پښتو ادب · شاعران
سعید لودین
د سعید لودین پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
7 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سعید لودین
راځــــــه اغــــــــــزي سو له رقيبه خپله لاره ساتو
دا مسافره د وصال شپه له سهــــــاره ســـــــــــاتو
دلته ټول خلک مطلبي دي لېوني غــــوندي دي
ريښتنۍ مينه به د کلي له دې ښـــــاره ســـــــــاتو
نه چي ريښتياهم دېوالونه اورېــدلای سي اوس
د زړه کيسه به د غليم له پټ ريبــــاره ســـــــــــاتو
زه يې ماڼو يم تې ساحل زمــــــوږ دخوبو د بېړۍ
ځه چي له اوښکو په موجـــــــوکې له ګزاره ساتو
نن څوارلسمه ده چي مــــوږ بې اوره شپې تېروو
ستا په شان ښکلي په اسمـان کي له غباره ساتو
نن کې تور مخي د سپين مخو په شان ولمانځله
مـــوږ يې سبـــا تـــــه د اصلي شکل هنداره ساتو
مــــوږ پـــــــه سرونو قسم کړی چوپېدلای نه سو
منصــــوري چيغــــــه به سعيده آن تر داره ساتو
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سعید لودین
زمـــوږ د تياره ښار د لښکر عجب بدرنګ سالار سو
د خپــــــلو وينې يې چښــلې خـــــو د ننــګ ســالار سو
چي پـــه خپل غېــــــږ کي يې ســــاتلئ او روزلئ و تل
د هغـــــــــه کلي پــــر ضد ولاړئ د اورنګ ســـالار سو
خـــــــــدای خبر دا بېــــړۍ به څـنګه تـــــر منـــــزله رسي
په دې اسمان غوندي درياب کي مو نهنګ سالارسو
ته په لمــــــــونځونو ، طوافــــــونو دې مقـــــام ته رسې
ذاهـــــــده زمــــوږ پر دغه لار د رباب ترنګ سالار سو
سعيــــــــده دلته حـــــــــق ويلو ته ســــــوځل ســـــــزا ده
ځـــــــکه و دې نمـــــرودي ښار ته مو پتنګ سالار سو
کندهارهبشپړ شعر ولولئ
کندهاره
سعید لودین
لــــه نـــامه سره دي ژاړم بې اختياره
کنـــدهــــــاره کنـــــدهــــــاره کندهاره
لا دي ويني له زړګي څخه بهيـــږي
لا بشر دي په اورونو کي سوځيږي
لا دي سترګو څخه اوښکي راتويږي
زمــــا د ژوند او د يادو ښکلی بهاره
کنــدهـــــاره کنـــدهـــــاره کنــدهـــاره
ستا چي هلته ددوښمن واری پر تن سي
چي په وينو د مظلومو سور کفن سي
زمــــا دلته په دردونو ټول بدن سي
زمـــا د خــــوارو پښتنو ښکلی دياره
کنـــدهاره کنــــدهاره کنــدهــــاره
زما له عمره سره تا کي جنازې دي
د کونډيانو د فرياد سوي نارې دي
لا له ځوانو وينو ډکي دي ويالې دي
د هر لوی آفت زغمونکې طاقتداره
کنـــدهاره کنــــدهاره کنــدهــــاره
دا چي نن بيا د غليم پر تا ګوزار دی
او پر ښکلی تن دي بيا ناسور پرهار دی
د نــا اهــلو اولادونــو دي دا کار دی
دا قسمت دی چي موږ يو نن بې سالاره
کنـــدهاره کنــــدهاره کنــدهــــاره
خوقسمت به نور په خوښه زموږ بدلېږي
په هوښيارو ځوانو ګوتو به کښل کېږي
د بــابــا روح به لحد کي خوشحالېږي
زما د ګران وطن با عزمه باتور پلاره
کنـــدهاره کنــــدهاره کنــدهــــاره
تــر بمبـــار او تــر اورونـــــو راوتــلی
د انــــار ګل دی نن بيا موږ ته راغلی
او د ژوند راز يې دی داسي راښودلی
په خندا مو د ژړا هستي کړﺉ خواره
کنـــدهاره کنــــدهاره کنــدهــــاره
ميسيساګا- کاناډا
د مې دمياشتي پنځمه ۲۰۱۰ع
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سعید لودین
سعيد لودين
لوړ هغه څوک دﺉ چي قدم يې پر قدر ايښی وي
نې زخمي کړي د چا ګــوتي نې پر سر ايښی وي
زړونه که سخت سوه خو يو راز يې دﺉ په دغه ځای کي
چــا په سينو کي ايښي کاڼي چا ګـــوهر ايښی وي
داسي بدبخـــته قــــام تــر اوسه مــــا ليدلی نه وو
چي بل ته ګټي ږدي خو ځان ته يې ضرر ايښی وي
دا چي و ما ته وي خواږه ټوله په خوند کي خواږه
هغو کې ستا د خوږو شونډو لږ اسر ايښی وي
بېشــــکه بـــــــرخه ازلي ده د سعيــــد په برخه
کله يې هيڅ پر اوږو نه وي ګای يې غر ايښی وي
۷/ مارچ /۲۰۱۰
ورجنيا – امريکا
د شهيد بابي پر شهادتبشپړ شعر ولولئ
د شهيد بابي پر شهادت
سعید لودین
ددولسمي شپه وه
زه په دوو زړو کي ومه
چي دا د خوښۍ لحظې دي ؟
که د ماتم وختونه ؟
ځکه د لوی الله ها ګران پيغمبر(ص)
هم په دې ورځ پيدا دﺉ
هم يې جامې کت کړي
خو ناببره چا احوال راکړلی
چي د مظلمو شهيدانو ښارکي
د بې آوازو ژړېدلو ښار کي
زما په ښايسته زما د ګلونو ښار کي
زما کندهار کي
دبې غيرتو ، نامردانو ادم خورو ټولۍ
دبې ګناه او مهربانه بابي
په پاکو وينو
خپلي ناپاکي پنجې
او وږي خولې مړې کړې
زما له سترګو سېلابونه توی سول
په رېږدېدلو شونډو
او لوند ګرېوان مي و اسمان ته کتل
خو د الهام په ژبه
نېخه چي چا
زړه کي راتېره کړله
چي دا د ماتم وختي دي
هو د ماتم وختي دي
۲۵/فبروري /۲۰۱۰
مسيسساګا- کاناډا
د زورورو عدالتبشپړ شعر ولولئ
د زورورو عدالت
سعید لودین
يـــوه ورځ چي پــــر زمـــــري بې ښکاره شپه وه
حيوانـان هـــــم د ځنګله چي ټـــــول ګـــــوښه وه
پـــــر سپېــــرو شــــــونـــــــډانــــو يې
ژبه تېروله
په افسوس يې لـــه خپــــل ځــــــان ســـــــره ويله
خـــــــــدايه څنـــګه
ستړی ژوند دي دئ راکړی
او پــــــر څــــــــه دي د ځنــــــګله يم پــــاچـا کړی
پـــــاچــــــا داسي وي پــــه ځـــــان پوري حيرانه
په خــــــوراک پسي وي داسي تل ستــــــومانه
م
عـــمول داسي وو چـــي ټـــــولــو زه ستايلای
زمـــــا هـــــر امـــــر يې پــــــر سـر سترګو منلای
ډک پـــــه غــــــوښو همېشه بــايد زماکور وای
دا پـــــر ټــــــولـــو حيــــوانانو فرض و
پور وای
نــــه انصــــاف نـــــه عـــــدالت ستـه په نړۍ کي
که نې حـــق خـــو زما درې خره وه
په اونۍ کي
د انصـــــاف او عـــــــدالت نـــوم ته چې پام سو
پــــه خنــــــدا ســــو او
زړګی يې نـــــور ارام سو
ول چـــــــاره مـــي کــــــــړه پيــــــدا د بــــدبختيو
هــــم د لــــــــــوږي د ستـــــــړيــــا او بــــدخـــابيو
پــــــه خــــــــوښيـــــــو د
ځنــګله پر لور رهي سو
د خپـــل عقــــــل او تــــدبيـــر څــخه راضي سو
د هـــــــوسيـــــــو د غــــــــارو خـــــــواته روان وو
پــــه خپل فکر کې جــوړ کړی يو لوی پلان وو
چـــــي
راورسېـــــد ځــــــــايـــــوو تـــه د هـوسيو
پــــه صفـــت نـــــه مــــــړېــــــدلئ
د کبـــــليـــــو
پـــــــه درانـــــــه اواز يې ږغ وکـــــــړ ځنـګله کي
چــــــــي راټـــــــول سئ د هــــــوسيو په کاله کي
هــــــر حيـــــــوان که حاضر نه سو دې جرګه کي
زم
ــــــوږ دوښمن دئ مختلف دئ په جبهه کي
د زمـــــــري پـــــــه وينـــــا ټــوله هکحيران سول
او پـه زړو کي يې کوچني مظلوم کبليان سول
خــــــــو راغــــــونډ لـــــه ناچاريو حيوانان
سول
انتــــــظار د لـــــــوی خبـــــر او د فـــــرمـان سول
چــــي راغــــلي راغـــــوښتــــلي لــــــږ آرام سول
پـــــر لــــــو ګاري لـــــوړ ولاړ زمري ته پام سول
د زمــــــري چي هم يقيـــن ســـو چي ټول ګوري
و خبـــــرو تــــــه يـــې کـــــــــړلې زامـــي جــــوړي
ول تـــــــر دې وروسته بـــــه دلته عـــــدالت وي
پـــــــر ظـــالم بـــــــه همېــشه زمـــــــوږ لعنت وي
تــــــاسي ګـــــــورئ دې مظــلومي کــــورنۍ ته
لاس يـــې ونيــــو يـــــــوې لـو ګوډي هوسۍ ته
ول آرام او آزاد ژونـد د دوی هــــم حـق
دئ
هــــــر يـــــو دوی تـــه پـــه بخښني مستحق دئ
پســـــله دې کــه پــــــر مظلـــــوم
نـــــاروا کېـږي
زمــــــــا له خـــــــوا بــــــه دظالم مـرګ روا کيږي
د مــــــرګي پــــــه نـــــامه چپ ټــــوله ميدان سو
مجلـــــــس يـــــې هـــــم تمــــــام پــه دې بيان سو
پــــه سبـــــا چي دخــــوراک وخت رانيژدې سو
يـــــو ليـــــوه پټ پــــه هـــوسۍ پسي پسې
سو
ويل چيــــري د زمــــــــري راتــــــــه پــــــاميــــږي
وخت بـــــه تيـــــر وي چي
په ما باندي خبريږي
پــــه هغــــــه دم يې حمـــــله پـــر لــو هوسۍ کړه
پـــــه تېــــــرو
پنجــــو يې ماته ور پوښتۍ کړه
دا صحنــــه زمـــــــــري لــــه ليـــــري څـــــــه کتله
خــــــو و مــــــــرستي تې پـــــه دې نــه وردانګله
ول لېـــــوه بـــه د هــوسۍ په مرګ
محکوم کړم
فيصـــله بــــــه زه پـــــه ګټـــــه د مظلــــــوم کــــړم
پـــــه اخيـــــر
کي دواړه زمـــــــا پـــه برخه کيږي
د انصـــــاف پـــــــــه زور بـــــــه مـــاته روا کيږي
عــــــدالت بــــــه نــــــور همـــــــدغسي روان وي
او پـــــر مـــــــا بــــــه دمــــــړې خيـټي دوران وي
د زمـــــــري پــــــلانــــونه ټـــــــول کاميــــابېدله
يــــو
پـــه يـــــو پــــر لـــوی ځنګله تطبيق کېدله
خـــــو اخيــــر تــــه ځنـــاور نور هوښياران سول
پــــه فــــکرونــــو کــي د نـــورو او د ځــان سول
لــــه خــــــوړو څـخـه د غــــــوښــــو يې تـوبه کړه
پــــر زمــــــري بـــانــدي يې بنـــــده دا بــــانه کړه
څـــــو هفتـــې داسي پـــــه لوږه کي سوې تيري
غـــــوښي خــــــورو بــــــه واښـــه خـوړل له بيري
دې حـــــالت ډيـــــــر زورولی لــــــوی زمـری وو
او پــــــه غــــــوښـــــو پسي سمـــدم لېــــونی وو
نې وچـــــاتـــــه څـــــه بــــــانــه سوای جوړېدلای
نې ځنــګله کي يـــــو جــګړه ســـوای جوړولای
بــــې طــاقتـــه پــــــر هـــــوسيــــو و روان ســـــو
ځنـــــي
هيـــــــري يــــې وعدې او هم فرمان سو
پـــــه فــــکرونـــو کي د غــــــوښو پر ماځګرسو
پـــــه اخيـــــــر کي پـــــــر هــــوسيــــــو بــرابر سو
پـــــه ډېــــــر قهــــر او
غضب يــــې پــــر ناره کړه
اراده يــــې د حمـــــــلې ورتــــــه ښــــکاره کـــــړه
د هــــــوسيــــــو پـــــه کالـــه کي لـــو غوغا سوه
يــــوه مشـــــره و زمــــــري تــــــه پــــــه
ژړا ســـوه
ويــــل رحــــم زمـــــوږ د لـــــوی ځنګله واکداره
د مظــلومـــــو بـــــې چـــــــاره وو مــــــــــدد ګاره
تــــــا خـــــــو دلتــــــه پـلي کـــــړی عــــــدالت
وو
پــه انصاف دي خــــوندي کړی زموږ عزت وو
تــــه نن څنــګه دغــه کار کــــړې ستا قربان سم
تـــــر هـــــا لـــــوی فــــرمان دي زه بلا ګردان سم
لــــــوی زمـــــــری لـــه ډېـــــــره قهــــره ايشېدلئ
دا حـــــالت يـــــې پـــــــر مغــــــزو بـــــد لګېدلئ
ويــــــل چــــپ ســـــــه بــــې ادبـــــــي ژبــــــه وري
تــــــه پــــــوهېــــــږې چي تــــــه چاته
کړې خبري
لــــه انصـــــاف څخــه خـــــــالي ټـــــوله دنيــا ده
عـــــــدالت يــــــو ډرامــــــــه يــــــــوه ريــــــــــا ده
زورورو پــــــه قـــــانـــــون دي ډېــــــر وژلي
ډيــــــري پــــــاکي واکمنۍ يې دي ړنــګ کړي
نـــــه مطــــرح دلتــه ظــــالم نـــه مظلــــومـان دي
چــــي يــې ګټــه پکښي وي هغـــه
دوستان دي
دلتـــه هغـــه څـــــوک کاميــــابه په ريښتيا وي
چـــي ور تېـــــره د ځـــــان
ګټــــه تــــر هــر چا وي
تــــر دې وروستـــه يــې نــــاڅــاپـه پر حمله کړه
لـــو هـــوسۍ
يې پــــه يـــــودم ګـــوله ګـوله کړه
نــــوره ختـــمه د انصـــــــاف دغــــــه دوره ســوه
پـــــه ځنـــګله کـــي هغــــــه آش هغـه کاسه سوه
ټورنټو – کاناډا
هېرستان ------بشپړ شعر ولولئ
هېرستان ------
سعید لودین
ډېـــر پخــــوا چي لا هــــر ښــــــــار
بـــــه سلطنت وو
پښت پــر پښت بـــه د پــــاچا د کــــــور عظمت وو
د پــــاچـــا بـــه لــــــوی ارمــــــان لـــــــــو پـــــاچهي وه
هـــــر څــــــو لــــــوی چي بې دربــــــار و لـــــــــو شاهي وه
يــــوه ورځ د يـــــــو پــــاچــــــا زړه
ســـــــو جنـــــــګو تــــــه
خـپـــل د تخـــت او د شـــــــــــاهۍ و پـــــــراخېــــــدو
ته
ول لښــــکري کـــړئ تيــــاري چي نـــــــور جنګ دئ
همســــــــايه ښــــــــار تــــه زړګی مي نــــــور په تنګ دئ
خپل خـــــونين سپـــه ســـــــــالار
يې وغــــــوښت ځان ته
اعــــــزازونـــه يې د جنـــــــګ ورکـــــــړل پهــــــلوان تــــه
ويل زمــــــــــوږ د تېــــر جنګــــونـــــــو قـــــهرمـــــــانه
افتخــــــــاريې د دربــــــــار غښتـــلی ځـــــــــــــــوانــــــــــــه
تـــــه او
ستـــــــا تـــــــــوره منــــــزل دئ زمــــــوږ ارمان ته
زمــــــا فـــــــرمان دئ تې وصيت کــــــــړه خپل و ځان ته
د جـــــــــابــــــــرو قــــــــــوتـــــــونــــــــــو
دغــــــه کار وي
چي پــــــرې ايښې د دوښمن زړونــــــــو کي ډار وي
تــــــا بـــــــه تــــــــــوره مــــــــــړوله پــــــه
يــــاغيـــانو
نــــــــــور آزاد يـــې قتـــــــل عــــــام کي د پـــــــرديـــانو
آدم خــــــور سپـــه ســـــــــالار لښـــــــکري پــــل کړې
د پــــــــردي ښــــــار پـــــر سرحد يې لمبې بل کړې
تر خـــونکاري تـــوري يې تېـــر کـــــړل ډيرمـــــــــړونه
د لېـــــوه پـــــه شــــــان يـــې څيـــــري کــــــــړل نسونه
هـــــــري خــــــوا تـــه ککـــــرۍ وې د ځـــــــوانــــــــانــــو
د ســـــرحــــد د ســــاتنـــدويــــــو سپـــــاهيــــــانــــــو
ټـــــــولــــه ورځ پـــــر
ســـــــرحـــد وينـــي تــــوېدلې
وږي ستـــــــــــرګـــــي د ســـــــــالار نــــه مـــــړېدلې
د غـــــــــروب ســـــــره د
جنګ ميـــــــدان ارام سو
د پـــــــــردي ښـــــــــار د ســـــــرح
د فوج هم تمام سو
د وحشــــي ســــــــــالار و ښــــــــار تـــــه ډېر تلوار وو
تـــــــــــوره کښــــــلې د سپېـــــــدو پـــــه
انتــظار وو
چي سهـــــار ســـو سپېــــدې وچـــــاودې رڼا سوه
د فـــــــــاتح لښـــــکر صفـــو کي لـــــــو غوغا سوه
ول و جنـــــګ تـــه راوتلی ټــــــــولـــه ښـــــــــــــــار دئ
د هــــر فــــرد زمــــــوږ و مــــرګ تــــه ډېــــر تــــلوار دئ
مـــــوږ بــــه څنــــګه
د ټـــــــــول ښـــــــار ســــــره جنـګېږو
نـــــادانــــي بــــــه وي کــه جنــــګ تـــه وردانګېـــــږو
لـــــوی مغــــــــرور سپـــه ســــــالار ويـــــل ملـګــــــــــرو
زه بــــــاور لــــــــرم پــــر خپــــلــو تېــــــــرو
تـــــــــــــورو
دا د جنــــــګ ميــــــــدان بـــــه مــــــوږ
ګټـو يارانو
د پيــــــــادو وهـــــل آســـــــــانـــــه وي ځـــــوانــــانو
خــــــــو لښــــــکر چي د ســــــالار پـــه خلګو ګــــډ سو
پــــه لحـــظو کې لـــــــــوی وحشــــي فــوج ګډو وډ سو
د پيــــــــاده وو
پــــــــر سپــــــــرو ســــــــولـــه وارونـــــــه
چــــــــا راوړي وې
بــــــــــرچې چــــــــا وه ډانګـــــونه
چـــــــا پــــــــه تبــــــــر د اســــــونـــــــو پښـــــــې وهـــــلې
چـــــــا پــــــــه نس کــــــي
د سپــــــرو نېـــــــزې وهلې
لـــــــــــوی لښـــــــــکر لــــــــــه غنــــــــم زره زره ســو
څـــــــوک چي پـــــاتـــه وو هغـــــه مـــــخ پـــــــردره ســــو
ســــــــالار ورســــــــوئ ځــــــــان تـــــــر
زوړ دربـــــــــاره
رېـــــږدېـــــدئ يې هــــــر انــــدام د مـــــــــرګ لـــــه ډاره
پــــــه دربـــــــار چي ور داخـــــــل ســــــــو وار د واره
ول بخــښــنــــه راتـــــــه وکــه زمــــــــــوږ ســــــرداره
مـــــــا پـــــه خپـــل ژوند کي دي کـــــړي ډېــر جنــګونه
زمــــــا تـــــر تــــــــوري دي تېـــــرســـــوي ډېرفـوجونه
د پـــــردي ښــــــــار جنـــګ و مـــــــوږ تـــه پـــه تاوان دئ
بې لښــــــکره لـــــــــوی ولـــس وهــــــل ډېـــــر ګـــران دئ
د ســـــــالار خبــــــرو زړه پـــــاچـــــا کــي شيـــــن کــــــــــړ
و دربـــــــار تــــې را حــــــــاضــره لــــــــوی فـــــــالبين کـړ
ويـــل ووايــــه څـــــــه
سيــــــردئ پــــــــه دې ښــــــــار کي
څــــــه پټ راز دئ د دې خلـــــکو پــــــــه کـــــــردارکي
هـــــــر څـــــــو واره چي لښــــکر ښــــــارتـــــه نيـژدې سي
پــــه
سبــــــا لښــــــکر د ښــار خوله کي پښې پښې سي
لـــــــوی فــــــالبيــــن او نــــجــومــــي ويــــــل بـــــــــــاداره
دغـــــه راز راتـــــه څـــــــرګنـــد ســــــو لــــه مــــــداره
د دې خلـــکو او د لمـــر عجـــب داستــــــــــــــان دئ
پــــه نـجــــــوم کــــي ددې ښــــــــارنــــــوم هېـــرستان دئ
د
غـــــــــروب ســــــــــــره ددوی هـــــــــــر څــــــــه هېـــرېږي
پــــــه سبــــــــا يـــې
پــــــــه پــــــرون ســـــد نــــــه رسيــــږي
دوی پــــــه ورځ کـــــي زورور لـــکه زمـــــــريـــــــان وي
خـــــــو پــــــه شپـــــه لکه پســـــونــه او څـــــــارويــان وي
څــــــــو لښــــــکره چـــــي نيـــــولـــــو کــــــې بېـــــــوس وه
و هــــــــا ښـــــــارتــــــه څـــــــو قـــــاتله پـــــه شپــه بس وه
هېـــــرستـــان نيــــــول پــــاچـــــا تـــــه لــــومــــړی کارسو
نجــــومـــي يــــې د دربـــــــار لــــــــوی ســـــــلاکارســـــــو
انتــخــــــاب يـــې څـــــــو پــــاخه غـــټ قـــــاتــــلان کـــړل
همـــــدالـتــه يــې د پــــــردي ښــــــــار آمــــــــران کـــــــــړل
ويــــل ځـــئ نــــــور نــــو پــر لـــــــور د هېــــــــرستان سئ
پــــه تــــــاريخ کـــي د فــــــــاتح ډلـــــي داستـــــــان ســـئ
خـــــــو يـــــــو کار چـــــي نـــــه اخيـــــر او نـه يې هېرکړئ
د پـــــردي ښــــــار پــــــاچـــــا ژر تــــــر تـــــوره تېـــرکړئ
هېـــــــرستــان کي چـــــي لمــــــر ولــــــوېد تــاريکه سوه
پــــرهـــــر کـــــونج بــــــاندي د ښــار چي شپه خوره سوه
چــــي ذهنــــونـــه پــــه دې ښـــــار کي نـــور کوره سول
قـــــاتـــــــلان پــــــه خپــــــل مــــــابيــــن کي مشوره سول
ول چــــي هــــــر چــــــا هــــــر څـــــه ډېــــر وکړل قتلونه
لـــــــــوی اميـــر بـــــه وي د ښــــــــار هـــــومــــــره کلـــونه
نــــــور يـــې وکښــــــلې لـــــه تېـــــکو خپـــــلي تــــــــوري
د پـــــــردي ښـــــــار مينـــــدې ټـــــــــولي کــــــــړلې بوري
پــــــه يـــــــوه شپـــــــه يـــــې قبـــــضه ټـــــول هېرستان کړ
لــــــه آبـــــــاد ښــــــــاره يې جــــــــوړ لــــــوی قـبرستان کړ
پـــــــه سبـــــــــا چــــــي لمـــــــر راپــــــورتــه سو له غرونو
تــــــور دودان پـــــــــور تـــــــه کېـــــــدلــه لـــه قصـرونو
څــــــوک چــــــي پــــــــاتــــــه وه پـــــــه شپـــه کي له ګزاره
هکح
يــــران وه رېــــــــږد اخيـــستي وه لــــــــــه ډاره
يـــوقــــــاتـــل د ښــــــــار پـــــر لـــــوی ممبر ســــــو پورته
ويـــل ولاړسئ هــــــر يــــــو نـنــــــوزئ خپــــــل کـــــــورته
بــــــــرايي بــــــــــــــــلاوي دلــــتـــــــــه وې راغــــــــلي
هــــــم پـــــاچــــا هـم يې
ټبــــر کــــړ پـــه مـــــرګ غلي
دغــــــه مـــــــوږ وو چــــي دا تـــــاسې وژغـــــــــورلاست
د بـــــلاوو لـــــــه غـــــــاښــــــــو يـــــــې وســـــــاتــــــلاست
پســــــله دې څخــــــه بـــــــه مـــــــــوږمــــــو حفــاظت کړو
د مـــــــلي اتــــــل ، آميـــــــر بـــــــه اطـــــاعت کــــــــــــړو
لـــــــــوی ولس لـــــه قـــــاتـــــــلانو څــــــه راضي ســــــو
نـــــه خبـــــــر د شپـــــــې پــــــه حـــــال نــــه پـه ماضي سو
د کــــــوم قــــــــام چــــــي نــــــه پــــــرون او نــــــه سبا وي
همېــــشه بــــــــه يــــــې پــــــــه بــــــــرخــــــه دا بـــــــلا وي
ټورنټو کاناډا