ځواب ورکړی
١دشهادت مرحله
افغانه ښځهبشپړ شعر ولولئ
افغانه ښځه
زرلښته حفيظ
ښځه حيا ده لوپټه د عزت
ښځه ښکلا ده د ژوندون مرحمت
په يوه لاس ښځه جهان زنګوي
په بل زانګو او ماشومان زنګوي
ګردې نړۍ کې قهرمانې ښځې
سل افرين په تا افغانې ښځې
په بسم الله باندې هر کار پيلوې
پاکې ستوره او مسلمانې ښځې
ښځه ښادي او خوشحالي د ژوندون
ښځه ډيوه او رڼايي د ژوندون
ښځه غوټۍ ده دګلونو څانګه
ښځه ښکلا ده نورونو وړانګه
هره يو انسان ته محترمې ښځې
ماته له هر چانه معظمې ښځې
په پاکه غيږکې اتلان وروزه
هر تجاوز ته فاتحان وروزه
له تانه ځارشمه افغانې ښځې
اې په نړۍ کې قهرمانې ښځې
د سولې غږ په هر افغان ېې ښځې
ته حفيظ د زړه ارمان ېې ښځې
ستا دحيا ستا د عفت نه قربان
ستا د ايمان او عقيدت نه قربان
نظمبشپړ شعر ولولئ
نظم
زرلښته حفيظ
ښاغلی مرحوم اجمل خټک په ويرکې
دلروبرو پښتنودننګ شمله وخټک
دغيرت چغه پښتنوته يوناره وخټک
دغم سيلاب دپښتنوکورکې ورګډ مشه
په ازادي باندې مين يوجذبه وخټک
****
دغيرت چغه پښتنوته يوناره وخټک
دلروبروپښتنودننګ، شمله وخټک
****
دامن، سولې دجرګويو شمله ورپښتون و
دازادي دلارې مل يو زړورپښتون و
دغيرتونو، ترانو،دحماسو،نويښتګر
دولس ژبه سترقوت يوسرلښکرپښتون و
****
دغيرت چغه پښتنو ته يو ناره وخټک
دلروبروپښتنود ننګ، کيسه وخټک
****
سپين غربه تل ورته دمينې ترانی غږوي
دالوړپاميربه يي دميړانی افساني يادوي
دغيرت چغه يي پيغام د زمانووګڼئ
داسيا زړه کې داحمددننګ کيسي يادوي
****
په تورتموکې ناپوهي نه په ګيله وخټک
دعلم پوهي مشعلداراوخاطره وخټک
****
دپښتنوهسکه شمله دخوشحال خان ارمان و
دخپلواکۍ دلارې مل دميرويس خان ارمان و
حفيظه ستا دکونړ سيند او اباسين څپوکې
دننګرهاردمينې ګل دغفار خان ارمان و
****
ميوندي غږ کې دملالې يوه ټپه و خټک
دخيبرغيږ کې دشمشاد هسکه شمله وخټک
****
لاسونه پورته ستا دربار ته په دوعا لرمه
دکائينات واکداره تانه تمنا لرمه
دزورواکې پرضددحق يو جذبه وخټک
جنت يي ځاې کړی خدايه تاته په سجده وخټک
****
دغيرت چغه پښتنو ته يو ناره و خټک
دلروبرو پښتنود ننګ، شمله وخټک
تاخوبونه رانه وړيبشپړ شعر ولولئ
تاخوبونه رانه وړي
زرلښته حفيظ
توروشپوپه شوګيروکې تاخوبونه رانه وړي
ماته مه راځه ګلابه تا شعرونه رانه وړي
****
دننګونوحماسو ته نغمه ګره د وختو يم
اسارت منلی نه شم زه بيان دتاريخويم
دوطن دمينې شوريم دغيرت دنغموزوريم
حماسي چې ويښومه پښتنولره يوشوريم
×××
تا د مینې په داستان کې غزلونه رانه وړي
ماته مه راځه ګلابه تا شعرونه رانه وړي
٪٪٪٪
د ړندو دسترګو مینه یمه شور به را وانخلې
حماسي چې پارومه هغه زور به را وانخلې
د پښتون د ننګ شمله یم د وطن د لوړو غرونو
دقفقاز د ښایستونو هغه کور به را واخلې
٪٪٪
افسانو د محبت کې تا خیالونه رانه وړي
ماته مه راځه ګلابه تا شعرونه رانه وړي
××××
ته مې پریږده چې ډیوه شم د غازیانو هدیرو ته
د خپل ګران افغانستان د شهیدانو مزارو ته
د سولې سپین کوتره غم ځپلو ولسو ته
ځولۍ ډکه ګرځومه غیرتونه پښتنو ته
××××
زرلښته د وختو یم تا خوبونه رانه وړي
ماته مه راځه ګلابه تا شعرونه رانه وړي