د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

غلام رباني فیاض

د غلام رباني فیاض پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

10 خپاره شوي شعرونه

غزل ::::: غلام رباني فیاضبشپړ شعر ولولئ

غزل ::::: غلام رباني فیاض

غلام رباني فیاض

غزل
حــیران یم په پاخـــه عــمر ســـرور راسره مــل شـــــو
یو ځوګ له زړه نه پورته شو یو شور راسره مــل شو

راویښ یې کړم بیدار یې کړم اوهوش یې راته راکړ
ځه ښه شوه چې غمازه ستا پیغور راسره مـــل شــــو

له لاسه یې نیــــــولی یم تر خپل مـــــنزل مې بیایـــي
له ړنګې کنډوالې نه زوړ انځـــــــور راســــره مل شو

بدلون مې د معمول شــــــاید مــــحور دتجریبې وي
په ژوند کې چې د نوي ژوند دســتور راسره مل شو

فیاضه خپل منزل ته خدایږو اوس په رسیدو یـــــم
سرور په وینو سور لکه منصور راسره مل شـــــــــو

غلام رباني فیاض

متحده عربي امارات

 العـــــــــین

د غلام رباني فیاض ښکلې غزلبشپړ شعر ولولئ

د غلام رباني فیاض ښکلې غزل

غلام رباني فیاض

غزل
چې مــــاښام شي نــو له بامه راښـــــكاره شي
د سپوږمۍ غــوندې نـاپامه راښــــكاره شي

دلـته ټـــول زړونــه دكــــــــركـې ځنـې ډك دي
زوروه بـې ســـــــــلامــــه راښـــــــكـاره شـــــي

تـــه بــــه وايــــې د نــــــــــــړۍ واكـــــمنــه داده
بــې پـــروا وي ســر عـــامـه راښـــــــكاره شـــي

په ســــــاړه ژمــي نـــويد د ســـپــرلــــي راوړي
تك ســپين ګل چې له بـادامه راښـــكاره شي

له مودو ورك ؤ فيـاض بـيـرتـه راستون شــــو
ګــــوندې څـــه يې لــه كلامه راښـــــــكاره شي

غلام رباني فياض

غزل // غلام رباني فیاضبشپړ شعر ولولئ

غزل // غلام رباني فیاض

غلام رباني فیاض

                                                                                          فیاض صاحب د کروان صاحب سره

غزل
هـــره کــــــوڅـه کې جـنـازه ده پـه هـــر کــور جـنازه
دا څـه وطـــــن دی څــه ټـــاټــوبۍ په هر لور جنازه

دلــــتـــــه خـــنــدا ده نـــاروا او  هــــــم  ژړا نــاروا
دپلار په مټ ایښي دزوی په ورور دورورجـــنازه

هسې ســرونــه شـتـه پګــړۍ تــړي شملې هم لري
خــو لــه شـمـلــو ځنې ده وتــــي دغـــرور جــــنــازه

مـونږ دزرګـونـو کالــو وران هـغه زاړه څـلي کـړل
لـه خـپل ټاټوبي مو کړه بار دخپل کولتورجـنـازه

داخـــو یــــوه نـاهـده نـه وه چـې یـې ځــــان و واژه
ډېــرو بـه وړي وي اوږو بـانـدې دخـــور جــنـــازه

فیاضه! داهم ددې  تــور  وحشت لـه لاسـه ګـڼـه
چې دې غیاب کې ګـــــور تــه لاړله دمــور جنازه

غلام رباني فیاض
العین متحده عربي امارات

یو ښکلې ازاد شعر // لیکوال غلام رباني فیاضبشپړ شعر ولولئ

یو ښکلې ازاد شعر // لیکوال غلام رباني فیاض

غلام رباني فیاض

                                                 ازاد شعر          

زه یو داسې سپرلۍ غواړم
چې په سرو وینو خړوبې
سوي سوي وچې دښتې
زرغونه کړي بیا ګلونه
ډک له سولې او له امن
زه یو داسې سپرلۍ غواړم
چې نښترو ته ساز راوړي
کړي دلمنځو څڼې غوړې
دې کمرو ته ساز راوړي
چې بیا غوړګې په شغا کړي
سرو سرګړو ته ساز راوړي
زه یو داسې سپرلۍ غواړم
چې له شنو غنمو منځ نه
د مړزو غاړې واورم
چې دغرونو په لمن کې
زرکې ووایي سندرې
د زلموټو  له پنجرو نه
ټپې پورته کړي څنځري
زه یو داسې سپرلۍ غواړم
چې بې ویرې او بې ترهې
دمالت پیغلوټې نجونه
منګوټي په ترخ کې واخلي
بیا کتار کتار رهي شي
زمونږ دبر کلي چینې ته
شنه بادرنګ په منګوټو کې
دسمالونو کې تړلې
پراټې ځان سره یوسي
زه یو داسې سپرلی غواړم
چې دجنګ ادې شي بوره
دبارودو شنې لوخړې
له فضا ځني جارو شي
چې بیا شور دفریاد نه وي
واویلې له منځه یوسي
له اسمانه دبرګیو
دبمونو باران نه وي
بیا دنورو نویو کونډو
دسلګیو داستان نه وي
بیا یو ښکلی ګلالۍ مو
له خپل پلاره محروم نه شي
بیا دنوي ځوان پر قبر
بوډۍ مور تندی مات نه کړي
زه یو داسې سپرلۍ غواړم
چې مو تږي دعمرونو
دګلونو او عطرونو
دخوښۍ او اتڼونو
تږي تږي زړونه یخ کړي
دمودو اوښکې کړي پاکې
یو او بل سره نږدي شي
خو بس تېر ټوله په هېر کړي
غېږې غاړې غړۍ وزي
زه یو داسې سپرلۍ غواړم
چې دا سره سره بلواګر مو
پدې پاکه خاوره نه وي
دخنزیر په وازدو مست مست
انسان شکله بد سرکوزي
شي په تیښته له دې غرونو
دانګورو په اوبو کې
لمبیدلي شرمیدلي
بد هوسه دلته نه وي
زه یو داسې سپرلۍ غواړم
چې مین سره یو ځای کړي
غونچې جوړې کړي له ګلو
پیغلې لاس کې دریا واخلي
سرې نکریزې پر منګولو
لیچې ډکې له بنګړو کړي
سترګ تورې پر کجلو
بیا له غرونو راستنې شي
شونډې تورې په ګورګورو
زه یو داسې سپرلۍ غواړم
زه یوداسې سپرلۍ غواړم

 غلام رباني فیاض

 عربي متحده امارات العین

دپردېس اواز // غلام رباني فیاضبشپړ شعر ولولئ

دپردېس اواز // غلام رباني فیاض

غلام رباني فیاض

 

دپردېس اواز
دلته دې سرو شګو کې
خړو سپیرو ډاګو کې
دتورښامار ســـمندر
په ساحلونو غـــاړو
دې تورو وچو غرو کې
دۍ دبیلتون ښکار شوی
یو ستړې ستړې انسان
په اسویلو پاییږي
په دې خچنه هوا
له شنه اسمانه لاندې
سپوږمۍ نه څه خبریږي
ستوري به څه وویني
دسره لړمون سره پروت
ستړي ژوندون سره پروت
دلته یوستړې انسان
ستړې ساګانې باسي
دغلامۍ پر زنځیر
تړلې شوې انسان
دمجبورۍ له لاسه
بې کوره شوې انسان
له خپل ژوندون نه مایوس
یو غم ځپلی انسان
دانتظار شیبو کې
پر خپلو اوښکو پايي
دادنسیم د وږمو
پر ډاډګیرنه ژوندۍ
دبړبوکۍ پر مټو
یار ته سلام استوي
بس خړ اسمان ته ګوري
دزړه پیغام استوي
دبیا وصال پر تمه
فقط ژوندۍ پاتې دی
نیم ژاندو هیلو سره
د قافلو سره ځــــي
جرس ستومانه ښکاري
ساه یې تر خولې راغلي
زړه ورخطا غونــدې دی
نظر کمزوری شانــــدې
دبیلتـــانــه پــــه غـــم کې
ژاړي اوشــــپې تیروي
مني چــې هــر څه شته دي
ښــکلي ښـــارونه دلته
دژوند هر یو سهولت
ښــــه مـــحلونه دلته
رنګ رنګ موټرې شته دي
ښـــه خوراکونه دلته
لـــه خوږې میــــنـې محروم
د چـــا مـــحـــل څـه کــوي
هر څو که زړه ډاډه کړي
په ډاډګیرنو نـــه شــــــي
زړه ته رنګ رنګ تسلـــۍ
هیڅ دمنــلــــو نـــه دي
ورته خواږه یــــادونه
دهیرولو نـــــه دي
دپــــرديــسۍ پر بســــتر
په اســـــویــلو ویــده شـي
زما دخټو کــــوره
تا نه ښارونه لوګی
له یوې شډلې مینې
هزاز قصرونه لوګی
له پښتونوالو سترګو
ټول نـــظــرونــه لوګی
یادونه څنګه هـــیر کــړي
دایې دژوند مشــــغــولا
فیاض قلم ورتــــاؤکړي
چیرته کوم بل ټاپي ته
چې لـــه قلم راوزي
فقط یوه نامه وي
اوس که غزل ولیکي
او که چاربیته جوړه
یوازې یو څـــه لیــکي
ساده نیازبینه مینه
داد پښتو په دستور
په رنګ رنګینه مینه
هر څو که عمر تیر شي
دهیریدلو نه ده
دهیریدلو نه ده
پسته غریـــزه مینه
دهیریدلو نه ده
دهیریدلونه ده
تل به په زړه پرته وي

غلام رباني فیاض
متحده عربي امارات د العین

غزل غلام رباني فیاضبشپړ شعر ولولئ

غزل غلام رباني فیاض

غلام رباني فیاض

غزل
زړګی مې  اوسې دچا ښکلې  د بخملو  په  چم
خوتن مې  اوسې ددې خړو  پړو  کلو  په   چم
داسې مې فکر اوخیال دواړه دچا غېږکې اوسي
لکه  بورا  چېرته  کې  اوسي  د سنبلو  په  چم
چېرته چې باز اوټپوس دواړه په یو نرخ خرڅیږي
جانانه   مه   ورځه   هیڅکله   د  خځلو  په  چم
چې دې احساس زړه کې پیدا شي بیا څوک نه ګرموې
الله  دې   وروله  ملا  چېرته   دښکلو  په  چم
خلک له نورو شیکوه کاندي خېر اغیار  خو به  وي
خو زما  ملا  خو  دلته  ماته  شو ه د خپلو  په  چم
ایله  په   رپ   د سترګو   ولړزې  ساده  زړګیه
ته بیا به څه کړې که ورپیښ شوې  دزمبلو  په  چم
چېرته چې مینې داخلاص  وي له  ریا  نه  خالي
هلته  زاغان  کله  پریږدي  څوک  د بلبلو  په  چم
نور  به   نازیږي   د ماڼیو  او  مرمرو    په   سر
خو  ماته   ناز   دی    دمولیو   دکبلو    په   چم
دلته چې ستا ددې پښتو غزل څوک قدر نه  کړي
لکه  چې  ونښتې   فیاضه    دمغلو   په   چم
غلام رباني فیاض
متحده عربي امارات العـــین

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

غلام رباني فیاض

وخانده مسکۍ شه چې ځواني راشي
ګل شه یا غوټۍ شه چې ځواني راشي
لرې کړه دوخت غم رانه لرې کړه
باد شه بړبوکۍ شه چې ځواني راشي
بیا غزالې سترګې دې راواړوه
لږه غرڅنۍ شه چې ځواني راشي
نن خو لږ پلؤ ومخ ته ونیسه
ناز وکړه جنۍ شه چې ځواني راشي
زه به مې رمه ورشو ته وشړم
ته راځه شپونکۍ شه چې ځواني راشي
ګلې د نظـــر غشــــي راوولـــه
تانده شه مرمۍ شه چې ځواني راشي

عربي امارات العین

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

غلام رباني فیاض

شكر پدا چې مسلمان يم بې مذهبه نه يم
شرم پښتو لرم بې اب او بې ادبه ن يم

د ازل ويش كې به مې برخه وي همدا په نصيب
دا كه غريب يمه پدې خفه له ربه نه يم

اكير منكيره رانه وپوښته په نرمه پښتو
زه د ښاغلى قام پښتون يم له عربه نه يم

خداى چې راكړي راته ښكلې غيرتي ژبه ده
ولې به زه ولاړ پتمن په خپله ژبه نه يم

نن مې دهڅو زرغون شوي نخل داسې ويل
مېوې به راوړمه فياضه بې رتبه نه يم

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

غلام رباني فیاض

چې پسرلی شي پر ګلونو باران ووریږي
زمونږ پرکلي دعطرونو باران ووريږي
چې غر ابادشي اباديږي واړه سمې دښتې
دریغه پردنګودنګو غرونوباران ووريږي
داځل به شنه بنګړي راوړم درته چې اوړی وشي
دعا کوه چې پر فصلونو باران ووريږي
بیا به زه لو کوم اوته به زرکه زرکه کېږې
چې دللمۍ پرجواسونو باران ووريږي
څومره به ښه شي چې نفرت اوکینه دواړه پاک کړي
بس چې پر زړو دالفتونو باران ووريږ
ي
بیا به غلام نه وي فیاض اورباني به اوسي
چې پراحساس مو دننګونو باران ووريږي

العین

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

غلام رباني فیاض

غزل

غلام رباني فیاض

متحده عربي امارات د العین ښار

ګوره چې ونکړې باور توره په لاس کې ګرځه

ځکه اکثرخوښوي شرتوره په لاس کې ګرځه

دلتــه نـارې دبــشریت دي خــوبشر نه مــــني

ځان به ساتې له هربشرتوره په لاس کې ګرځه

دې زمانې سره په
چینګوداړوکارنه کیږي

وهــې به هرچاتــه ټـــټرتوره په لاس کې ګرځه

دلته خبره دلاس بري ده چې چامخکې
کړ

بس هم هغه دی زورورتوره په لاس کې ګرځه

فیاضه ښه دې دقلـم نوکه ترتیغ اوباسه

پرزورورو مات کړه ښکرتوره په لاس کې ګرځه