پښتو ادب · شاعران
حېران مومند
د حېران مومند پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
غزل - حېران مومندبشپړ شعر ولولئ
غزل - حېران مومند
حېران مومند
غزل
حېران مومند
زما په تن زما په زړۀ تیریږی
چې کوم یو غم په پښتانۀ تیریږی
ستا په وعده ستا د راتلو په تمه
شپې مې د ستړی ژوندانۀ تیریړی
تا ته څۀ پته ده پۀ ځان میئنه
ستانه بغیر به په ما څۀ تیریږی
دا دۀ خانۍ دا دۀ ځوانۍ عمر مې
فکر کښې سر په زنګانۀ تیریږی
درته به څه وائم حېران مومنده
بې لۀ جانانه وخت سپیرۀ تیریږی