د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

سمیع الله مهال

د سمیع الله مهال پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

5 خپاره شوي شعرونه

غزل،بشپړ شعر ولولئ

غزل،

سمیع الله مهال

 

زما بدبخت پښتون زړه کی نور څــه دي!
 نه خوښي او شور د مینی، نه خـــواږه دي

د تـورمــلا د خیرن جیب توری ټاپــی ته
 په لـر او بــر پراته کاپر ټول پښتانـــه دي

د خلیل ربه! بیا یی تکبیر وکړ اوګواښیږي
 لاخو یی چاړه په وینو سره، مړي پراتـه دي

ستا په لاس خو تیغ د مصر او پنجاب دی
 پام! پدی لاره زموږ پلرونه پخوا مړه دي

لږ هوښیار شه د پښتون خړي، برګي بچیه!
دا ټول  سره، تور او سپین سره ملـــه دي

ته نو ولی دومره مست یی ای "مهـالـه"!؟
 ستا په شکور خو ډوډۍ وچه، تل سابه دي

 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

سمیع الله مهال

زه پښتون یم ته خوږه لکه پښتو شه
زه پتنګ یم ته لکه شمه په لمبو شـــه
زه به توره میوندی شم د غلیم په سر
ته ملاله سری منګولــــی په ټپوشـــه
زه به درد شمه دمینی خپل زړګی ته
ته پریشانه تړمه اوښکه په لیمو شــه
صدقه زړګی می یوسه او لاهو یی کا
د آمو سینده له مستۍ نه په څپو شـــه
مهــــال منلی یی په سر سترګو جـانانه
ته یی رانجه د لمدو سترګو په بڼو شه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

سمیع الله مهال

توری شپـی شوی ستړی په شوګیـــر زمــــــا
نه خـوبـــونه شتـه د مینی نه تعبیــــر زمــــــا
زړه بـی قـــابـــــو او خوبونــه می تــالا شول
سترګو سترګو ته چی کیږی ستا تصویر زمـا
ستــــا ښــایست زما مذهــب دی ستا په میـــنه
هســــــی مست یمــه، مــرید یم ته یی پیر زما
ځکه یم خوشحــــال ستـــا دزلفـــــو رنتبور ته
احساس به وی دمینی ستا دزلفو په زنځیر زما
«مهــــــــالـه» بیـــا دی بخت (تندی) ښکـلومـه
که چری یارمی شی نصیب یا تقدیــر زمـــــا

څوریزهبشپړ شعر ولولئ

څوریزه

سمیع الله مهال

ډیر می ځوروی چی یی په زړه کړمه سکـــروټی شونډی
کله به یی ښکل لـــــکه د
غله کړمه سکــــروټی شونډی
فرعون وخت دی راته لال او لمبه شونډی یوځای کیښوی
لــــکه موسی به دی په خوله
کړمه سکـــــروټی شونډی
&n
bsp; (مهال)

دیدنونو خیراتبشپړ شعر ولولئ

دیدنونو خیرات

سمیع الله مهال

اوښکو می نظر د سترګو
وړی
&nbsp
; لیمو ته یی خبر د سترګو وړی
زه دسترګو جنګ کی ماتی خورم
ځکه
غم
رانه لښکر دسترګو وړی
ستا له دیدنونو ها خیرات څخه

وږی می
نظر دسترګو وړی
زما زړګی دومره ارزان خو نه
و
اوس چی
سوداګر دسترګو وړی
نو ر به مهال څنګه خندا
وکړی
رقیب چی
یی دلبر دسترګو وړی