پښتو ادب · شاعران
توریالی اتل
د توریالی اتل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
توریالی اتل
تورتم وو چه ډیوه یې په ناتار غیږه کې مړه وه
دعلم مور زمونږه د هر ښار غیږه کې مړه وه
منم دوخت واکمنه په ریښتیا تا راژوندی کړه
میله دی مڼې ګل، د میدان ښار غیږه کې مړه وه
بچان یې چوڼیدل بمبار یې څانګه لولپه کړه!
خارو، زمونږ دکلی دچنار غیږه کې مړه وه
په ځمکه به یې وینو دعاشق نامه لیکله
مینه، ګلبشره د طالب یار غیږه کې مړه وه
راټول مې کړل نارنج ډکه لمن قدر یې نه وه
قیصه ده نارنج ګل، دننکرهار غیږه کې مړه وه
دژوند ده ارمانوبیړی یې غرقه وه اتله
د هیلو ناوکۍ مو دسینګار غیږه کې مړه وه
توریالی اتل