د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

سید فخرالدین هاشمي

د سید فخرالدین هاشمي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

2 خپاره شوي شعرونه

غزل ــــــــــــــــــ سید فـخـرالدین هاشميبشپړ شعر ولولئ

غزل ــــــــــــــــــ سید فـخـرالدین هاشمي

سید فخرالدین هاشمي

   غــزل

څه خوږ مې زړه ته ښکـته شي په سـاه کې ځي راځي 
ســتا نــوم د ژبــې سـرته په ګــــډا کې ځــي راځي 

اشـنــا د سـترګو یاد دي جـنـتـي بولم پـه خــدایــږو 
په سـویــو اسـویـــلو کې پــه دعــا کې ځي راځــي 

یـو څــوک به لــوبــوي د چــا دزلــفـو ولونه ولونه 
څــو شـوخي خـوشـبویـي بیا په هـواکې ځي راځي 

د شــګو جـاینـماز یې د ګــودر په سـر هـوار کـــړ
یــو شېـخ لېـونی شــوی پــه قـــبــا کې ځي راځي 

ارمـــان دی زلمــيتوبه تـر قیــامـــته راسـره وای 
تــوبې مو د بنـګـړیــو په شــرنګاه کې ځي راځي 

دې خــپلې بېـوسۍ هـم لېونتـوب راته راوښــود 
یوڅـــوستـړي لـفـظـونه مې خـندا کې ځي راځي 

سید فـخـرالدین هاشمي

غزل : سید فخرالدین هاشميبشپړ شعر ولولئ

غزل : سید فخرالدین هاشمي

سید فخرالدین هاشمي

غزل
نوردي ‌‌لذت په کي څه پاته هنګامه ده ژونده
زمــا اوستا ترمنځ دزهرویوه پیـــاله ده ژونده
موږ غریبان اوخوشبختي یووسره دومره لري
لکه له ځمکي نه چی لمر ته فاصله ده ژونده
ښکاري ددارډرامه هم زموږ په سرګرمه ده
لکه بې موږچي سړه هره حـــادثه ده ژونده
نرخ دي بنګړویې یوزلمی په پردېسۍ کی مړکړ
دیوې ناکامي میني داسي افــــسانه ده ژونده
هغه چي مخ به یې دګل په شبنم هم نه مینځه
دنګه ځواني یې اوس په خاوروکي پرته ده ژونده
چي دجامونوپه زورهم چارانه هېره نکــــړه
زماپه زړه کي نقش داسي یوه څېره ده ژونده

*************
سید فخرالدین هاشمي