پښتو ادب · شاعران
شکرالله طاهري
د شکرالله طاهري پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
38 خپاره شوي شعرونه
دسولې سوالبشپړ شعر ولولئ
دسولې سوال
شکرالله طاهري
داد کوم خلکو د زړه وینه پدې سیلاب بهیږي
دا د کوم قوم ارمانونه دی چې خاورو لاندې کیږي
دا سوری سوری ټټرې په بارودو دړې وړې
دا د چا د زړه ټوټې دي چې بیا بې کفن دفنیږي
زخمي شوی ځیګرونه د ظالم صیاد نه سوال کړي
دا تنکي دا ځوانان ولی ددې مرګ په تاورژیږي
ای رهبره ای لیډره ای د جنګ د لارې مله
دا د کوم بدبخت ملت د آرزو ډيوې مړ کیږي
د بې وس سرتورو میندو د زړه آه نه وډاریږی
دا ثمر ته یې رسیدلی امیدونه چې رژیږي
نامرادو پیغلو خویندو په فریاد او چغو وایي
دا د چا د سترګو تور دی چې پخپل وینو لمبیږي
دا مو خپله ناپوهي ده یا د کوم ظالم د لاسه
یو خل بیا ددې پښتون قوم د وحدت بیړی ډوبیږي
طاهري نور کتی نشي ددې قوم بربادي خدایه
دادسولې سوال مې کله ستا دې پاک عرش ته رسیږي
استقلالبشپړ شعر ولولئ
استقلال
شکرالله طاهري
ګټلۍ مونږه ندی استقلال ځان ته آسان
ډیرموپرې ورکړی دخپل سر او م
ال تاوان
هریوهدیره دی زمونږ ډک دشهیدانو نه
ویاړومونږ پخپل تاریخ ممنون یودغازیانو نه
سر په وطن ایښی
دلته ډیر تنکي ځوانان
ګټلۍ مونږه ندی استقلال ځان ته آسان
دا دی دزمرو وطن اوسیږي زمریان دلته
زیږي دهرم
ورنه احمدشاه غوندې بچیان دلته
بت شکن محمود مو لرزولۍ هندوستان
ګټلۍ مونږه ندی استقلال ځان ته آسان
خاوره دغیرت دی غیرت مند اوسیږي دلته
دمور دپۍ پذل کې خلک سر ورکوي دلته
دښمن سره جنګیږي په مورچل مو
جنکیان
ګټلۍ مونږه ندی استقلال ځان ته آسان
مونږټیټ کړۍ ندی هیڅکله سرد پردوپه مخ
زمونږشمله دی جګه ښکاري ټولوپرګنوپه مخ
دتورې او میړانې افتخار لرو په ځان
ګټلۍ مونږه ندی استقلال ځان ته آسان
زمونږ بیرغ به
جګه وي همیشه به رپیږي
دهردښمن په ضد به دا غیورخلک جنګیږي
څو پورې چه پاتې وی دنیا کې یو افغان
ګټلۍ مونږه
ندی استقلال ځان ته آسان
هیر به نکړومونږ دا میړنتوب دمیړنیانو
دغه سر ښندنه او شهامت د جنګیالانو
ساتي زمونږ تاریخ طاهري نیک نوم دمردان
ګټلۍ مونږه ندی استقلال ځان ته آسان
ژوندونبشپړ شعر ولولئ
ژوندون
شکرالله طاهري
تیریږی به دا توره شپه راځي به سباوون
بې
صبره دې څوک نشي ډیرښکلی دی ژوندون
هریوسختي تیریږی هرغم به ځي هیریږی
هر درد به شي آرامه هر
زخم به جوړیږی
دهرمرض دوا شته ددنیا په درملتون
بې صبره دې څوک نشي ډیرښکلی دی ژوندون
زحمت پسې راحت به حتمې راځي په ژوند
بې زحمته څوک ندی لیدلی دژوند خوند
هرمشکل ته
پیداکیږی یو لاره دخلاصون
بې صبره دې څوک نشي ډیرښکلی دی ژوندون
کګلیچونو سره سره منزل
وهي کاروان
ساحل نورښکلی کیږی په موجونو دطوفان
دوصل خوند هغه اخلی چې وګوری بیلتون
بې صبره
دې څوک نشي ډیرښکلی دی ژوندون
کله کله ترخه کیږی ژوند اکثر مګر خواږه وي
همیشه چې خواږه خوري
هغه ژبه بې مزه وي
کله خوږ کله ترخه به څکې آشنا پدې ګردون
بې صبره دې څوک نشي ډیرښکلی دی
ژوندون
بهار اوخزان شته دی دژوند په ګلستان
کله غم کله خادي به راځي په هر انسان
طاهري یاره زده کړه دې موسم سره سمون
بې صبره دې څوک نشي ډیرښکلی دی ژوندون
وطن جوړیږیبشپړ شعر ولولئ
وطن جوړیږی
شکرالله طاهري
وطن جوړیږی خو په ټینګ عزم او ایمان جوړیږي
په قرباني د شخصي ګټو او د ځان جوړیړي
په یوه ستورې رڼا نه راځي تیاره دنیا کې
داډیرستورې چې یوځای شي روڼ آسمان جوړیږي
دتش یو لاس نه ټک نه خیژي اونه کیږی
کوم کار
لاسونه ورکړئ سره یو شئ بیا جهان جوړیږي
هر یو مشکل ته پیدا شویدی یو لار د خلاصون
هر یو بیمار په دوایې د طبیبان جوړیږي
طاهري یاره ما بیګاه ډیر خواږه خوب لیدلی
سوله راځي او زمونږ ګران افغانستان
جوړیږي
آخري د زړه سلامبشپړ شعر ولولئ
آخري د زړه سلام
شکرالله طاهري
پتنګ غوندې مې ښکاري بیلتانه دعشق مقام
آخر دیدن
دی واخله آخري د زړه سلام
ما ویل چې د هرچا منت به وړم ستا دپاره
هر درد هر
کړاو به تیروم د عشق په لاره
قبول به کړم په ځان ستا غلامي به شم غلام
آخر دیدن دی
واخله آخري د زړه سلام
خپل خوشي به در کړم تانه وابخلم غمونه
ښکل به کړمه
ستا د زړګي سراسر دردونه
آرام به کړم دا ستا دپاره ځان باندې حرام
آخر دیدن دی
واخله آخري د زړه سلام
ستا تصویرمې ایښی دی د زړه په آئینه کې
ستا د یاد ډیوه به بلوم په دې سینه کې
وبه کړم زیارت دې د مخ هر سهار ماښام
آخر دیدن دی
واخله آخري د زړه سلام
داسې به دې عشق کې رسواڅوک کړې نوي
دومره بي آبرو به دې بل
چا شړلی نوي
دا څنګه چې دې زه له دره وویستم بد نام
آخر دیدن دی
واخله آخري د زړه سلام
څومره نور به لیکې طاهری د عشق غمونه
څومره دې نور پاتې
دی د زړه په سر دردونه
ترڅو پوری به خوری دسر ماغزه پخپل کلام
آخر دیدن دی واخله آخري د زړه سلام
څلوریځهبشپړ شعر ولولئ
څلوریځه
شکرالله طاهري
هیربه نشي هیچانه هم خپله دځوانې دوران
کله پیدا کیږي آشنا هغه
پخواني دوران
واخله هریوخوند ددنیا وکړه هرمزه دژوند
بیا به نه راځې هیچا له دغه یو فانې دوران
یورنګ ځان ته غوره که چې ښه ښکاري دځان سره
مکړه دورنګي دورنګي ښه ندی انسان سره
خوله کې ګرځوې ته لاالله په زړه دې رام رام
خلک هندو پیژني چې کیني مسلمان سره
سهوهبشپړ شعر ولولئ
سهوه
شکرالله طاهري
سهوه دی انسان سره خطاء کیږي هر چا نه
څوک به بیګناه وی چې دنیا ډک وي
ګناه نه
ورکه ته سزا ورله خوشرط به پکې داوی
دا چه هیڅ ګناه یا خطاه نه
وی شوی تانه
دا دنیا که وای چیري حساب اود کتاب ځای
هیڅ یو ګنهګار به خلاص نه
وه د الله نه
کم یا زیات ګناه خو دهرچانه دلته شوی دی
څوک پرې ښه پوهیږي څوک خبرندی
دځانه
دا د نفرت پیټی دا کینه د زړه نه لیرې کړه
پریده عداوت که په ریښتیا
یې مسلما نه
یوځل ته خپل خواراوضعیف ملت ته وګوره
نلری علاج خلک م
ړکیږي ملاریا نه
هر وطن جوړیږي محبت اوورورولي سره
وګوره لږ نوروته پند واخله د دنیا نه
تور اوسپین یو دی په اسلام کی فرق نلری
څ
نګه با ایمان یی چه منی ته د شیطا نه
لږ نظر که وکړی طاهری د زړه
هنداری ته
ډیر به ګنهګار شی ته پخپله به زمانه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
شکرالله طاهري
جنازه دارمان وځي یو کس بللۍ نشم
زخمونه ډیرپه زړه دي خوحال ویلۍ نشم
غمونو اودردونو ددنیا یم ډیر زپلۍ
نصیبه نوردي دومره ستم زغملۍ نشم
آشناپه توروسترګونښتروهي په زړه کې
لا یو زخم جوړ ندی زه بل خوړلۍ نشم
شام وسحروي تاته دا میکشي مبارک
دخوار خلکودوینوزه جام څکلۍ نشم
دسترګونه مې نم هم غیرت له ډار اوچیږي
عجبه بې وسي ده چاته
هم ژړلۍ نشم
دعدل او دانصاف قانون ټول شو ددنیا نه
دسر قاتل ته هم اوس زه هیڅ ویلۍ نشم
په ډیر بې عزتي دې زه وویستم له دره
له شرمه په ګریوان هم اوس زه کتلۍ نشم
دزړه په تې خانه
دې دغم ګنج را ټول کړۍ
طاهري یاره نوردېله درد وتلۍ نشم
ژوندبشپړ شعر ولولئ
ژوند
شکرالله طاهري
کله راته خاندي کله ژاړي دغه ژوند
رنګ بدلوي هروخت داسې ښکاري دغه
ژوند
کله شي بدرنګ ، او کله خاپیرۍ په شان
کله مینه کله نفرت راوړي دغه ژوند
پریده چه آزاد شم بی وفا
حیات ځنې
نوربه څومره غم ګنې به شماري دغه ژوند
لاړ خون جګرشو، زړه د ا نتظارځنې
نور به څومره صبر رانه
غواړي دغه ژوند
ای د نامرادو کم بخت اجله چیرته یې
شپه او ورځ بس تا پسې مې ژاړي دغه ژوند
ګرځم سرببراو څیرې ګریوان طاهري
دې نه به بل کوم رسوایي راوړي دغه ژوند
جنګبشپړ شعر ولولئ
جنګ
شکرالله طاهري
د چا به وي دا خوښه دا د ځینو خلکو کار دی
خونورد جنګ جګړې نه دا
افغان ملت بیزاردی
په صلح او آرامي کې ظالمانو ګته نه ګوري
په شراو په فساد کې ډیریوښه ددوې روزګاردی
خونورد جنګ جګړې نه دا افغان ملت بیزاردی
هیڅ کله به نشي جوړ دا خوار اودا غریب وطن
دا کرکه او
دا نفرت ترڅو چې کار او بار د ی
خونورد جنګ خګړې نه دا افغان ملت بیزاردی
بیا پدې وطن ګډ دی
نفاق د ملاریا په شان
بیا ددې نفرت په تبه هر خوا یو بی مار دی
خونورد جنګ جګړې نه
دا افغان ملت بیزاردی
دیو سړی په مرګ څه قیامت جوړیږې دنیا کې
زمونږنه سل مړکیږي هره ورځ شورا بیخاردی
خونورد جنګ جګړې نه دا افغان ملت بیزاردی
خلکودی جوړکړی جنت خپل وطن په سوله کې
مونږ يې جوړوو دوزخ
غلته مو تګ لار دی
خونورد جنګ جګړې نه دا افغان ملت بیزاردی
هرڅه به جوړیږي دې وطن کې خو جرګوسره
د
زور او د زیاتي خبره دلته کې بی کار دی
خونورد جنګ جګړې نه دا افغان ملت بیزاردی
راشئ سره یوشئ
ټول چې جوړکړوداویجاړوطن
خلک په مونږ خاندي چې ډیر بده موروزګاردی
خونورد جنګ جګړې نه دا افغان ملت بیزاردی
مړبه کړوزاړه اورونه ډیردی زخمی کړی زړونه
ورکه دې نفاق شي چې وطن پرې خواروزاردی
خونورد جنګ جګړې نه
دا افغان ملت بیزاردی
ای د آزادۍ لمره د صلح او نیکمرغۍ لمره
راشه زر راخیژه طاهري
سترګې په لار دی
خونورد جنګ جګړې نه دا افغان ملت بیزاردی