د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

بارکوال مياخېل

د بارکوال مياخېل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

13 خپاره شوي شعرونه

ډار / باركوال مياخېلبشپړ شعر ولولئ

ډار / باركوال مياخېل

بارکوال مياخېل

 ډار په هر زړه ننوتى

ډار د تورې بلا غوندې

خوشالي او هوس وړي

ډار د ژوند له هره لوري

کرار وړى دى په زوره

تور مېږي د اندېښنو دي

چي د هر سړي زړګى خوري

هر سړى زموږ د کلي

تل وهي دغه چورتونه

چي د جنګ بلا به راشي

ما به يوسي له خپل کوره

ما به وخوري، ما به مړ کړي

ډار درانه لاسونه ايښي

د ژوندون پر ستوني باندې

چي هيڅ ږغ کولاى نه شي

او نه ښور دى پکې پاته

د هر چا ماغزۀ چيچلي

تور لړم د ډار، د جنګ دي

لويه خدايه! بندګان دي

د ژوندون په کور کې تنګ دي.

 ^^^

  

٧ جولاى ٢٠٠٨م کال

                                                      کابل- وزيراکبرخان مېنه

نوی سنګربشپړ شعر ولولئ

نوی سنګر

بارکوال مياخېل

بس پر وطن مو نور ختمیږي توره شپه د ستم
د ازادۍ تر لیلا پاته یو څو ګامه مزل
د رزم لاره کې مو وکرل د اور تخمونه
نور به مو نه وي تر منزل پورې ناکامه مزل
نور چې دوښمن زموږ د خاورې مور ټیکری تښتوي
موږ به یې ولو د ښېرا په تېرو غشو باندې
نور چې غاصب لوټي زموږ د زندګۍ خزانه
موږ به یې ولو د ژړا په تېرو غشو باندې
بس نور شیندلای رقیب نه شي د نفاق بڅري
ورته راوړې مو ښه ډېره ده وسله د ښکنځا
ځو بس اوس خېژو د خوبونو سنګرونو ته ځو
وړو د خیالونو په خورجین کې به توښه د ښکنځا
نور به مو تېر پردی لښکر نه شي پر زړه د وطن
ورته ساتلي مو تیار د قهر ډېر غشي دي
نور چې مو ویني کوم سرونه د فنا خوبونه
برابر کړي پر هغو مو تاریخ تېر غشي دي
بس نور به ړنګ وي د هر چا د ستمونو سنګر
د اسوېلیو په مرمیو مو درې ډکې دي
بس نور به ورانه د تیارو د استبداد خونه وي
په تېرو چیغو او سلګیو مو کوڅې ډکې دي
بس پر وطن به مو نور نه راځي غدۍ د غلیم
خپله یو بل ته مو جوړ کړی دی سنګر د بدۍ
خپله به اخلو یو له بله ازادي د ژوندون
نه شته امکان زیاتي چې بل څوک راوړي سر د بدۍ.

تا نه ليدمبشپړ شعر ولولئ

تا نه ليدم

بارکوال مياخېل

تا نه ليدم

[د ښاغلي عبدالباري جهاني د شعر پر مځكه]
زه
دي پر بڼو پروت لكه خلى وم تا نه ليدم
ستا مخ ته ولاړ زه لكه څلى وم تا نه ليدم
ما د سترګو لپې اخير
تاته اشنا ونيوې
زه لكه يتيم هر چا رټلى وم تا نه ليدم
ما د خپل زړګوټي څراغونه ټول وژلي وو
زه
له ځانه تاته در ليښلى وم تا نه ليدم
ما له دې ګلباغه سترګې كله اړولاى سوې
زه دي پر څېره را ټوكېدلى وم
تا نه ليدم
ما چي ستا په ذكر كې جانانه! خوب شړلى و
ستوريو او سپوږمۍ ټولو ليدلى وم تا نه ليدم
م
ا دي د ښكلا و نندارې ته خوله ګنډلې وه
زه د انتظار په ستن پېيلى وم تا نه ليدم
ماته دي سوغات د خندا
ځكه را پېرزو نه كړ
زه ستا په محفل كې نابللى وم تا نه ليدم
ستا د خوږې مينې په هوس مي تېراوه
ژوندون
زه د خپلو هيلو يو درست كلى وم تا نه ليدم
ته لكه د ګل خوږبويي خپور وې ما ليداى نه
سوې
زه لكه سپېرې خاورې شيندلى وم تا نه ليدم
تا د بڼو غشي زما پر لور را خوشي كړي وو
زه دي د مرغه
په څېر ويشتلى وم تا نه ليدم
ته بې غمه ناست د خپل غرور سپينه ماڼۍ كې وې!!
زه افغانستان وم نړېدلى وم تا
نه ليدم
خود به باركواله! جهاني كوي ګيله له ما
زه له \"وركې مېنې\" نه درغلى وم تا نه ليدم
13
سپتمبر 2006م كال / كوټه

باركوال مياخېل/ كوټه